ليکوال:سبا انتظار
په دنيا او اخرت کې مو يوازې د الله پاک
په سپيڅلي کتاب باندې عمل بريالي او کامياب کولای شي.
قران پاک د الله تعالی مبارک او بشپړ کتاب دی چې زموږ په خوږ پيغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی!!! دا مبارک او بشپړ کتاب د ټول بشريت لپاره لارښود دی او د اسلامي امت لپاره قانون او همدارنګه د رڼا لار ده,بايد چې په اسلامي نړۍ کې د الله تعالی دغه قانون هم دولتونه په ځان ومني او تطبيق يې کړي او هم عام ولس, چې تر څو اسلامي امت هم په دې دنيا کې نېکمرغه ژوند وکړي او هم په ابادي دنيا کې.

نن ورځ په نړۍ کې د ګڼو ستونزو سره مخامخ يو, چې عامل يې زموږ ناپوهي او د خپل اسلامي قانون څخه بې خبري په ګوته کولای شو. که چېرته مو پوهه او يا اسلامي زده کړې درلودۍ نن به مو هر ډګر ګټلۍ وای!!! دا خبره ځکه په زغرده کوم چې نن ورځ د نړۍ ټول پرمختګونه, عصري علمونه, سائينس او په ټکنالوجۍ باندې همدغه مبارک کتاب قران کريم (1400) کاله مخکې وضاحت ورکړی او بشريت ته يې پکې د دواړو جهانو لارښونې کړې دي, دا چې چا سمه ګټه ورڅخه پورته او چا نه کړه پورته دا د هغوی په پوهې او عقيدې پورې اړه لري!!! زه غواړم چې ټول بشريت ته, په ځانګړې توګه اسلامي امت او افغاني ټولنې ته پيغام پريږدم.
نن ورځ زموږ په افغاني ټولنه کې د ګوتو په شمېر کورنيو او انسانانو اسلامي زده کړې حاصلې کړې دي او د اسلام په رڼا کې خپل ژوند تېره وي چې ژوند يې هم د نورو په پرتله سکون او ارامه دی,خو د ټولنې لوړه فيصدي اسلام په نوم پيژني او بس, خپل ناوړه دودونه يې د اسلام په لاره اچولي دي او هغه يې د خپل ژوند کړه وړه ګرځولي دي چې خپل ژوند يې د تيارو او بدمرغيو سره مخ کړی دی.
اسلام هيڅ ناوړه دود نه دی منلۍ,اسلام د خواخوږۍ او ورورولۍ قانون دی, اسلام د ژوند د رڼا لاره ده, په دې لاره کې د ټول بشريت حقونه ټاکل شوي او په ګوته شوي دي او هر انسان ته پکې حق ورکړل شوی دی,خو برعکس زموږ د ټولنې په ګڼو کورنو, کليو او بانډو کې د اسلام څخه د بې خبرۍ له کبله تياره او محکوم ژوند تېريږي, هلته د ځينو کورنيو د غړيو تر منځ يو پر بل باندې زور زياتئ کيږي حتا چې په ځينو کورنيو کې د ديکتاتورۍ حکومتونه چليږي چې دغه د زور زياتي لاره اسلام نه ده منلې.
نو راځۍ چې اسلام زده کړو او قران پاک په عمل کې په ځان ومنو, ناوړه دودونه پرېږدو او د ناروا او ناسمو لارو څخه ځانونه وژغورو, په دې خو ټول پوهيږو او منو يې چې قران پاک ستر او سپيڅلۍ کتاب دی يعنې هغه کتاب دی چې پرې عمل يې درته دواړه جهانه رڼا کولای شي, خو بيا هم زموږ په ناپوهه ټولنه کې ور څخه ګټه نه پورته کيږي, دلته زموږ په ټولنه کې يې قران پاک:
1-يوازې په عربي ژبه زده کړی او لوستۍ,
2-يوازې يې د فاتحې ورځو ته په پام کې نيولی,
3-ناوې چې کله د پلار له کوره وځي د هغې په سر باندې نيول کيږي, چې دا نيول ورته د قران پاک د حق ادا کول ښکاري,
4-او د رخت په څو ټو ټو کې يې نغښتل او يا تاويدل او بيا د المارۍ په سر يې ايښودل ورته پوره ايمان ښکاري!!! خو داسې نه ده, دا ناسم فکر او عقيده ده!!! قران پاک زده کړه غواړي او زده کړه يې عمل غواړي.

راځۍ په قران عمل وکړو, هغه څه يې چې حرام ګرځولي هغه پريږدو او هغه څه يې چې حلال يا روا ګرځولي هغه عملي کړو او عمل ورباندې وکړو,کنه هر ناروا عمل به مو د تباهۍ کندې ته ور ګوزار کړي, اسلام څومره اسانه او د سکون دين دی,څه ښه وايې چې لمونځ په خپل وخت ادا کړه او لمونځ د دين ستن ده, بې لمانځه انسان سکون نه لري,دا څومره ښه لاره ده د ژوند سکون پکې پروت دی الله پاک د موږ تاسو ټولو ته د اسلامي ارکانو د عمل کولو توفيق راکړي! امين
اسلام وايې چې قتل مه کوه,د يو بې ګناه انسان وژل د ټول انسانيت وژل دي چې دا کبيره ګناه ده,شراب هم مه څښه,دروغ مه وايه چې دا د هرې بلې ګناه کولو سر چينه ده,اسلام تل ټينګار کړی چې په ښځو او ماشومانو شفقت وکړئ د هغوۍ سمه پالنه وکړئ چې په دې باندې الله تعالی رضا کيږي, زنا پسې بد ووايه او د رشوت فرهنګ ووژنه.

(هيله:قران پاک د ژباړې يا ترجمې او تفسير سره زده کړئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک سيرت هم له ياده مه باسئ.)
وخت لا هم ندی تېر شوی اوس هم لا سر د وخت دی په تېرو نېمګړتياوو او ګناهونو باندې توبه وباسئ, کلک هوډ او اراده د ځان او الله سره وکړئ چې تر څو مو راتلونکۍ ژوند نېکمرغه شي او سکون پيدا کړای!!! او اصلاح هم له ځانه پيليږي, لومړۍ ځان اصلاح کړئ او کورنۍ ته مو هم لارښونه وکړئ.
سپارښتنه: پام چې د قران پاک ژباړه يا ترجمه او همدارنګه تفسير د ادا کولو يا لاسته راوړلو په خاطر د يو سم او پيژندل شوي ديني عالم څخه لارښونه او مرسته وغواړئ, ځکه چې نن ورځ ځينو بې دينو د قران پاک په ژباړه کې هم لاس وهنه کړې ده, هغوی دا کار د مسلمانانو د ګمراهۍ لپاره کړای دی.

دغه ده موږ تاسو په 21 پيړۍ کې ژوند تېره وو, نړۍ چېرته رسيدلې او موږ افغانان چېرته پاتې يو, موږ لا هم د خپل ژوند اسانتياوې او حکومتونه نشو سمبال کولای ځکه چې موږ علم نه لرو, پوهه او عقل په کار نه اچوو, حتا دومره کمزوري يو چې د ژوند اساسي اصل چې هغه فکري خپلواکي ده هغه هم نه لرو, نو هره خپلواکي په علم سره حاصليږي کنه داسې به وو لکه دا يو چې.
نړۍ چې رسيدلې هغوی زده کړې حاصلې کړي دي او په هغه باندې يې عمل کړی دی هسې شعار نه ورکوي ,راځۍ موږ تاسې هم اسلامي زده کړې وکړو. او عصري علوم هم تعقيب کړو, باور وکړئ چې د اسلامي زده کړو څخه غير مسلمانو ګټه پورته کړي وي په لومړي سر کې مې هم اشاره ورته درلوده,خو موږ لا هم ويده يو, پروا يې نه کوو چې دا زموږ ناپوهي او بدبختي ده.
خپله تجربه: غواړم يو څه د ځان په هکله درسره شريک کړم: پوره لس(10)کاله مې د عصري علومو زده کړې حاصلې کړې خو بيا مې اسلامي زده کړو ته هم مخه کړه او هغه پوهه او علم چې مې د قران او احاديثو او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک له سيرت څخه حاصل کړي د نړۍ له هيڅ کتاب څخه مې نه شوای حاصل کولای!!! هلته پکې سياسي پوهه وه,هلته پکې اقتصادي پوهه وه او هلته پکې د ژوند د ټولو اسانتياوو پوهه او علم پروت وو.
د ټول اسلامي امت د ښو اسلامي زده کړو,د خواخوږۍ,د ورورولۍ,د يوالي,د سولې,امن او د پرمختللي افغانستان په هيله!!! ومن الله توفيق !!!