کابل ښار

تاند- هالنډي رسنۍ وايي، هغه ښځه چې نن په کابل کې وتښتول شوه، د دغه هیواد تبعه ده، انجا دي بییر نومېږي او په افغانستان کې د سویس د مرستندویې موسسې د افغانستان د دفتر مسووله ده.

د حکومت یوه ویاند متیاس هیرفهیرفیلت د هالنډ ټیلګراف ورځپاڼې ته وویل چې په کابل کې برمته شوې ښځه له ۱۳ کلونو راهیسي په افغانستان کې اوسي او له یو کال راهیسي د عملیاتي چارو مسووله وه.

د هغې د تښتول کېدو خبر نن سهار لومړی افغان رسنیو خپور کړ چې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړ.

په کابل کې یوه بهرني ژورنالیست سون اینګل راسموسن په ټویټر کې لیکلي چې هالنډۍ ښځه د کابل په هغه مېنه کې تښتول شوې چې بهرنیان پکې زیات اوسي.

دا له ډېرې مودې وروسته په کابل کې د یوې بهرنۍ د تښتول کېدو لومړۍ پېښه ده.

تراوسه پوري طالبانو او کومې بلې ډلې د دې ښځې د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په دې پېښه کې د جنایتکارو ډلو د لاس لرلو احتمال زیات ښکاري. جنایتکاران عموماً د پيسو د ترلاسه کولو لپاره شتمن کسان او بهرنیان برمته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *