تاند- د فاریاب پولیسو د دغه ولایت د ولایتي شورا پخوانی غړی انګار توخی د قتل، طالبانو ته د وسلو په ورکولو او ګڼو نورو جرمونو په تور ونیوه.
د فاریاب پولیس ادعا کوي چې انګار توخی یې د خپل ګاونډي په کور کې نیولی او تحقیقات یې ورڅخه پیل کړي دي.
پر ده تور پوري شوی چې په المار ولسوالۍ کې یې قتل کړی او وسله والو طالبانو ته یې وسلې او مهمات ورکړي دي.
پولیسو نه دي ویلي چې توخي وسلې او مهمات له کومه ځایه ترلاسه کړي وو چې طالبانو ته یې ورکړي دي.
د فاریاب د جنايي پولیسو ريیس ادعا کوي چې توخی له پولیسو سره ګڼې نورې دوسیې هم لري خو هغه ونه ویل چې ولي یې نوموړی پخوا د نورو قضیو په تړاو نه نیوه.
د توخي د کورنۍ غړیو پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او هغه یې بې بنیاده وبلل. دوی ادعا وکړه چې پر انګار توخي دا تورونه پر سیاسي انګېزه لګول شوي دي.
بلکل دا یو سیاسی دسیسه ده چی په فاریاب کی د پشتنو په خلاف جوړه سوی ده
وکیل انګار خان توخی د شهید داود خان ځوی ده چی د فاریاب ولایت يوه پیژندل شوی پشتنه کورنی ده
او د فاریاب ولایت د جنایی امر هشام یو بداخلاق او فاسد شخصیت دی چی غواړی دا شوم دسیسه د همده په مردارو لاسونو سره عملی شی
د ملی حکومت له مشرانو نه مو دا هیله ده چی زر تر زرباید دی دا موضوع دقیق وڅیړی