د پوهنې مخکینی وزیر ډاکتر غلام فاروق وردګ چې نږدې ۷ کاله یې د پوهنې چارې مدیریت کړې اوس، چې د سیاسي صحنې د باندې دی، پرې د فساد پراخ تورونه لګېدلي.

د سیګار په نوي راپور کې، چې فاروق وردګ یې یوازې یو لیک بولي، ادعا شوې چې په پوهنې وزارت کې (۸۰۰) میلون ډالر اختلاس شوی.

د راپور په وینا په یو شمېر ولایتونو کې د پوهنې وزارت په تشکیل کې ډېر داسې ښوونځي شته چې له سره جوړ شوي نه دي، خو په تشکیل کې یې پیسې اخیستل شوي دي.

وردګ له یو شمېر رسنیو سره دغه ډول څرګندونې رد کړي او د سیګار خپور شوی راپور یې بې بنسټه بللی دی.

له دې سره هغه ویلي چې د امریکا پراختیایي ادارې د پوهنې له وزارت سره یو امریکایي ډالر هم مرسته نه ده کړې او که یې کړې د دوی په قراردادیانو پورې تړاو لري چې دوی ته یې مسولیت نه مخامخ کېږي.

ښاغلي وردګ په تېرو څو کلونو کې د پوهنې د پراختیا په برخه کې نړیوالو ته د مرستې زیات لاسونه اوږده کړل چې اوس مهال یې پایله دا ده چې څه باندې یوولس ملیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي او زرګونه ښوونکي په دندو بوخت او له دې لارې حلاله نفقه پیداکوي.

ده د قومي مشرانو په همکارۍ شوراګانې هم جوړې کړې چې له دې شورا څخه د پوهنې په اړوند زیاتوبرخو کې ترې ګټه اخیستل کېدله.

اوس د پوهنې مخکینی وزیر وایي، یو شمېر کړۍ غواړي پر دغو پرمختګونو سترګې پټې کړي او د خپل ضعف د پټولو لپاره سیاسي توطیې جوړې کړي.

د هغه په خبره، دغه دسیسې ورته د بلخ د سرپرست والي معلم عطامحمد نور له لوري جوړیږي څو له دې لارې دی له سیاسته بهر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي.

فاروق وردګ وایي، د عطا محمد نور په لاس د مالي فساد جوړه شوې دسیسه د پوهنې اوسنی وزیر ښاغلی اسدالله حنیف بلخي پلي کوي.

د پوهنې وزارت د ملي یوالي حکومت په وېش کې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په برخه رسېدلی چې اوس له دې لارې سیاسي تربګنۍ پالي.

عطامحمد نور په تېرو ۱۴ کلونوکې پرته له سوداګرۍ ملیاردر شو چې اوس ځینې په مزار کې د بلخ شهینشا بولي.

د کرزي د حکومت په والیانو کې هغه یوازینی والي دی چې څه یې په خوښه شوي کړي دي او ان د نظام پرضد یې هم ډېر څه وکړل خو د وخت چارواکو پرې سترګې پټې کړې.

د فاروق وردګ خبره ده چې د بلخ والي دی د ځان سیاسي حریف بولي نو ځکه یې هڅې پیل کړي چې شخصیت ته یې په ټولنه د والي پرمټ زیان واوړي.

نوموړي رسنیو سره په مرکو کې دا هم ویلي چې عطامحمد نور که لاس بر شي د ده په وژنه به هم بسنه ونه کړي.

ښاغلي وردک په ښکاره وویل چې د خپلو پخوانیو ملګرو سره به داځل د حکومت په مخالفت کې راڅرګند شي او سم له لاسه یې د اپوزوسیون د جوړېدو اعلان وکړ.

وردګ وویل د پاکستان سره د استخباراتي تړون لاسلیک د هېواد د پلورلو په معنا دی.

هغه وویل دغه تړون د (۷۰) ملیون ډالرو په مقابل کې لاسلیک شوی او یو څو کسانو په خپل منځ کې سره دغه پیسې وېشلي دي.

په دې کې شک نشته چې د پوهنې وزارت په ګدون په ډېر شمېر وزارتونو کې فساد شوی خو هغه څه چې ډېر مهم دي د ثبوت وړاندې کول دي.

اوس په کاره ده چې فاسد او سم سړی مالوم شي له حامد کرزي نیولې تر مرستیالانو له هغوی نیولې تر وزیرانو او له وزیرانو نیولې بیا تر والیانو باید حساب وشي.

هغه والي چې پخوا یې وچه ډوډۍ خوړله او په غرونو کې سرببر ګرځېده اوس له کوم درکه ملیاردر دی.

که داسې نه کېږي فکر کوم مونږ یو بل بحران ته ځو چې پایلې به یې ټولو ته بوږنونکې وي چې بیا به یې کابو کول معلم عطا او فاروق وردګ ته هم ګران کار وي.

د یو سوکاله او لوی افغانستان په هیله

One thought on “نور او وردک، له تورونوــ تر چیلنجونو/ ذبیح الله خورشیدي”
  1. وایی پند مده کمزاد را کمزاد اګر عاقل شود ګردن زند استاد را
    عطا محمد نور ته خو خدای ورکړی چی چور وکړی ، دولتی او د پښتنو مځکی غصب کړی، انسانان خصوصا په شمال کی پښتانه ووژنی ، پردیو ته جاسوسی وکړی.
    با خدا دادګان ستیزه مکن ، خدا دادګان را خدا داده است
    د هغه غورنیکه سلمان فارسی خو یو اصحابی و مړی یی هم زورو دی.
    یو دوه واری به کولاب ، دوشنبی ، مشهد یا قوم ته لاړشی ، زیارت به وکړی اوتوبه به وباسی. خدای به یی وبخښی. پاته شو ښاغلی فاروق وردګ که خیانت یی نه وی کړی نو را میدان ته د شی او د ځان پر ضد لګول شوی تورونه د رد او خلکو ته د قناعت ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *