افغان کرکټ ملي لوبډله له زړورو ګامونو سره د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو په لور روانه ده.

ټاکل شوې د روان م کال د جون په ۲۸ نیټه د ۱۴ هیوادونو په ګډون د سکاټلنډ او ایرلنډ په هیوادونو کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالۍ ترسره شي چې افغان کرکټ ملي لوبډله هم په دغو سیالیو کې ګډون لري. ملي لوبډله سبا له کابل څخه په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه د کوربه هیوادونو په لور روانیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي لوبډلې پلانونو او چمتووالي په اړه د معلوماتو ورکړې په موخه د مرکزي ادارې د غونډو په تالار کې یوه خبري ناسته دایره کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د عمومي رئیس مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، د اجراییوي رئیس مرستیال دوست محمد نظري، لوبډلمشر اصغر ستانکزي، د ملي لوبډلې روزونکي انډرې مولز، ملي لوبغاړو، د رسنیو همکارانو او د کرکټ بورډ کارکونکو په کې ونډه درلودله.

په پیل کې عمومي رئیس نسیم الله دانش د سفر اهمیت او دغه سفر لپاره د ملي لوبغاړو چمتووالي په اړه خبرې وکړې. دانش ووییل، “افغان کرکټ ملي لوبډله له زړورو ګامونو سره د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو په لور روانه ده. ملي لوبډله له هره اړخه چمتو او د تل په څیر به دا ځل هم په ستر همت سره نړیوال جام سیالیو ته لارموندنه وکړي.” دانش زیاته کړه چې، په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو ټاکل کیدل او له دوی سره د پخوانیو لوبغاړو شتون به د ملي لوبډلې سفر د نړیوال شل اوریز جام په لوري له هره اړخه بریالی کړي.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي رسنیو ته ووییل چې، د لوبډلې هر لوبغاړی یې له ستر مورال سره د را روانو سیالیو په لوري روان دی او وروستیو تمریناتي کمپونو د لوبغاړو پر چمتووالي مثبه اغیزه کړې ده.

د ملي لوبډلې روزونکي انډري مولز د را روانو سیالیو لپاره د لوبغاړو فزیکي او رواني چمتووالی د بریا په لور حتمي ګام وباله او زیاته یې کړه چې دوی به د هرې سیالۍ لپاره د ځانګړي پلان له مخې د لوبې ډګر ته درومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *