شنه خونه دهغه جوړښت يا ساختمان څخه عبارت ده چې په هغه کې تودوخه ،رطوبت،رڼا اوکاربن ډاى اوکسايد قابل دکنترول وي .یاشنه خونه دهغه ساختمان څخه عبارت ده چې دشیشې یاپلاستیک په واسطه پوشل شوې وِي اودلمرنوردنباتاتو لپاره اماده کوي.
دشنې خونې په ده ننه کې کولای شو دکال په اوږدوکې خصوصآ په غيري موسمي شرايطوکې نباتات وروزواوځينې محصولات ژرحاصل ورکړي ته برابرکړو او د ياد کال په اوږدوکې او يا د کال په ځينې وختونو کي نباتات په نا مناسبه شرايطوکې وساتو.
شنه خونه په عمومي توګه له لاندي برخو څخه تشکيل شوي ده.
١ – دشنې خونې اسکليټ:
د شنې خونې اسکليټ دمختلفوموادو لکه لرګى،اوسپنه ،المونيم اوداسې نوروموادوڅخه جوړ شوې وي دشنې خونې داسکليټ جوړونې په وخت کې بايد زيارويستل شي چې ځينې شيانوته توجه وشي چې مهم يې عبارت دي له ،کلکوالي دساتلوظرفيت، دپوښولو قسم چي ګټه تري اخستل کيږې،جعرافيائې موقعيت ،دروزلولپاره د نباتاتونوعې ،دشنې خونې چت بايد پيک او يا د څنډولرونکي وي ترڅودباران د اوبو د توئيدوڅخه دشنې خوني ديوالونه يا دننه برخه محفوظه وي .
٢-دشنې خونې شفاف پوښل:.
په داسې حال کي چې دنورعبورد شيشې څخه په اساني سره صورت نيسې د شنې خوني د پوښولولپاره په زياته اندازه دشيشې څخه استفاده کيږې ترڅودشنې خوني دننه نباتات په زياته اندازه دلمردوړانګو څخه ګټه واخلي نن ورځ دشنې خونې دپوښولو لپاره د پلاستيک څخه هم استقاده کيږې د شنې خونې د پوښولو لپاره پلاستيکي مواد عبارت دي له ( poly ethylene )او يا د معمولي پلاستيک څخه چي د لمروړانګې تري په ښه ډول عبور وکړي مګر دوام يا پايښت يې ډير کم دي(poly vinyl chloride)چي پايښت
يې نسبت( (polyethylene ته زياتدي ،poly ester) )چي د شيشي په اندازه د لمر وړانکو ته عبور ورکوي او روښانه هم پاتي کيږي مګرزيات قيمت لري او فايبر ګلاس (fiber glass) داهم زيات دوام لري اودڅو کلنولپاره کولاى شو چې ترۍ استفاده وکړو مګر په تدريجي توګه يې شفافيت کميږي او د پلاستيکونو د ټولوډولونوڅخه زيات قيمت لري .
هیره دي نه وي چه شیشه 94%اوپلاستیک کم تر83%دنورپه مقابل کی شفافیت لري.
٣-دشنې خونې لپاره تختونه:
دغه تختونه د ښومحيطي شرايطو د کنترول او د ښي هوا او يا تازه هوا د تبادلي لپاره دشنې خونې په دننه کې جوړيږى دغه تختونه د(٨٥-٩٠ ) سانتي متروپه اندازه لوړوالى اود((1-1.5سانتي متروپه اندازه پنډوالې لري چي دخښتو، لرګيو اوسيمانوڅخه جوړيږي دغه تختونه دشنې خوني په منځ او يا دشنې خونې داوږدوالي په امتداد جوړيږې.
٤-په شنه خونه کې دګرځيدلولپاره لارې
دشنې خوني لپاره بايد لاره دومره اندازه ولري چي کارکوونکي دتګ ا وراتګ د وسايلواولاسي کارونو لپاره مشکلات رامينځته نه کړي په معمولي توګه د لاروعرض بايد( ٦٠-٧٠ ) سانتي متروپوري ونيول شې.
٥-دشنې خونې لپاره هواکشونه :
دشنې خونې لپاره هواکشونه يا سوري دشنې خونې په مختلفو طرفونو اويا دشنې خونې په چت کې جوړيږي چې په لاس او يا په خپل سري ډول د تخنيکي وسايلو په واسطه خلاصيږي او بنديږې.
٦-دشنې خونې لپاره دکارکوټه :
هره شنه خونه اويا په مجموعي توګه ټولې شنې خونې بايد دداسې کوټو لرونکې وي چې په هغه کې مختلف وسايل لکه خاوره،ريګ، عضوي سره ،کيمياوي سره د کار وسايل ،ګلان ، حشره وژونکي او فنګس وژونکي اوهغه شيان چي دشني خوني لپاره زيان رسوي محفوظ وي.
مونږولې په شنه خونه کې کرل کوو:
1-دباران، واوری، گرمی اویخ وهلو څخه د سبزيو د ساتنې په خاطر.
2-د امراضوڅخه ساتنه (ویروسي، بکتریا،فنجي، نیماتودونه وافت حشرات)
3-د دهقانانو لپاره د کارد پیدا کولو او په کمه ځمکه کی د زیات تولید په خاطر.
4-د باکیفیته تولید په خاطر(سبزي به له امراضوڅخه خالي اوزیات غذایي مواد به لري.
دشنې خونې لپاره دځای ټاکل:
– په اول قدم کې خاوره باید مالگینه نه وي او د کرلولپاره مساعده وي اوکه خاوره مالگینه وي مجبور یوو چي تبدیله یی کړو، نو دا کارغیراقتصادي تمامیږي .
–شنه خونه چي هرڅومره سرک اومارکیټ ته نیږدي وي هغومره ښه ده اوپاکې داستفادې وړ اوبه باید موجودې وي او د ابیارۍ په وخت کې باید د خړو او ناپاکه اوبوڅخه جلوګیري وشي
–برق باید په کافي اندازه موجودوي.
–اوشنه خونه باید ترسیورِي لاندي نه وي.
–دزهرکشۍ په خاطر باید شنه خونه سلوپ ولري ددي په خاطر که چیري زیات کود استعمال شي خاوره مالگینه کیږي.
–دشنې خونې په داخل کې خاوره باید دهرزه گیاه له تخمونو څخه خالي وي.
شنې خونې عموماً په دوه ډوله دي:
۱-ساده شنې خونې چې دلمر دانرژي څخه استفاده کوي
۲-فعاله شنې خونې
ساده شنې خونې
په ساده شنو خونو کې عموماً د لمرله انرژۍ څخه د هغو د تودولو لپاره استفاده کیژي.
لکه څرنګه چې له نوم څخه یې څرګندیږي ساده شنې خونې په کم مصرف سره جوړيږي او زر د خلکو د استفادې وړګرځي اود بزګرانو لپاره گټوره تمامیږي اودحرارت درجه یې له 0C څخه باید کمه نه شي .
نور بيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴