تاند- د بریتانیا حکومت فرانسې ته په رخصتیو تللیو بریتانیاوالو او د لاریو یا کانتینرونو چلوونکو ته سپارښتنه کړې چې د فرانسې کالې (Calais) بندري ښار ته د سفر په مهال له زیات احتیاطه کار واخلي.

د کارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا حکومت دا خبرداری د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته ورکړ چې پر اساس یې ویل شوي چې مهاجر یا پناه غوښتونکي د فرانسې د کارګرو د اعتصاب په وجه له رامنځته شوې ګډوډۍ په استفادې هڅه کوي چې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د فرانسې په کالې بندري ښارګي کې د افغانانو، کردانو، او سوریه والو په شمول د بېلابېلو هیوادونو په زرګونو کډوالو په دې تمه اړولي چې له دغه ځایه به ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

کانتینرونه د هغه تونل له لارې بریتانیا ته ځي چې سمندر تر اوبو لاندې جوړ شوی او دواړه هیوادونه سره وصلوي.

د فرانسوي کارګرو د کاربندیز له کبله د دغه تونل په دواړو خواوو کې د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (جون ۲۳) خبرداری ورکړ چې د فرانسې په کالې کې شاوخوا ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي هڅه کوي چې له ګډوډۍ او د لاریو له اوږدو کتارونو ناوړه ګټه واخلي او بریتانیا ته راشي.

په دې ویدیو کې د اعتصاب په وجه ګډوډي او د پناه غوښتونکو هڅه وینئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *