سید حبیب وردک

پسونه د انسانانو د ژوند د اړتیا د پوره کولو لپاره پیدا شوي دي او همدا شان انسانان د پسونو روزنه او ساتنه کوي په عمومي ډول کله چې د دوی د یو ځای ژوند تیرولو او بقا خبره مطرح کیږي نو د دوی موجودیت یو د بل لپاره لازمي ګڼل کیږي چې په داسې حالاتو کې ضرور ده یو د دوی څخه رهبر واوسي خو دا روښانه ده چې انسان د شپون په صفت هر وخت د پسونو د رمې د ساتنې مسؤلیت لري.

د مثال په ډول کله چې د پسونو یو کوچنی ګروپ تر خطر لاندې راشي نو باید چې شپون مخکې شي او دا ګروپ په داسې ډول رهبري کړي چې له ټولې رمې سره یو ځای د یو مصؤن هدف په لوري ولاړ شي.

طبیعیي ده چې د خلکو ټیم یا ډله د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو او خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره را منځته کیږي او دا یو روښانه حقیقت دی چې د یو ګروپ هدف د یو فرد له هدف څخه قوي او لوړ دی، خلک د یو خاص هدف د تر لاسه کولو لپاره یو ګروپ جوړوي معمولا ګروپونه د ستونزو د پیښېدو څخه د مخه او یا وروسته د ستونزو د حل په موخه جوړیږي.

هغه خلک چې معمولا د ساري ناروغیو، د جګړې د ناورین، جنګي جرایمو، روغتیایي خدماتو او د بې سوادی د بحران تر فشار لاندې د ژوندانه په آخري سلګیو کې ژوند تیروي د هغوی هدف تر هغه خلکو چې په آرامه فضا کې ژوند کوي ډیر ارزښتمند او لوړ دی.

پداسې حال کې چې دا یو منل شوی اصل دی چې هیڅوک هم په طبیعی ډول بحران ته ښه راغلاست نه وايي ولې که چیرته موږ ورسره مخامخ کیږو موږ باید د بحران د حل لارې چارې ولټوو هغه د حل لپاره یو قوي ټیم جوړ کړو خو دا نه یوازې د ستونزو د پیښیدو وروسته بلکه د ستونزو د واقع کیدو تر مخه هم باید لازمه آمادګی ونیول شي.

نو که چیرته تاسې د بحران د مخنیوي د یوې ډلې مشري په غاړه ولرئ نو لاندې لارې چارې باید زده کړئ څو د بحران د مخنیوی لپاره سالم مدیریت ولرئ او له مشکل سره لاس او ګریوان نشئ:

  1. بحران باید وپیژندل شي او د بحران تحلیل ته وخت ځانګړی کړی د بحران د لاښه مدیریت لپاره د خپل ټیم ضعیفې او مثبتې نقطې وارزوی، خپله کاري ډله وپيژنی چې څوک عادي کار کولای شي څوک د نورو د ژوند د خوندیتوب صلاحیت لري او څوک د ټیم د کامیابولو او د بحران د کنترول صلاحیت لري.
  2. کله چې د بحران مرحله تیره شي نو خپله کاري ډله باید په انفرادي او ګروپي ډول سره وارزول شي چې د خپلو صلاحیتونو په محدوده کې یې خپل مسؤلیتونه په څه ډول سره تر سره کړي دي، کوم څوک په راتلونکي کې څه ډول امکاناتو ته ضرورت لري دوی باید د راتلونکي بحران او فشار په اړه خپله لازمه آمادګي او ستونزې شریکې کړي، و هڅول شي تر څو د بحران د مخنیوي تجربې له خپلې ډلې سره شریکې کړي.
  3. د یو رهبر په ټوګه د بحران څخه وروسته باید له خپل ټیم سره بحث وشي او د هغوی ټول ترسره شوي کارونه و څارل شي چې کوم کارونه چې لازم ګڼل کیږي او لا دوی د هغو تر سره کولو ته چمتو نه دي په راتلونکې کې د هغه د ترسره کولو په اړه ورته لازم هدایت وشي تر څو د لا ښه مدیریت لپاره آماده واوسي.
  4. په عادي حالاتو کې لازمه ده خپل ټیم ته باید داسې چارې ور وسپارل شي چې د دوی له ورځنیو عادي چارو سره توپير ولري او دوی د ورځني عادي حالت څخه راوباسي او له خنډونو سره یې مخامخ کړي، لازمه نه ده چې دوی د نوموړي مسؤلیتونه په بریالی ټوګه سره تر سره کړي بلکه په دې کارونو سره د دوي د ضعف او قوت ټکي روښانه او په راتلونکې ور څخه استفاده وشي.
  5. لازمه نه ده د هر کار لپاره یوازې عین شخص چې تر ټول زیات بریالی وي و ټاکل شي تاسې کولای شی د هر جلا بحران د کنترول لپاره جلا کس وټاکی،کوشش وکړي چې پلان او مهال ویش ورته جوړ نه کړي چې باید کوم کارونه تر سره کړي، دوی ته یوازې هدف و ټاکی پریږدی چې دوی یې د کومو وسایلو او لارو چارو له لارې ټاکل شوی هدف تر لاسه کوي، چې په دې سره د دوی تفکر او تخلیق مهارت معلومیدای شي چې باید په راتلونکې کې ترینه استفاده وشي.
  6. په پای کې پریږدی چې خلک وپوهیږي چې تاسې د هغوی هغه اشتباهات چې د اصلاح وړ دي د منلو وړتیا لری او کولای شی دوی په سمه لار باندې لارښوونه وکړی او دوی باید پوه شي چې ددوی ناکامه تجربې او اشتباهات د دوی د ژوند د پرمختګ او ودې سبب ګرځي خپل ټیم ددوی د وړتیا پر اساس د ټاکل شوي هدف په لوري رهبري کړی بدون له دې څخه چې د ناکامی ویره وکړی.

انسانان د ستونزو په منځ کې پخیږي او هملته نورې نوې لارې چارې زده کوي له خپل ټیم پوښتنه وکړی چې ددوی د ژوند تر ټولو سخت ترینه شيبې کومې وې؟ او څنګه یې و کولای شو په هغه باندې برلاسي شي؟ او د دویم ځل مخامخ کیدو سره یې څرنګه برخورد ورسره وکړ؟.

په عادي حالاتو کې هیڅوک پرمختګ نشي کولای تر څو نوې تجربې تر سره نکړي نوي شی زده کولای نشي موږ هغه وخت زده کولای شو چې له ستونزو سره مخامخ شو تر فشار لاندې راشو او بالاخره مجبور شو چې باید ژوندي پاته شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *