بدلون

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴

په دې وروستیو شپو- ورځو کې د یوه سلسله عجیبو رسواییو نندارچیان یو چې وطن پرست، متعهد او با وجدانه مبارزین باید تر هرچا ځکه جدي توجه ورته وکړي او لوي پند و عبرت ځنې واخلي چې دوی د وطن سرنوشت ژغورنې لپاره د بي حده و بي سرحده ستومانیو و قربانیو لپاره عاشقانه هوډ لري، په خاص ډول بیا د ودان افغانستان ګوند د فکري ډګر زلمي فعالان خو باید له دې امله تر هر چا زیات له حوادثو، جریاناتو، رسواییو او شرمندګیو څخه لوی، ژور او دقیق درسونه واخلي چې دوی یوازې د نن یا نژدې راتلونکې لپاره د ځغاستې ملا نه ده تړلې بلکې دوی تر هغه چې د ځمکې کره پر خپل مدار له څرخه ستړې شوې نه وي د افغانستان او افغان انسان د عزت و وقار د برقرارۍ لپاره د خپلې اوږد مهالې سیاسي ـ فکري ستراتیژۍ پر منطقې مدار د حرکت استمرار ته ژمن و وفادار دي.

راځئ چې د ۱۳۹۴ کال یوازې د جوزا درو شرموونکو و عبرتناکو پېښو ته سره تم شو:

اول- د ښار جوړونې وزارت شپږ تنه کارکوونکي هر یو (د مرکزي ښار جوړولو رئیس احمد شاه همت، د املاکو او اسکانو رئيس محمد امین امین، د ښار جوړولو د تصدۍ رئیس احمد نواز بختیاري، د پلان رئیس او پنځم مکروریان د پروژې آمر ګل رحیم زیارمل او د اپارتمانو د سمون دفتر مسئول محمد امین قانع) د پراخ مالي فساد له امله د حکومت له خوا ممنوع الخروج اعلان او د څارنوالۍ تر تعقیب لاندې راغلل.

دوهم- د سرحداتو وزارت له خوا د جوزا پر ۲۱- مه په فیسبوک ځینې هغه لستونه خپاره شول چې په نوموړي وزارت پورې د اړوندې خوشحالخان عالي لیسې لپاره له مرستندویو مؤسسو څخه اخیستل شوي پيسې د حامد کرزي د وخت وزیر ډاکتر محمد اکرم خپلواک له خوا په ناقانونه توګه په مختلفو ولایتو او مرکز کې په اصطلاح، لیکوالو، ژورنالیستانو، شاعرانو و مدنی فعالانو او سیاستوال ته په داسي حال کې ورکول شوي چې هغوی هر یو له نورو بېلابېلو کورنیو و باندنیو ادارو سره دندې درلودې او په دغه وزارت کې یې د وظیفې څرنګوالی مشخص نه وو او نه هم څرګنده ده چې د کوم هدف لپاره د وطن د بېچاره زامنو د تعلیم و تربیې په نوم اخیستل شوې دغه پیسې د محترم حاتم طایي وزیر پرلاس وېشل کېدلې؟ په داسي حال کې چې د ډاکتر خپلواک په شمول دغه ټول له «من و سلوا» څخه برخمن مدني، سیاسي و فرهنګي فعالان شپه و ورځ د خپلو خلکو د حقونو د پایمالېدو سوې چیغې وهي او د دغه لوی ظلم پړه د افغانستان د نورو درنو و بې آزاره قومو پر غاړه ور اړوي.

درېیم- او بالآخره د جوزا پر ۲۷- مه د حامد کرزي د وخت د معارف وزیر ډاکتر غلام فاروق وردګ له خوا د شاوخوا اته سوه میلیونه ډالرو د غلا خبر لکه دوړ دوړکه، په هیواد و نړۍ کې سره وڅرخېد.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی سرمفتش ادارې (سیګار) وروسته له هغه د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې څخه د افغانستان د معارف په برخه کې د مرستو د وضاحت غوښتنه وکړه چې د ملي وحدت حکومت د معارف نوي وزیر اسدالله بلخي او د لوړو زدکړو وزیرې فریده مومند ولسي جرګې ته وویل چې د کرزي د وخت معارف وزیر فاروق وردګ چې ۷- کاله پر دغه چوکۍ ناست وو، د جعلي و خیالي ښوونځیو و ښوونکو په نوم له نړیوالو مرستې اخیستې دي.

ښاغلي فاروق وردګ د سخت غبرګون او اورنیو احساساتو په څپو کې د ځمکې کرې ته چلینج ور کړ چې یو، داسي ښوونکی هم نه شي ثابتولای چې په نوم یې پیسې اخیستل شوي خو ده ته رسېدلې نه وي، ده همدارنګه د ملي وحدت حکومت پر درو تنو، چې نومونه یې یاد نکړل، تور ولګاوه چې د پاکستان له استخباراتي ادارې (آی آس آی) سره یې د تفاهملیک په امضا سره ۷۰ میلیونه ډالر اخیستي او تر خپل منځ یې وېشلي دي.

دا اوس بېله خبره ده چې محترم ډاکتر فاروق غواړي په دغه ډول تور سره له ځانه د غلا تور لیري کړي مګر زموږ بحث دا دی چې دغه ټول اتهامات لا د باصلاحیته محاکمې له خوا ثابت شوي نه دي خو د حامد کرزي د ادارې په نړیواله کچه اولنمره فساد داسي پدیده نه وه چې چا دې پکښې د شک و تردید څرګندونه کړې وي، خپله محترم کرزي په وارو- وارو لویې جرګې، ولسې جرګې او رسنیو ته په وازه خوله ویلي چې فساد اوج ته رسېدلی او فساد غوغا میکند؛ په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کرزي حکومت ته د فساد مخنیوي لپاره د ۶ میاشتو ضرب الاجل وټاکی او تر دې ها خوا د دغه حکومت په جریان کې د بې شمېرو درغلیو د رسواییو سندونه و خبرونه د هر چا مخ ته پراته دي.

زموږ لپاره او د ځوان با مسؤلیته افغان نسل لپاره د ژور پیام او لوړ الهام نقطه دا ده چې د فساد، غلا او وطن و ملت حق خوړو نتیجه حتمې رسوايي ده او هغوی چې جنګسالاران، غله، غاصبین، قاتلین او بېسوادان دي نو شاید له هغوی ګیله ځکه ونه شي چې هغوی خو دا هر څه خپل مسلک، کار و روزګار بولي، همدا فساد یې هویت دی او دوی له دي پرته بل ماهیت نلري خو فاجعه هغه مهال اوج ته رسیږي چې د ډاکتر، انجینر، مدني، لیکوال، فرهنګي، شاعر، ژورنالیست، مسلکې، مدیر، سیاستوال او با شعور قشر پر څټ د رسوايۍ لمن ور اوړي.

د حرفه یي غلو رسوايي ښايي ډیره سخته ځکه تمامه نه شي چې دا د هغو هدف او لار ده، ممکن په ډیرو مواردو کې د هغوی په وظیفوي انکشاف و تکامل کې مفید و ممد واقع شي.

اما هغوی چې په اهل هنر و اهل فکر، اهل مسلک و اهل کار پېژندوی دي، د هغو لپاره دغسي رسوايي په رشتیا سره چې د لوی وجداني عذاب کیسه ده، په تېره بیا د شاګرد، ښوونکي، ښوونځي، ښوونې و روزنې، نصاب و کتاب، قلم و کتابچې او پوهې و معارف په نوم غلا و درغلې په هیڅ کتاب او هیڅ دین و آیین کې د بخښنې و هېرېدنې نه ده.

د بېسوادۍ، بي کفایتۍ او بي بندوبارۍ پر توره لمن که تور داغ ولګیږي نو نه پر معلومیږي او د تور ‌ذهن و تور زړه لپاره دا کومه د تشویش و شرم خبره نه ده مګر که که د پوهې و هنر او معارف په سپینه لمن خړه ټپله هم پورې شي دا نو له ورایه او له هره ځايه د مشاهدې و تماشې وړ وي او دا شرم و خجالت په هیڅ ګون د برداشت وړ نه دی، پر دې اساس نو د فکر و فرهنګ د قلمرو اهل کار باید زهر وخوري نه حرام و مردار.

دا باید همېشه یاد ولرو چې د دنیا لویو انسانانو لویې مفلیسۍ، لويې خوارۍ او لویي دربدرۍ په لوی زغم او لوي ویاړ منلي دي خو خپلو لویو انساني ارمانو و هدفو ته د رسېدو په لار کې یې آن ډیرې کوشنۍ او ذره غوندې سپیتانې ته هم تن نه دی ور کړی، هغه دی چې لوی نومونه یې نن د ځمکې تر کره هم لوی او سنکین دي، ټول بشر یې خپل مشترک افتخار بولي او هر ځای په یوه اندازه له نړیوال آفاقي درنښته برخمن دي مګر د معارف و فرهنګ په سپېڅلي کور کې د فساد په تور تورن چې د خپلو درغلیو د پټولو لپاره په لویو چیغو سره د ځمکې کره چلنجوي، دوی حتی په خپلو کورنیو کې هم د دغسي رسوایۍ د بې آبۍ له بابته سترګې نه شي پورته کولای.

دا د ډیر لوی درس داستان دی، راځئ چې پوره– پوره زدکړه ځنې وکړو او که زموږ ملګرو ته هر دولتي و نا دولتي مسؤلیت و منصب سپارل کېدی او یا مو الآن کوم یو پر دغه ډول چوکۍ برحال وي نو اولین تعهد به مو له خپل وجدان و شخصیت سره دا وي چې هیڅکله به د فساد و تزویر آن خیال هم په ذهن کې نه راګرځوو ځکه چې د رسوايۍ پایله یې تر ځانمرګي هم بتره ده.

خدای دي موږ او ټول نوی و روښان افغان نسل د خیانت له دا ډول بدنامیو و بې آبیو په امن لري. آمین

2 thoughts on “رسوایانې او درسونه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *