۳ برخه –

د اسعارو بازار:

د اسعارو بازار هغه ځای ته ویل کیږي چیرته چې بیلابیل اسعار اخیستل او خرڅول کیږي، نوموړي بازار ته د بهرنیو اسعارو د تبادلې یا Foreign Exchange بازار هم وایي چې په لنډ ډول یې Forex بولي.په دغه بازار کې بیلابیل اسعار د بهرنۍ سوداګرۍ یا د بهرنیو توکو د رانیولو په موخه یو د بل سره تبادله کیږي. د دې تر څنګ د اسعارو په پیر او پلور کې وګړي او دولتونه نورې موخې هم لري چې په خپل وار به پرې خبرې وکړو. د نورو هیوادونو د اسعارو له مخې د یو هیواد د کرنسۍ بیه او قیمت هم په همدغه بازار کې د ازاد بازار د اقتصاد د اصولو له مخې د هغوی د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کیږي. د یو هیواد د پیسو مقدار یا د هغه پیسو مقدار چې په اقتصادي جریان کې غورځول شوي وي هم د نوموړې هیواد د پیسو په ارزښت او د نورو اسعارو له مخې د هغوی په قیمت اغیز لري. که د بیلګې په ډول د الف او ب په نومونو دوه هیوادونه په نظر کې ونیسو چې د الف هیواد د کرنسۍ مقدار په ب هیواد کې د چلیدونکې کرنسۍ دوه چنده وي نو ښکاره خبره ده چې د ب هیواد د کرنسۍ یو واحد به د الف هیواد د کرنسۍ د دوو واحدونو د رانیولو ځواک ولري. اوس که موخه مو د ب هیواد په مقابل کې د الف هیواد د کرنسۍ د تبادلې د نرخ لوړول وي نو باید د نوموړې هیواد په اقتصادي دوران کې د اچول شوو پیسو مقدار راکم کړل شي.

دولتونه د نورو په مقابل کې د خپلو اسعارو د تبادلې لپاره د تبادلې د نرخ د لاندې ډولونو څخه استفاده کوي:

د تبادلې بدلیدونکی نرخ:

د تبادلې بدلیدونکی نرخ په دې مانا چې د نورو په مقابل کې د کرنسۍ د تبادلې د نرخ ټاکل د بهرنیو اسعارو بازار ته پریښودل کیږي تر څو هلته د عرضې او تقاضا د قواوو د برخورد په پایله کې نوموړی نرخ وټاکل شي. دلته دولتونه د خپلو اسعارو د تبادلې د نرخ د بدلون او یا په هغه کې د تغیر راوستلو سره کومه دلچسپي نه لري او د بازار له لوري ټاکل شوی نرخ د خپل ځان او د نړیوال تجارت په خیر او ګټه ګڼي او په کومو حالاتو کې چې دغه چاره د یو هیواد په ګټه نه وي او یا په بهرنۍ سوداګرۍ کې د نا انډولۍ لامل کیږي نو بیا نوموړې هیوادونه د ګمرکي تعرفو، سهمیو او د نورو پالیسیو په عملي کولو سره دغه ستونزه حلوي.

د تبادلې ثابت نرخ:

د تبادلې ثابت نرخ په دې مانا چې د خارجې اسعارو سره د کورنیو پیسو د تبادلې لپاره یو ثابت نرخ ټاکل کیږي. د بیلګې په ډول د افغانیو سره د یو ډالر د تبادلې نرخ د ۵۲ او ۵۶ افغانسو تر مینځ ټاکل کیږي. کله چې د افغانیو او ډالرو د تبادلې نرخ د دغه ټاکل شوي حدودو څخه کم او یا زیاتیږي نو چارواکي د بیلابیلو لارو د دغه کار مخنیوی کوي او د تبادلې نرخ بیرته خپل اصلي حالت ته راولي.

د تبادلي ګډ یا مشترک نرخ

د تبادلې دا ډول نر خ د ثابت او بدلیدونکې یا flexible نرخ ګډوله ده چې د تبادلې کنټرول شوی نرخ هم ورته وایي. د نوموړې نرخ له مخې د اسعارو د تبادلې نرخ د عرضې او تقاضا له مخې ازاد پریښودل کیږي خو د اړتیا پر مهال پکې د دولت له لوري مداخله کیږي او د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې نرخ د بازار د عملیاتو له لارې مطلوبې کچې ته راوړل کیږي. نن سبا د نړۍ ډیری هیوادونه په خپلو اقتصادي پالیسیو کې د تبادلې د همدغه نرخ څخه کار اخلي ځکه د هغوی په اند تر ډیره بریده د بازار ځواکونو ته د اقتصادي چارو پریښودل د یوې ټولنې په ګټه وي خو کله چې دا چاره د یوې ټولنې په زیان تمامیږي او د تبادلې نرخ ډیر لوړ او یا هم ډیر زیات ټیټیږي نو بیا چارواکي د نوموړې کار د مخنیوي په موخه د تبادلې د نرخ د کابو کولو لپاره بیلابیل ګامونه اخلي.

اقتصاد پوهانو د تبادلې د نرخ د دغه ټولو ډولونو ښیګڼې او زیانونه په ګوته کړي دي. د تبادلې ثابت نرخ؛ د اسعارو اړوند د سوداګرو او نورو وګړو د راتلونکې احتمالي زیانونو په هکله ویره له مینځه وړي چې په دې صورت کې هغوی په بهرنیو تادیاتو کې له کومې ویرې پرته په ډاډه زړه خپل هر ډول کاروبار پر مخ وړلای شي اوله بله اړخه دغه چاره د نړیوالې سوداګرۍ په پرمختګ کې هم اغیزمنه ثابتیږي. د تبادلې پر ثابت نرخ د ځینو نیوکه دا ده چې نوموړی سیستم زوړ او پخوانی دی چې له امله یې شاید د یو هیواد د کرنسۍ ارزښت له خپل اصلي ارزښت او یا له هغه ارزښت څخه چې په ازاد بازار کې ورته ټاکل کیږي کم او یا هم زیات وټاکل شي چې په دې صورت کې د یو هیواد په اقتصاد او د تادیاتو په بیلانس کې نا انډولي رامینځ ته کیږي او دغه نا انډولي بیا د یوې ټولنې په خیر او ګټه نه وي.

د تبادلې بدلیدونکی نرخ هم ځینې ګټې او زیانونه لري؛ د نوموړې نرخ ګټه دا ده چې د پولي نظام تنظیموونکې چارواکي د خپلو پیسو د نرخ د ثابت ساتلو لپاره د بهرنیو اسعارو زیرمو ته اړتیا نه لري. همدارنګه نوموړې چارواکي په اړونده چارو کې خپلواک دي چې څه ډول د پیسو د تنظیم پالیسي ګانې جوړې او عملي کوي. د تبادلې د نرخ نوموړی سیستم بهرنۍ ازادې سوداګرۍ ته لار هواروي او د همدغه سیستم له لارې په بازار کې د یوې کرنسۍ کمبود او یا هم ډیروالی د بازار د قوانینو له مخې په خپلسري ډول له مینځه ځي او نوموړې ستونزه حل کیږي. د پورته یادو شوو ګټو تر څنګ د تبادلې نوموړی سیستم ځینې زیانونه هم لري. د تبادلې بدلیدونکې یا متغیر نرخ د کرنسۍ د نرخ د غورځیدلو او لوړیدلو له امله د سوداګرو او کاروباریانو راتلونکې ګټه له ګواښ سره مخامخ کوي. دغه چاره سوداګر زړه ماتې کوي، له کاروبار او بهرنۍ سوداګرۍ لاس اخلي او له امله یې د بهرنۍ سوداګرۍ حجم کمیږي. کله چې د کرنسۍ د تبادلې په نرخ کې نوسانات زیات وي نو دغه کار هغه صنعتونه هم زیانمنوي چې نورو هیوادونو ته خپل تولیدات صادروي.

په دا وروستیو کې د ډالر او ځینو نورو خارجي اسعارو په مقابل کې په بیسارې ډول د افغانۍ نرخ را پریوتی. مرکزي بانک چې د افغانۍ د ثبات لپاره کومې لارې چارې په کار اچوي د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالر په مقابل کې د افغانۍ په ثبات کې اغیزمنې نه دي ثابتې شوي. مرکزي بانک د ازار بازار له لارې بازار ته ډالر وړاندې کوي او په وسیله یې د بازار څخه افغانۍ رانیسي، دا چاره د ډیرې لنډې مودې لپاره د ډالر په مقابل کې د افغانۍ راښکته کیدونکی ارزښت ثابت ساتي خو وروسته بیا چې کله مرکزي بانک هره ورځ بازار ته ډالر پمپ نه کړي د افغانۍ ارزښت په چټکۍ سره رالویږي. دلته ستونزه په دې کې ده چې د مرکزي بانک له لوري د اسعارو بازار ته پمپ شوي ډالر په ډیرې تیزۍ سره له دوران څخه ووځي ځکه دلته ټول وګړي د راتلونکو زیانونو له امله چې د افغانۍ د ارزښت د رالویدو له امله یې محسوسوي خپلې شته افغانۍ ډالرو ته بدلوي، نوموړې ډالر بیا بیرته په اقتصادي دوران کې نه اچول کیږي او د وګړو له لوري بهر ته لیږدول کیږي.

د افغانۍ د ارزښت د رالویدو یو بل لامل هم د خپلې ملي کرنسۍ پرته په پردیو اسعارو پېر او پلور دی. په غالب ګمان د افغانستان د تدارکاتو په قانون کې هم داسې کومه ماده نشته چې د تدارکاتو کرنسي باید خامخا افغانۍ وي. دلته ډیری بهرني موسسات او سازمانونه د خپلې اړتیا وړ توکې په ډالرو اخلي، چې افغانۍ ته د تقاضا او په پایله کې د افغانۍ د ارزښت د لوړیدلو په موخه باید د نوموړې کار مخه ونیول شيد بیلګې په ډول که د ننګرهار ولایت د اقتصادي راکړو ورکړو او معاملاتو ارزښت د پیسو په وسیله وسنجول شي نو په یو ورځ کې شاید ملیونونو افغانیو ته ورسیږي خو له بده مرغه چې نوموړې ټولې راکړې ورکړې د ګاونډي هیواد په کرنسۍ کلدارې سرته رسیږي چې د کلدارې په مقابل کې یې د افغانۍ ارزښت راټیټ کړی. که چیرته همدغه راکړې ورکړې د افغانیو په وسیله تر سره شي نو ملیونونو افغانیو ته به نوې تقاضا وزیږي او په پایله کې به یې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت لوړ شي. عام خلک هم باید خپلې ملي کرنسۍ ته په درناوي چې زمونږ د هویت برخه ده د بهرنیو اسعارو د کارولو څخه لاس واخلي او دولت هم باید په راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د چلښت مخنیوی وکړ ي او سرغړوونکي باید سخت مجازات کړي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *