زاهدالله ځلاند –
په مصر کې لرغونپوهانو د یوې پلټنې په ترڅ کې د سپیو یو ډله ییز قبر موندلی. د دوی په وینا په دغه قبر کې اته ملیونه سپي ښخ شوي دي.
دغه مومیايي شوي سپي په یو (۱۴۰x ۱۷۳) متره اوږد قبر کې په سقاره سیمه کې، د انوبېس معبد ته نږدې موندل شوي دي.
لرغونپوهان وایي چې په دوی کې دوه سپي، په لوښو کې ښخ شوي چې لرغونتوب یې شاوخوا (۳۰۰۰) کلونو ته رسېږي.