تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د ودانۍ ساتونکي عیسي خان، چې پر ولسي جرګې یې شپږ وسله وال حمله کوونکي وووژل او د ولسي جرګې غړي یې له احتمالي مرګه وژغورل، وستایه.

ولسمشر غني نن عیسي خان خپل دفتر ته وروباله او د زړه ورتیا او اتلولۍ په خاطر یې یو نوی کور وروباخښه.

ولسمشر غني سهار په ټویټر کې لیکلي:«ما خپل اتل، ښاغلی عیسي خان خپل دفتر ته راوباله، زه د ده په عزم او اتلولۍ ویاړم. ده ته یو نوی کور د جایزې په توګه ورکوم.»

له بلې خوا د ولسي جرګې غړیو له حکومت څخه وغوښتل چې عیسي خان ته ترفیع ورکړي.

د ولسي جرګې غړیو ژمنه وکړه چې عیسي خان ته به د نغدو پیسو جایزه ورکړي.

عیسي خان، چې د ملي اردو سرتېری دی، د دوشنبې په ورځ وروسته له دې چې یوه ځانمرګي د ولسي جرګې دروازې ته نژدې موټربمي چاودنه وکړه، شپږ نور انتحاریان پرې نښودل چې د ولسي جرګې ودانۍ ته ننوځي. ده یو – یو وویشت او پر ولسي جرګې یې د انتحاریانو د حملان پلان ناکام کړ.

هماغسي چې په ویدیوګانو کې هم څرګندېږي، ده د ولسي جرګې په دروازه کې مورچه ونیوله او بې له دې چې د انتحاریانو ورپام شي، پر هغوی یې په خورا خونسردۍ ډزې کولې.

د عیسي خان هیڅ مرمۍ بې هدفه ونه لګېده. دې وايي:«ما خپله هیڅ مرمۍ ضایع نه کړه.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *