دوشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۴ (22 June 2015)
- جمهور رئیس غني: د جمهور رئیس په شمول لوړ پوړي دولتي چارواکي نه شي کولای چې د ملي امنیت په روغتون کې په وړیا ډول د خپلې کورنۍ د غړو درملنه وکړي
جمهور رئیس غني د دې ترڅنګ چې ټپیانو او ناروغانو ته یې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه، د ملي امنیت روغتون مسوولینو او طبي پرسونل ته یې لارښوونه وکړه چې د دغو ټپیانو او ناروغانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي او په سمه توګه د هغوی د روغتیا څارنه او پالنه وکړي. جمهور رئیس غني وویل:
- زه غواړم دغه روغتون ته د خپلې ترور د درملنې په بدل کې د څلور سوه دوه اتیا زره شپږ سوه پنځلس افغانیو په ورکولو سره چې پر هغې مرحومې په همدغه اندازه لګښت راغلي وه، په دغه روغتون کې موجود رسم ته بدلون ورکړم.
- دلته له پخوا څخه داسې رسم پاتې شوی چې د دولت د لوړ پوړو چارواکو د کورني غړو به په دغه روغتون کې د درملنې په بدل کې پیسې نه ورکولې خو له دې وروسته باید دوی په رضاکارانه ډول د درملنې په بدل کې دغه روغتون ته پیسې ورکړي ترڅو له دې لارې دغه روغتون وکولای شي د ملي امنیت هغه کار کوونکي چې له دښمن سره په جګړه کې ټپي کېږي په ښه ډول تداوي کړي.
- له دې وروسته د لوړ پوړو چارواکو د کورني غړي او خپلوان چې د ملي امنیت روغتون ته د درملنې په موخه مراجعه کوي او د فیس د ورکولو توان هم لري باید فیس ورکړي.
- جمهور رئیس غني: حکومت باید د کډوالو تدریجي او اجباري راتګ ته پوره چمتووالی ولري
د مهاجرینو چارو عالي کمیسیون د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني په مشري نن په ارګ کې غونډه وکړه. د کمیسیون په غونډه کې لومړی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت راپور واورول شو. د راپور پر بنسټ یوازې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال په پرتله دوه چنده افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد راپور پر اساس پاکستان د شاوخوا یو ملیون نا رجسټر شویو کډوالو ثبتول پیل کړي دي. په راپور کې دا هم راغلي وو چې ایران ته د جمهور رئیس تر سفر وروسته په هغه هېواد کې د کډوالو لپاره اسانتیاوې نسبتاً ښې شوي او افغان ماشومانو ته د زده کړې حق ورکول شوی دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل، له ایران سره د کډوالو د کارتونو د تمدید، د نامدرکه کډوالو د ثبت ، د محکومو کډوالو لپاره د مجازاتو د تخفیف او عفوې ، صحي بیمې او د اسنادو له فسخې پرته د کډوالو د تګ راتګ د اسانتیاو په برخه کې بحثونه روان دي. نوموړي د داخلي بې ځایه شویو د اصلي او فعلي موقعیتونو په برخه کې د روانو سروې ګانو یادونه هم وکړه. جمهور رئیس د مهاجرینو په برخه کې د ۱۳۸۴ کال ۱۰۴ فرمان نیمګړی وباله او د هغه بیا کتنه یې اړینه وبلله. نوموړي وویل، د افغانستان حکومت باید د کډوالو تدریجي او اجباري راتګ ته پوره چمتووالی ولري، چې د دوی د راتګ په نتیجه کې نظم او خدمات اخلال نشي او نه هم په ښارونو باندې فشار زیات شي. جمهور رئیس محمداشرف غني د راپور له اورېدلو وروسته د کډوالو د را ستنېدو پرمهال د روغتیایي خدماتو د برابرولو لپاره د صحي بیمې په برخه کې د یو ښه سیستم جوړول مهم وبلل او د عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې د هېواد له لویو روغتونونو څخه دې یو روغتون د ملي امنیت روغتون سره په ګډه د بیمې یو ثابت سیستم رامنځته کړي. جمهور رئیس وویل، د کور جوړولو په برخه کې له بېلابېلو شرکتونو سره خبرې شوي او ګورو چې کومې کمپنۍ د کور جوړولو ارزانه او چټکې اسانتیاوې برابرولای شي.