زاهدالله ځلاند-
په چین کې د دغه جشن پر ضد د پراخه آنلاین او سړک پر غاړه لاریونونو سربېره بیا هم د سپیو د غوښې یاد جشن جوړېږي.
دا جشن چې د یولین په نامه یادېږي، د چین په ګوانګزي ولایت کې ورته چمتووالی نیول شوی دی.
د دغه جشن لپاره مخکې له مخکې له زرهاوو سپيو سرونه پرې شوي دي.
د څارویو د حقونو نړیوالې ادارې او مدافعین دغه کار په کلکه غندي او خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.