نېټه: د چنګاښ ۳مه ۱۳۹۴ل
د ژوند خيريه ټولنې رهبرۍ او رضاکارانو د چنګاښ په۳مه، په جلال اباد ښار کې له دېرش بېوزله کورنيو سره د خوراکي او غېرې خوارکي توکو مرسته وکړه.
د ژوند خیريه ټولنې رضاکار اکرام الله اکرام په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وويل، چې دغه توکي د بېلا بېلو ولسواليو بې سرپرسته کورنيو ته د روژې مبارکې مياشتې په وياړ ورکړل شول.
اکرام وويل په دې توکو کې يوه بورې وړه، يوه توړه اوله سېله وريجې، يوه بوشکه ۱۶ ليټره غوړي، دوه منه بوره، يو من لوبیا، يو من چړڼه دال ،دوه کيلو شين چای ، څلور پاکټه خُرما، دوه بوتله روح افزا شربت، پنځه پاکټه مالګه،دوه پاکټه خمیرمايه، يو غټ کارتن د کالو مينځلو صابون،د ځان منځلو شامپو، صابون او نور شامل دي.
نوموړي زياته کړه: (( دا توکي د کابو دوه سوه زره افغانيو په لګښت پېرل شوي، چې هرې کورنۍ ته يې د ورکړل شویو توکو بيه ۶۵۷۰ افغانۍ کېږي.))
اکرام وويل: ((دا مالي مرسته په کور دننه او بهر ېو شمېر سوداګرو او با احساسه افغانانو موږ ته رالېږلې او موږ په پوره امانت سره بې وزلو کورنيو ته پرې توکي راونيول.))
د يادې ټولنې غړو او رضاکارانو په دې غونډه کې پر مالي سوداګرو او شتمتو خلک غږ وکړ، چې د بېوزله کورنيو په لاسنيوي کې له ژوند خيريه ټولنې سره مرسته وکړي.
شېررحمان چې د يوې بې سرپرسته کورنۍ په استازيتوب یې يادې مرستې ترلاسه کړې، وويل: (( د ژوند خيريه ټولنې هڅې ستايو او مننه ترې کوم چې د روژې په مياشت کې یې له بېوزلو سره مرسته وکړه.))
نوموړي هيله وکړه، چې شمتن خلک بايد خپلې مرسته له دغسو ټولنو سره وکړي، څو په سمه توګه يې اړمنو ته ورسوي.
ژوند خيريه ټولنې تر دې مخکې هم لسکونه بې وزلو کورنيو د ورته توکو د مرستو وېشلو تر څنګ په بېلا بېلو ولايتونو کې د تلسيميا او نورو ناروغانو ته د خپلو رضاکارانو په مرسته لږ تر لږه ۲سوه زره سي سي وينه برابره کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرکزي دفتر : D 15 /16 سلطان زی مارکیټ، مرکزي درمسال ته څېرمه، جلال آباد – افغانستان
وېبپاڼه: www.zhwand.af
برېښلیک: [email protected] / [email protected]
اړيکشمېره : ۰۷۷۱۱۰۴۲۴۳