څېړندوی عبدالغفور لېوال

د تیزس پېژندنه :

  • افغانان د یوه ستر ولس په توګه د جګړې، پل شوي خشونت، تیت پرکتیا او ناسمو ټولنیزو شرایطو په لمبو کې سوزي.
  • ملي مشري، پر یوه چورلیز ( محور) راټولیدل، د ملي ارزښتونو او موډولونو پېژندنه او مرجعیت ته یې رسول پر مدني او دیموکراتیکو آرونو (اصولو) باوري کېدل او خپلو سیاسي، ملي موخو ته د عدم تشدد له لارو څخه ځان رسول، د حل لارې په توګه ښايي وپېژندل شي.
  • داسې یو ملي – ولسي بنسټ ښايي رامنځ ته شي چې ټول افغان ولس ته د حل پورته لارې چارې ،د عملي میکانیزمونو له طرحه کولو وروسته، پېل او بشپړ ې کړي.

په دې کې د پاچا خان د افکارو او شخصیت ځای چېرته دي؟

په دې لیکنه کې به هڅه وکړو په دې مسئله رڼا واچول شي.

د تاریخ حافظه چې څومره مرسته کوي لوی تاړاکونه او سیاسي ناتارونه پرافغانانو ور تپل شوي دي، ځکه یې دا قوم د تورې ملګرتیا او د سنګر ژوند ته هڅولی دی.

پوهانو او څېړونکو لږ ددې وخت موندلی یا نه دي ورته متوجه شوي، چې د افغانانو د ټولیز جوړښت په دننه کې هغه ټولن – ارواپوهنیزو یا سوشیوسایکالوژیکو ارزښتونو ته ځیر شي، چې په دغه ولس کې په فطري او طبیعي توګه د عدم تشدد اصول، مینه او خیر ښېګڼه د ګډ ژوند بنسټ او تاداو جوړوي.

دا ارزښتونه له دودیز پلوه په افغانیت او له ګروهیز ( عقیدوی) پلوه په اسلام کې پراخې ریښې لري چې د افغانانو ټولنیز قراردادونه پرې استوار دي.

پاچا خان په ټېنګار سره ویل چې د عدم تشدد فکر یې له اسلام څخه اخیستی دی. یو ځای پروفیسور رایزواران د پاچا خان له خولې لیکي : ( هغلته د یوه مسلمان یا پښتون په عقیده کې هېڅ شي د تعجب او حیرانتیا وړ نشته دعدم تشدد یا Non Violent په هکله دغه خو کومه نوې عقیده نه ده، دا خو څوارلس سوه کاله پخوا د پیغامبر (ص) له خوا تل په مکه کې تطبیق شوې او د هغې وخت څخه را په دې خوا چې د زور د غږ څخه خلاص کړي په کار اچولوی شوی دی…)

(( تشدد د پاچا خان په نظر ،مقاله، پاچا خان، عدم تشدد او په افغانستان کې د سولې لار، د مقالو مجموعه ، ۱۳۸۸   لمریز، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني، دانش چاپ .))

پاچا خان د پښتنو په دود دستور او پښتونواله کې هم د عدم تشدد ګڼ اصول موندلای شول او له بلې خا د معاصرې نړۍ یوه غوښتنه هم دا وه ،چې سیاسي مبارزه دې له تاوتریخوالي پرته ترسره شي او ښايي دا ټول ددې منطق پر بنسټ وو، چې : « هېڅ سیاسي مبارزه او هېڅ سیاسي هدف ددې ارزښت نه لري چې د هغو لپاره دې د یوه بیګناه انسان وینه وبهولای شي».

پاچا خان ددې ټولو فکري ګډوله په لاندې اساسي چوکاټونو کې را ځایوله.

۱ـ افغانان دې سره یو شي.

۲ـ خپل ارزښتونه او فرهنګي شته دی وساتي او نه دې بایلي ؛ لکه : خپله ژبه، دود، جامې، اقتصادي هستۍ، ټولنیز جوړښت او جمعي شعور.

۳ـ له معاصرې نړۍ سره دې اوږه په اوږه پرمختګ پیل کړي پوهنه ( تعلیم) او اقتصادي پرمختګ یې د بنسټونو په توګه پېژندل.

۴ـ خپلواکه، د خپل ملي حاکمیت خاوند، او د خپل تاریخي هېواد په جغرافیایي محدوده کې دې یو مدني او پرمختللی ژوند پېل کړي چې له نړیوالې ټولنې سره د ملګرتوب په روحیه ولاړ وي.

۵ـ دې ټولو موخو ته د رسیدلو لپاره دی یوه دایمي، پوهمنه ( آګاهانه) مبارزه په مدني او له تشدد څخه پاکه لاره جاري وساتي او ګام پر ګام دی په بشپړ یووالي ځان ور ورسوي.

موږ ګورو چې د پاچاخان فکري دکتورين لنډ ګڼ، ژور ،ساده خو عملي او عملي وو. دا ټولې لارښوونې د ننني پښتون لپاره کیمیا دي.

نننی افغان له تیت پرکتیا او د ویش له خوني ښامار سره مخامخ دی.

نننی افغان له بې تعلیمۍ څخه ځورېږي او په نړۍ کې یوازینی قوم دی چې ښوونځي یې ورسېزل کېږي.

پر ننني افغان تاوتریخوالی، وژنه او تشدد ورتپل شوي او هره ګولۍ چې دافغان یا ناافغان د ټوپک له خولې څخه وځي د هرومرو دافغان پر ټټر لګېږي.

نننی افغان بې ملکیته، بې وزله، بې اقتصاده، وزګار او بې اسرې دی.

د نننی افغان نړیوال تصویر د دښمنو خولو او رسنیو په مرسته خدای مکړه د مشتدد، غیر مدني، بنسټ پال او څه او څه ناسم تصویر دی.

ځکه خو له دې حالته د راوتلو ټولې لارې چارې د پاچا خان د لارښوونو پر واټ ورتېرېږي.

۱ـ نننی افغان باید سره یو شي او که نه ورکېږي.

۲ـ نننی افغان ښايي د خپل زوال مخه ونیسی او دا ګام ښوونځي ته له تللو څخه پېلېږي.

۳ـ نننی افغان ښايي خپل ملکیت ولري، پر خپله خدای ورکړې زمکې خپلې خدای ورکړې اوبه ور واړوي او یوازې ځان ته نه، بلکې نړۍ ته هم ډوډۍ او روزي پراخه کړي.

۴ـ نننی افغان باید ملي مشري رامنځ ته کړي چې د هر مصیبت پرمهال ټول ولس د ژغورنې پر لوري ور وخوځولای شي.

۵ـ ننني افغان مجبور دی د ویښتیا او روښانیتا غورځنګ په مدني هڅو سره بریالی کړي.

۶ـ ننني افغان باید خپلواکه او د نړیوالې ټولنې دوست شي.

دې هر څه ته او ټولو یادو شویو سیاسي – ټولنیزو موخو ته د ور رسیدلو لپاره د عدم تشدد پر بنسټ ولاړې مدني مبارزې له لارې ورتګ ممکن دی.

ننني افغانان ښايي د خپلې سیاسي او ټولنیزې واکمنۍ له صحني څخه ټول مافیايي، غیر مدني، متشدد او خپلچاري کسان او ډلګۍ د تاریخ خځللوښي ته ور جارو کړي او د یوې ویښې، روښانې، مدني او ملي او پر عدم تشدد ګروهمنې رهبرۍ په رامنځ ته کولو سره ځان له اوسني ناورین څخه وژغوري او که داسې ونه کړي د تاریخ په دې چټک دروبڼ کې به پوپنا شي.

همدا ده د پاچا خان د لارښوونو لنډیز او د ننني افغان د ژوند یا فنا اوسمهالی انځور.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *