خبریال ظفر باوري : پکتیکا
۰۵/۰۴/۱۳۹۴
نن د چنګاښ په پنځمه د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې ښار د پاکوالي په اشر کې ددې ولایت د والي امین الله شارق په شمول ، یوشمیر نورو دولتي چارواکو ، د ښار ګڼ شمیر دوکاندارانو او ملکي خلکو برخه واخیسته ،
د ښار پاکونې دغه اشر چې د سهار له اته بجو پیل او بیا د غرمې تر ۱۱ بجو یې دوام وکړ ورپکې د پکتیکا ولایت نوي والي امین الله شارق ، مرستیال والي عطاالله فضلي ، د مرکز شرنې شاروال سید عبیدالله سادات ، مدني فعالانو، د مرکز شرنې بازار دکاندارانو او په سلهاوو ملکي وګړو برخه واخسته .
د اشر په وروستیو کې د پکتیکا نوي والي امین الله شارق له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل چې د ښار پاکونې څخه یې یوازینې موخه خلکو ته دا ښوودل وو چې د ښار په پاکوالي او نظافت راوستو کې مقام او رتبه ارزښت نلري ، دولتي او ملکې خلک یو شان دي او باید ټول په ګډه په داسې کارونو کې برخه واخلو.
د مرکز شرنې ښاروال عبیدالله سادات د نوي والي امین الله شارق او دکاندارانو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د ښار پاکوالی یوازې په یو ښاروال او د ښاروالې په څو تنو کارکوونکو نشي راتلای او باید ټول پکې په ګډه ونډه واخلو .
سادات همدارنګه د نوي والي څخه وغوښتل چې د ښار د پلانونو په نهایي کولو او زیربنایي په برخه کې هم له دوی سره همدا ډول ګړندي ګامونه واخلي ترڅو دوی وکولای شي چې خلکو ته دکار زمینه برابره کړي او ترڅنګ يې اوسنی ښار ښاري بڼه غوره کړي.
د مرکزشرنې ښار د دکاندارانو اتحادیي مشر عبدالخالق بیا پر دکاندارانو غږ وکړ چې هر دکاندار باید لږ تر لږه د خپل دکان ساحه پاکه وساتي ترڅو په بازار کې د ګرد او غبار مخنیوی وشي ،
نوموړي دا شان دکاندارانو څخه وغوښتل چې د دکانونو زاړه جوازونه ښاروالۍ ته وسپاري او په مقابل کې د ښاروالۍ څخه نوي جوازونه تر لاسه کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا نوی والي امین الله شارق دغه ولایت تر راتللو وروسته په لمړي ځل له یو شمیر نورو دولتي چارواکو سره یو ځای د سلهاوو دکاندارانو او ملکي وګړو سره یوځای د مرکز شرنې بازار په پاکولو کې برخه اخلي .