لېډينګ سټوري/  اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴

د بدلون اونیزې ادارې غوښته چې د دې اونۍ په ګڼه کې د هلمند پوهنتون ښوونې و روزنې پوهنځي له کرنې څانګې څخه د ۲۷۹ تنو فارغانو د فراغت پر مراسمو او اهمیت باندې تمرکز و خوشحالې وکړي خو له بده مرغه د سرطان پر اوله د افغانستان پر ولسې جرګه د اتو تنو ترهګرو له

خوا د یوې حیرانوونکې، خطرناکې او وحشتناکې حملې له پېښې سره مخ شوو چې دا اصلاً یوازې پر پارلمان نه بلکې ټول افغان ولس باندې خونړی یرغل وو ځکه ولسې جرګه د ملت کور دی او د ملت پر کور حمله پر ټول ملت برید دی، موږ اړ شوو چې هاغه د خوښۍ او دغه د خواشینۍ دوه خبرونه سره ګډ کړو او هیله مو دا ده چې پر نتېجه ګېري یې د بدلون اونیزې درانه او با شعوره لوستونکي او ټول وطنپرست وطنوال ښه سم غور راسره پر وکړي.

د دې مسلې ثبوت ښایي ډېرو اسنادو و شواهدو، ارقامو و استدلال ته ضرورت ونلري چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان زموږ په ګران هیواد کې سوله، ثبات او پرمختګ نه غواړي، دوی هېڅ ډول اسلامي و دیني ارزښت ته قایل و پایند نه دي، دوی د افغانستان د ورانۍ، بې ثباتۍ او دربدرۍ لپاره له هرې مقدسې وسیلې څخه ډېره ناوړه استفاده کوي خو له بده مرغه زموږ یو شمېر ساده هیوادوال د افغانستان د ازلي دښمن په چل و چلبازې سر نه خلاصوي چې په مقابل کې یې یو موټی شي او د علم و تعلیم په زور داسې ګوزار ورکړې چې بیا هېڅکله زموږ پاکې خاورې ته د کږو کتو زړه ونکړای شي.

تاسو وګورئ! روژه مبارکه چې د مبارک اسلام له پنځو اساسي ارکانو څخه یوه ډېره له فضیلته ډکه میاشت ده، په دغه میاشت کې پر مسلمان لازمه ده چې له کرکې، خشونت، بدنیتۍ، آزار او ورانۍ څخه لاس واخلي او له خپل بل مسلمان ورور سره د سپېڅلي اسلام د مبارکو ارشاداتو په رڼا کې د ورورۍ، یووالي او سولې لار خپله کړي خو زموږ ګاونډي هیوادونه، په تېره بیا ایران او بېخې په خاصه توګه پاکستان، چې ځانونه اسلامي ممالک بولي، زموږ د ځينو ساده وروڼو په مټ او بازو زموږ په هیواد کې جنګ- جګړو، مرګ ژوبلې، ورانۍ و تباهۍ ته لا زور ورکوي او زموږ مسلمان افغانان چې فرضه روژه یې په خوله وي خپل د خوارۍ و غربیۍ ژوند ته پر آرامه نه پرېږدي او په خپلو وینو یې اوبوي؛ څرګند مثالونه یې په ټول هلمند، خاصتاً شمالي هلمند کې د بېچاره هلمندیانو کړول او له خپل کور و اوره بېلول و مرګ- ژوبله ده؛ هلته د ګران هیواد په شمال کې په بدخشان، کندوز، تخار، بغلان و سرپل کې ناانساني و بشرضد مسلسل جنګونه بې وس ولس د جګړې په اور کې سوځوي او پر ولسي جرګه برید خو مالومه خبره ده چې له پردیو استخباراتي امکاناتو او مسلکي ظرفیت پرته امکان نه لري، دغه ټولي پېښې افغانستان د ناتمامه تباهۍ و تراجیدۍ خوا ته بیایي.

حللاره:

په دې ټکي باید ښه سم سرونه سره خلاص کړو چې د دغو ټولو بدبختیو د مخنیوي یوازنۍ لار هغه ده چې د جوزا پر ۲۶– مه د هلمند پوهنتون له خوا را په نښه شوه چې هغه د پوهي، پوهنتون، مسلک او علمي پر مختګ لار ده.

زموږ پر ټولو محترمو هیوادوالو ږغ دی چې خپل اولادونه خامخا مکتبو و پوهنتونو ته واستوئ، د علم مشال په لاس ور کړئ، د پوهې په ګېڼه یې سمبال و ښایسته کړئ او دا هغه لار ده چې د افغانستان و افغان انسان سرسخته غلیمان یې ستاسو پر مخ د تل لپاره بندول غواړي خو موږ باید ټول په یوه ږغ او یوه اتفاق دا انساني، اسلامي او قانوني شعارونه ورکړو چې:

پرانیستي دي وي په ټول هیواد کې مکتبونه!

فعال دې وي هلمند غوندې پوهنتونونه!

ژوندي و ګړندي دې وي د تعلیم و تربیې بهیرونه!

او روان دې وي د پوهې و فرهنګ ډګر ته ځوان نسلونه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *