استاد احمل ښکلی

تجنيس په لفطي صنايو کې راځي. لفظي صنايع د دوديزې بديع دويمه برخه ده، چې پر الفاظو يا د کلمو پر ظاهري اړخ باندې خبرې کوي.

موږ ته کلمه او لفظ مترادف ښکاري؛ خو په بېلابېلو متونو کې يې له کارونې پوهېږو، چې کلمه د يوه ويي مانا ته اشاره کوي او لفظ بڼه يا شکل ښيي.

بڼه او مانا د ويي دوه اړخه دي، چې انکار ترې شونى نه دى. هره ژبه د خپلو غږونو لپاره بڼې يا توري(ګرافيمونه) لري. د اوازونو مجموعې ته کلمه ويلاى شو او د توريو ټولګې ته لفظ.

د عامې ژبپوهنې پر بنسټ د يوې کلمې درې اړخه وي، يو يې بڼه، چې دال ورته وايي او د يوه څيز استازي کوي، بل زموږ په ذهن کې د هغه څيز موجود تصور، چې مدلول ورته وايي او بل په طبعيت کې موجود پخپله هغه څيز، چې مصداق ورته وايي.

رغښتوالو(سټرکچرليستانو) په ژبه کې له مصداقه انکار وکړ او ويې ويل، چې ژبه خپلواک نظام دى، چې بهرنيو واقعيتونو ته اړه نه ده، بلکې بهرني واقعيتونه د بيان لپاره ژبې ته اړ دي.

زموږ بديع دويمې برخې ته لفظي صنايع ويلې ده. د دې صنعتونو اهميت دا دى، چې په کلام کې موسيقي پيدا کوي او موسيقي د عواطفو يا کيفيتونو په دقيق انتقال کې مرسته کوي او لوستونکى ترې خوند اخلي.

موسيقي له لفظ يا د کلمې له بڼي څخه نه راپيدا کېږي، بلکې د يو ډول يا ورته اوازونو، مورفيمونو، کلمو، غونډونو او جملو له تلفظ او ويلو نه راپيدا کېږي او دا د دوديزې بديع په اساسي تېروتنو کې راځي. دوديزه بديع د همدې تېروتنې پر بنسټ په تلفظي صنايعو کې منقوط، نامنقوط او توشيح هم په صنعتونو کې شمېري، چې اصلا په صنعتونو کې نه راځي يا به ښايي پخوانو د کلمو له بڼو هم خوند اخيسته او په کوم شعر کې به چې د کلمو له پاسه نقطې راغلې وې؛ نو فوق النقاط صنعت به يې باله.

لوستونکى چې په شعر کې د اوازونو يا کلمو تکرار ولولي يا واوري؛ نو خوند ترې واخلي. چې د اوازونو، يا لفظونو يا…تکرار په لوست يا اورېدو پورې تړلي وي، بيا خو د لفظي صنايعو پر ځاى، ورته تلفظي صنايع ويل غوره برېښي. په دې برخه کې موږ کوشش کوو، چې د لفظ او شکل پرځاى د تلفظ کلمه وکاروو.

نو ويلاى شو، چې د يوې کلمې څلور اړخونه وي، يو يې بڼه، بل يې تلفظ، چې دال ورته ويلاى شو او چې دقت وکړو، د کلمې بڼه دال نه، دال همدا د کلمې تلفظ دى، درېيم اړخ د هغه څيز تصور او څلورم په طبيعت کې موجود هغه څيز.

د بديع دا برخه له تجنيس نه پيلېږي او تجنيس د متجانسو کلمو کارونې ته وايي، چې د مترادفو پر خلاف يې تلفظونه يوشان وي؛ خو ماناوې يې يو نه وي.

له کلمو نه چې د تلفظي صنايعو برخه پيل کړو، نو د اوازونو د تکرار برخه رانه پاتېږي. زموږ بديع د اوازونو د تکرار اهميت ته قايله نه ده، ځکه پرې بحث نه کوي. پخپله متجانسې کلمې هم د غږونو پر تکرار ولاړې دي؛ خو څرنګه چې هغه منظمې کلمې جوړوي؛ نو ښه ده، چې د کلمو په تکرار کې پرې بحث وشي.

د غږونو له مجرد او منظم او نامنظم تکرار نه هم په کلام کې موسيقي پيدا کېږي او دا موسيقي په شعر کې خوند پيدا کوي او د شاعر د ويرې، درد، خوښۍ، خونديتوب او…حالت راته باندې لمس کوي يا حس کوي. د غږونو د داسې تکرار ډېرې بېلګې په خپله شاعرۍ کې پيدا کولاى شو. يواځې د پيرمحمد کاروان شاعري د يو ډول يا ورته غږونو د تکرار خزانه ده، چې د نوموړي په شاعرۍ کې يې خوند پيدا کړى او د سبک مهمه ځانګړنه يې ده.

تر غږونو وروسته د اوسنۍ تشريحي ژبپوهنې پر بنسټ د مورفيمونو تکرار ته اشاره پکار وه. تړلي مورفيمونه چې په کلمو کې نه راځي، د کلمو په تکرار کې پرې بحث سم نه دى؛ خو که مستقل مورفيمونه د کلمو په بحث کې راشي، پروا نه کوي.

په تلفظي صنايعو کې په دوديزه بديع کې ډېري ګډوډۍ دي. هڅه به مو دا وي، چې د تلفظ او نوې ژبپوهنې پر بنسټ يې سمې کړو.

د تلفظي صنايعو پيل د بديع په ځينو کتابنو کې پر تجنيس او په ځينو کې په سجع کېږي. سجع يې له تجنيسه په دې بېله کړې، چې سجع ښايي په يوه شعر کې قافيه وي؛ خو تجنيس قافيه نه وي. که د تلفظي صنايعو له اصولو او د تلفظ له نظره ورته وګورو؛ نو سجع هم په بشپړ يا نيمګړي تجنيس کې راوستاى شو او دومره پراخول يې د تلفظي صنايعو درک سختوي.

بديع له تجنيس سره څه نا څه خواري کړې؛ خو د تجنيس پر اهميت يې خبرې نه دي کړې، چې د تجنيس کارونه څه ګټه لري. موږ ورته پاس څه نا څه اشاره وکړه، چې په کلام کې موسيقي او په تلفظ کې يې خوند او رواني پيدا کوي.

پر اووه ډوله د تجنيس وېش د تجنيس درک او اهميت اغېزمن کړى او که دقيق شو، د تجنيس دا ټول ډولونه صرف په دوه ډوله کې رانغښتى شو، چې يوه ته تام(بشپړ) او بل ته ناقص(نيمګړى) تجنس وايو. دلته زموږ معيار د (متجانسو کلمو) تلفظ دى او که دا معيار وکاروو؛ نو د ساده، مرکب، خطي او د تجنيس د نورو ډولونو وېش راته بېځايه ښکاري، ځکه که کلمه ساده وي، که مرکبه، که مکرره وي، که نامکرره، که د اوازونو وتوځي(مخرجونه) يې سره لرې وي، که نېژدې؛ خو چې تلفظ يې يو يا ورته وي، بس تجنيس دى. په علم کې ډلبندي د اسانۍ لپاره وي؛ خو د تجنيس ډلبندي پېچلتيا پيدا کړې، ځکه يو تجنيس ښايي په يوه وخت هم يو تجنيس هم ناقص وي، هم مرفو يا بل.

زموږ بديع د تجنيس لومړى ډول تام تجنيس په دوه ډوله ويشلى دى، چې که دواړه متجانسې کلمې نومونه يا فعلونه وي، مماثل تجنيس يې بولي او که يوه نوم وي او بله فعل؛ نو بيا ورته مستوفى تجنيس وايي. کلمه د وييپوهنې د بحث واحد دى او د فعل بحث د نحوې په حدودو کې راځي، ځکه نو د کلمو په بحث کې د نحوې بحث ډېر دقيق نه دى. بل دا چې په تجنيس کې زموږ د کلمو تلفظ پکار دى، چې په کلام کې خوند پيدا کوي، له نومتوب(اسميت) او فعليت سره يې زموږ کار نشته. داسې نو پر دوه ډوله د بشپړ(تام) تجنيس وېش چندان سودمن نه ښکاري.

زموږ بديع عموما د تجنيس په بحث کې ډېر بېخونده مثالونه راوړي دي، چې په شعريت کې يې د تجنيس نقش کمزورى ښودلى دى. د همدغو کمزورو بېلګو له امله کله ناکله لوستونکى د تجنيس پر اهميت شکمن شي.

د تجنيس دويم ډول يې نيمګړى(ناقص) تجنيس ښودلى دى او ويلي يې دي، چي متجانسې کلمې پکې د حرکتونو له مخې توپير ولري.

بديع موږ ته له عربي نه راغلې. په پخواني عربي ګرامرونو کې يې زور، زېر او پېښ ته حرکتونه او الف، واو، يا ته يې حروف علت ويل؛ خو اوسني ګرامرونه د حرکتونو په نامه څه نه پېژني او نه اوازونو ته حروف وايي. ښايي په عربي کلمو کې د حرکتونو اصطلاح د تلفظ د اسانۍ لپاره عجمو رامنځته کړې وي. د عربي په پخوانيو ګرامرونو کې حرکتونه هغه وو، چې په عربي ليکدود کې يې خپل بېل حروف(ګرافيمونه)نه لرل او حروف علت يې هغو ته ويل، چې خپل بېل توري يې لرل او په ليک کې خلکو ليدل او لوستل. د عربي ليکدود له دې نيمګړتيا نه دا ورانپوهاوى وزيږېد، چې حرکتونه يې د نورو صامتو؟(کانسونانټونو) حرکتونه بلل؛ خو حروف علت يې مستقل اوازونه. اوسنۍ تشريحي ژبپوهنه راته وايي، چې حرکتونه هم لنډ خپلواکغږونه(واولونه) او بېل اوازونه دي، چې له بېواکغږونو(کانسونانټونو) سره د څپو په جوړولو کې مرسته کوي او د څپو زړى کېږي.

په دې توګه د ناقص تجنيس اصطلاح سمه ده؛ خو تعريف يې سم نه دى، ځکه د پسته(pasta) او پسته(pista) ترمنځ پوره د يوه غږ توپير دى. همداسې زايد تجنيس هم په ناقص تجنيس کې راتلاى شي، چې په متجانسو کلمو کې په يوه کې يو تورى زيات وي؛ خو دا پخپله د متجانسو کلمو تناقص ښيي، چې د بشپړ(تام) تجنيس پرخلاف بېخي يو شى نه وي.

د زايد تجنيس نومونه(اصطلاح) چې سړي ته اضافي ښکاري، يوه بله نيمګړتيا هم لري او هغه دا چې بديع وايي، چي په زايد تجنيس کې په يوه متجانسه کلمه کې يو تورى زيات وي؛ خو بېلګې يې د دوو او درو توريو ورکړي دي. مثلا: د خوشال بيت دى:

د جهان په مخ به ډېر وي ښه مخونه

ولې زړه مې ستا و مخ ته وکړه خونه

په پورته بيت کې پر تجنيس سربېره د (خ)، (ښ) او (و) تکرار هم خوند پيدا کړى؛ خو د مخونه او خونه ترمنځ په فونيټيکه بڼه کې د دوو توريو توپير وينو. مخونه، m∂xuna او خونه، xuna ده، چې په لومړۍ کلمه کې (m) او (∂) زيات دي. همداسې د قامت او قيامت، رنګينه او نګينه او ملنګ او لنګ کلمې هم دي. اوس به دا ډېر سادتوب وي، چې څوک ووايي، چي په عربي ليکدود کې يې يو تورى زيات دى؛ نو دا خو د عربي ليکدود نيمګړتيا ده او زموږ له ليکدود يا د کلمو له کتو سره څه کار دى، په تجنيس کې زموږ کار د متجانسو کلمو له تلفظ سره دى او په تلفظي بڼه کې ښکاره وينو، چې دوه توري زيات دي.

چې زايد په نيمګړي(زايد) تجنيس کې وشميرو، بيا نو د زايد تجنيس د ډولونو اهميت هم نه پاتې کېږي، چې که په پيل کې يو تورى زيات وي، مزيد، که پاى کې وي، مذيل او که منځ کې وي منځوال ورته وايي.

مرکب تجنيس بديع هغه ته وايي چې يوه متجانسه کلمه ساده او بله مرکبه وي. بديع د مرکبو کلمو په شناخت کې هم څه نا څه تېروتې ده. مثلا: اوربل(پېکى) يې له (اوربل) سره په همدې مثال کې راوړى، چې دويم اور بل هله توصيفي ترکيب کېداى شو، چې (بل) ترې مخکې راغلى واى. همداسې نظرباز او نظر، باز په لاندې بېلګه کې:

لکه کاندي په کوترو نظر، باز

داسې زه يم د دلبرو نظرباز

لومړى مرکب بلل شوى، چې ترکيب نه دى.

مرکب تجنيس په درو ډولو ويشل شوى، چې متشابه، مفروق او مرفو تجنيس يې بولي. متشابه مرکب، چې متجانسين په ليکلو کې يو شان وي. مفروق مرکب، چې متجانسين په ليکلو کې يو شان نه وي او مرفو، چې په مرکب تجنيس کې مرکبه متجانسه کلمه يو غږ بهر پاتې شي. لومړي دوه خو د کلمې په شکل پورې تړلى دى، چې د تجنيس له اصلې بحث سره چندان ارتباط نه لري. په تجنيس کې همدومره بس ده، چې تلفظ يې سره يو شى يا ورته وي.

مکرر تجنيس د دوديزې بديع بل ډول دى، چې دويمه متجانسه کلمه د لومړۍ د يوې برخې پرله پسې تکرار وي، چې کله يې د وروستۍ متجانسې کلمې د منځ توري توپير وي، چې دا هم په نيمګړي تجنيس کې په اسانه راتلاى شي.

همدارنګه مطرف تجنيس هغه دى، چې متجانسې کلمې نورې يو رنګه وي؛ خو په يوه اواز کې سره توپير ولري. د دې دوو اوازو وتوځي که سره نېژدې وي، مضارع، ګنې لاحق مطرف تجنيس يې بولي.

بل ډول خطي تجنيس دى، چې يوه متجانسه کلمه له بلې سره په ټکو کې توپير ولري، چې دا بېخې له تجنيس سره سرسري چلند دى.

داسې نو تجنيس لفظي نه، تلفظي صنعت دى، د نوي ګرامر له مخې ورسره چلند پکار دى او د درک د اسانۍ لپاره يې يواځې د بشپړ او نيمګړي تجنيس په دوه ډوله ويشلاى شو.

————————-

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *