تاند- پاکستان د افغانستان د ولسي جرګې پر ودانۍ په حمله کې د خپل هیواد د استخباراتو د یوه مامور د لاس لرلو په اړه د افغانستان د ملي امنیت تور په کلکه رد کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دې تور هدف دا دی چې د دوو وروڼو ملتونو ترمنځ ښه کېدونکې اړیکې خرابې شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې پاکستان تروریزم، که  په هره بڼه او شکل وي، غندي او پر ضد یې د مبارزې لپاره له کابل سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند حسیب صدیقي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی ایس آی یوه مامور له حقاني شبکې سره د افغانستان پر ملي شورا په برید کې مرسته کړې ده.

په دغه برید کې دوه ملکیان ووژل شول او تر ۳۰ زیات نور ژوبل شول.

حسیب صدیقي د آی ایس د دغه مامور نوم بلال وښود. د نوموړي تخلص ته یې اشاره ونه کړه.

صدیقي وايي، هغه موټر چې انتحاري چاودنه پرې وشوه، په پېښور کې جوړ شوی و.

ده وویل چې افغان چارواکي د جون په لسمه (۱۲ ورځې وړاندې) له حملې خبر ول او په دې خاطر یې ملي شورا ته اضافي ځواکونه لېږلي ول.

صدیقي وايي چې پر ولسي جرګې د حملې پلان په پېښور کې مولوي شېرین، چې د حقاني شبکې غړی دی، د آی ایس آی د افسر بلال په مرسته جوړ کړی و.

پاکستان د افغانستان پر ولسي جرګې حمله غندلې ده. او یو شمېر پاکستاني رسنیو په دې حمله کې د هند استخباراتي اداره (را) لاس لرلو تورنه کړې ده.

3 thoughts on “پاکستان د افغانستان د ولسي جرګې په حمله کې د آی ایس آی رول رد کړ”
  1. غنی جانه خو سم صحی اعلان وکه چه داتورمخی سپی دموگ دخمنان دی ،،،،،!!!!! بس همدومره کفایت کوی چه عام خلگ خو خپل دخمن وپیزنی کنه . ته کوم وخته پوری موگک غوندی سر خوزوی راخوزوی.

  2. همدغه چی طالبان په پاکستان کی میشت دی بل لوی ثبوت ته څه اړتیا ده،چی پاکستان پر ځان تورونه نه منی!؟
    پاکستان په هیڅ وجه دا نه شی ثبوت کولای چی په پارلمان باندی په حمله کی یی لاس نه وو.دا خو معلومه خبره ده چی د افغانستان په هرکونج او کنار کی چی هر ورانۍ تر سره کیږی مسولیت یی د پاکستان ځکه دی چی طالبان په پاکستان کی اوسیږی، پاکستان خواړه، اوبه او وسله طالبانو ته تیاروی بیا نو څنګه کیدلای شی چی پاکستان انکار کوی.
    په افغانستان کی چی هر پیښه د طالبانو لخوا تر سره کیږی پاکستان پکشی شریک دی، دا ځکه چی همدغه پاکستان دی چی د طالبانو تر شا ولاړ دی.

  3. ګل ګل وایی ګلابه

    که چیری دا ځان وژونکې په خپل مقصد کې کامیاب شوی ول نو باور وکړه چی مکمل نظام به سقوط کړی وو… نو دی مسلی ته باید پوره پوره توجه وشی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *