تاند- د ناټو دفاع وزیرانو نن /پنجشنبه/ د افغانستان له سرپرست دفاع وزیر محمد معصوم ستانکزي سره په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي حالاتو او د غوڅ ملاتړ په نوم د خپل نوي ماموریت پر لومړیو شپږو میاشتو غور وکړ.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د وخت او شرایطو د سخت بللو په ترڅ کې تاکید وکاوه چې افغان امنیتي ځواکونو له دغو سختیو سره اغېزمنه مقابله کړې، زړه ورتیا، عزم او ژمنتیا یې ښودلې ده.
سرمنشي تاکید وکړ چې تړون به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. ده دا هم وویل چې ناټو او متحدان به یې له افغانانو سره اوږه په اوږه ودرېږي.
د ناټو تړون وزیرانو د اصلاحاتو لپاره د افغان حکومت د لوړ پروګرام هرکلی وکړ او افغان چارواکي یې وهڅول چې اصلاحات ژر او بشپړ عملي کړي.
د ناټو سرمنشي ښاغلي ستولتنبرګ وویل چې افغان چارواکي خپل هیواد ته د سولې په راوستلو کې جدي او هوډیالي دي او دوی (ناټو) په خپلو هڅو کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.
ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«زموږ ځواکونه روزنې، سلامشورې او مرستې ته دوام ورکوي. موږ د خپل غوڅ ملاتړ د ماموریت د راتلونکې پړاو د پلان په جوړولو پیل کړی دی.»
د ناټو سرمنشي د دغه تړون د بهرنیو چارو وزیرانو د مې د میاشتې د پرېکړې د یادونې ترڅننګ، چې ویلي یې و، د غوڅ ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته به د افغان امنیتي اورګانونو ملاتړ وکړي، وویل:«موږ د دې لپاره چې د افغانستان د امنیتي ادارې لا پیاوړې کړو، د ملکي حضور په اړه د خپلې ژمنې بیا پخلی کوو.»