راپور: جاويد واک –
په بلخ ولايت کې د ويښ ځوانانو غورځنګ او بلخ ادبي خوځښت لخوا د غازي عيسی خان په وياړ او د افغان امنيتي ځواکونو پر ملاتړ غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه د ۱۳۹۴ لمريز کال د چنګاښ ۵مه د بلخ ادبي خوځښت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، چې د مزارشريف په ګډون د بلخ، چاربولک او چمتال ولسواليو لسګونو ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالينواو فرهنګيانو پکې برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د ويناوو تر څنګ، د امنيتي ځواکونو په غاړو کې ګلونه واچول شول او په دويمه برخه کې د افغان ځواکونو په وياړ مشاعره ترسره شوه.
غونډې ته د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي غلام رسول ملکزي د ښه راغلاست وينا وکړه او د دغې غونډې د ترسره کېدو موخه له امنيتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ په ګوته کړ.
نوموړي زياته کړه، چې افغان ځواکونه د ډېرې ستاينې وړ دي او خلکو ته پکار ده، چې له خپلو ملي امنيتي ځواکونو څخه په بشپړ ډول ملاتړ وکړي.
هغه وويل، چې دا ډول غونډې د دولت او خلکو تر منځ د لا نږدې کېدو سبب ګرځي؛ نو ځکه دوی د هيواد له نورو مدني ټولنو او خلکو څخه هم غوښتنه کوي، چې د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ خپل غږ اوچت کړي.
د ويښ ځوانانو د غورځنګ غړي جاويد واک غونډې ته په وينا کې د غازي عيسی خان د کارکردګۍ د ستاينې تر څنګ وويل، چې د ملي ځواکونو هر سرتېری د ډېرې ستاينې او قدر وړ دی.
هغه زياته کړه: (( زمونږ لپاره د تېرې څه باندې يوې لسيزې تر ټولو ستره او حياتي لاسته راوړنه د افغان امنيتي او دفاعي ځواک رامنځته کېدل دي، چې دمګړی يې شمېر شاوخوا څلور سوه زره تنو ته رسېږي)).
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې همدا پر هيواد او خلکو مين سرتېري دي، چې شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې او د افغانانو د امنيت په خاطر د تپل شوې جګړې په درشل کې له يوه نامالوم دښمن سره لاس او ګرېوان دي.
د واک په خبره: (( ولسي جرګه زمونږ د دولت له درې ګونو قوو څخه يوه مهمه قوه ده. مونږ سره له دې چې پر دغې جرګې باندې وروستی تروريستي بريد غندو ورسره د خپلو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د غازي عيسی خان کارروايي ستايو، چې په لږه موده کې يې دغه بريد شنډ کړ)).
نوموړي له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د افغانستان ستونزې ته د سوله ييزې هوارۍ غوښتنه وکړه او له ښکېلو خواوو څخه هيله وکړه، چې د بين الافغاني تفاهم له مخې په هيواد کې سوله او ټيکاو راولي.
د بلخ ادبي خوځښت په استازيتوب استاد غلام علي بشير ملکزي خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د افغان سرتېرو د مېړانې، سرښندنو او قربانيو په وياړ يې دغه غونډه جوړه کړې.
هغه په خپلو خبرو کې وويل: (( مونږ د خپلو غازيانو، شهيدانو عيسی خان او قاسم جان او ټولو هغو سرتېرو د خواريو، بې خوبيو، لوږې، تندې، سرښندنو او قربانيو درناوی کوو، چې د افغان ولس د ژوند، مال، ناموس، عزت او د دې خاورې د ساتلو لپاره يې په غاړه اخيستي)).
هغه زياته کړه، چې موږ خپله ژمنه تازه کوو او يو ځل بيا په جار وايو، چې د خپلو سرتېرو د هڅو ملاتړ کوو.
په دغه نمانځغونډه کې د چاربولک ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر تاج محمد مبارز هم په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو هڅې او سرښندنې وستايلې.
هغه وويل، چې زمونږ هڅه داده تر څو د ملي ځواکونو روڼ تصوير خپلو خلکو ته وړاندې کړو.
په مزار شريف کې د ملي اردو يو تن سرتېري ميرويس په خپلو خبرو کې د دغه پروګرام له جوړونکو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په پوره مېړانې له خپلې خاورې څخه ساتنه کوي.
د دغې نمانځنې په بهير کې څو تنو افغان سرتېرو ته د غورځنګ او خوځښت د غړو لخوا په غاړو کې ګلان واچول شول.
د غونډې دويمه برخه کې ځوانو شاعرانو د ملي ځواکونو په ملاتړ شعرونه او غزلې ولوستې او ياده نمانځغونډه غرمه مهال پای ته ورسېده.