خبرپاڼه
تاریخ: 3 سرطان ۱۳۹۴
کابل افغانستان – قصر سپیدار: د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ کي د افغان محصلینو د فکري ډلي له مشرتابه او غړو سره وکتل.
د افغان محصلینو د فکري ډلي غړو اجرائیه رئیس ته د خپلو ستونزو او خنډونو په اړه معلومات ورکړل او د هیواد په کچه یې خپل پرمختیايي او اصلاحي فعالیتونه او پلانونه تشریح کړل.
هغوی له اجرائیه رئیسه وغوښتل، چي د حکومتدارۍ د ښه کېدو او ځوانانو ته د نوري توجه په خاطر دي په حکومتي پوسټونو کي د ځوانانو ونډه زیاته او یوه روښانه آینده دې تضمین کړي.
د افغان محصلینو د فکري ډلي غړو همداراز د لوړو زدکړو په برخه کي د بهرنیو هیوادونو تحصیلي بورسونو ته په اشارې سره وویل، چي دې برخه کي دي مساوات مراعت او په معیارونو برابر خلک دي ولېږل سي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس د افغان محصلینو د فکري ډلي له غړو سره په کتنه کي د هیواد په سیاسي او ټولنیزو مسایلو کي د هغوی د فعاله حضور له خاطره مننه وکړه او هغوی یې په یادو برخو کي نور کار ته وهڅول.
نوموړي وویل، حکومت له ژمني سره سم، په مهمو دولتي پوسټونو کي د ځوانانو راتګ ته زمینه سازي کوي او په دې اړه یې له وړاندي هم عملي ګامونه پورته کړي دي.
هغه زیاته کړه، چي حکومت کي به د ځوانانو ونډه نوره هم زیاته او ستونزو ته به یې یو په یوه رسیدګي وسي.
د هیواد اجرائیه رئیس په ننۍ جلسه کي ځوانانو ته وویل، چي د لوړو زدکړو وزارت او نوري اړوندي ادارې په ټول توان سره د بورسونو پر مساوي وېش او سمون کار کوي او یوازي پر شرایطو برابر کسان به له دې لاري په بهر کي د لوړو زدکړو چانس تر لاسه کوي.
نوموړي په ننۍ جلسه کي د هیواد د اوسنۍ سیاسي او اقتصادي اوضاع په اړه هم د افغان محصلینو له استازو سره تفصیلي خبري وکړې او هغوی یې تشویق کړل، چي له حکومت سره د خلکو د همکارۍ لپاره کار وکړي.