تاند- د کندوز چارواکي وايي چې د چهاردرې ولسوالۍ له سقوطه وروسته  نن سهار د ارچي ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د ارچي ولسوال او د کندوز نور ولایتي چارواکي وايي چې د ارچي ولسوالۍ ودانۍ له یوې سختې نښتې وروسته د دولت د مخالفانو لاس ته ورغلې ده.

د ارچي ولسوالۍ په سلو کې ۹۰ برخې له څه باندې یو کال راهیسي د دولت له کنټروله وتلې وې.

د ارچي ولسوال نصرالدین سعدي وايي چې له یوې اوونۍ راهیسي د ولسوالۍ پر مرکز جګړه روانه وه او دوی د کومکي ځواک غوښتنه کړې وه خو مرسته ورونه رسېده.

د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغان امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول له لوژیستیکي ستونزو سره زیات مخامخ شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې په جګړه کې یې هوايي ملاتړ هم له لاسه ورکړی دی.

طالبانو ویلي چې د ارچي ولسوالۍ ټولې پوستې یې نیولي دي.

د ارچي د جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي.

تراوسه پوري په دې جګړو کې ښکېلو خواوو ته د مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

له بلې خوا د تخار ولایت خواجه غار ولسوالي، چې له ارچي سره پوله لري، له خطر سره مخامخ ده.

One thought on “د کندوز دوهمه ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *