تاند- د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ او په نتیجه کې د ۷۸۰ تنو له مړینې وروسته نن په دغه ستر ښار کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

د سند ایالت په نورو برخو کې لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي دي. په دې توګه د وروستۍ ګرمۍ له کبله په سند ایالت کې مړو شویو کسانو شمېر تر ۸۰۰ تنو اوړي.

د سند ایالت په ټولو روغتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او حکومت خلکو ته پر له پسې ډاډ ورکوي چې ګرمي ځپلیو ته درمل او نور اړتیا وړ شیان رسوي.

ویل شوي چې د تودوښې (تودوخې) درجه د سانتي ګراد تر ۴۹ پوري رسېږي او له همدې کبله نن عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

د سند د ایالتي حکومت د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن وویل، رخصتي د دې لپاره اعلان شوې چې خلک له کورونو ونه وځي.

د دې ایالت د روغتیا وزارت وویل چې نن هم یو شمېر کسان د ګرمۍ په وجه مړه شوي دي.

د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د ګرمۍ په وروستۍ څپه کې، چې له څلورو ورځو راهیسي دوام لري، د مړو شویو کسانو شمېر ۷۸۱ تنو ته رسېدلی دی او د سلګونو نورو لمر وهلو او ګرمي ځپلو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د کراچۍ ترڅنګ د سند ایالت په جېکب اباد، شکارپور او لاړکانه کې هم ډېر خلک ګرمۍ وهلي دي.

د کراچۍ ښار یوازې په یوه روغتون کې د ثبت شویو مړیو شمېر ۲۷۹ تنه ښودل شوی دی.

د هوا د تودېدو ترڅنګ د برېښنا پرچاوې هم سبب شوې چې د تودښې په وجه تلفات زیات شي.

په پاکستان کې ښارونه ورځ په ورځ پراخیږي، خو نه دې ته پام کېږي چې څه ډول به ښاري خدمات ورته برابرېږي او نه شنې فضا ته توجه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *