په وروستیو کې وسله‌والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې په پایله کې یې څلور ولسوالۍ (د بدخشان یمګان، د کندز دشت ارچی او چهار دره او د نورستان وانټ‌وایګل) تر خپل کنټرول لاندې راوستی؛ خو اوس‌مهال یوازې د کندز ولایت پر یوې ولسوالۍ دشت‌ارچی ولکه لری او درې ولسوالۍ د دغې وسله‌والې ډلې له موجودیت څخه پاکې شوی دی؛ خو د چهاردرې په اړه ضدونقیض رپوټونه خپاره شوی.

اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باور دا دی، چې وسله‌وال طالبان له وروستیو بریدونو څخه دوه موخې تعقیبوی: لومړی دا چې په ۲۰۰۳ کې د طالبانو له بیا احیا کېدو څخه موخه د افغانستان نوی رامنځته شوی نظام ړنګول و؛ خو سربېره پر دې، چې د تېرو ۱۲ کلونو په اوږدو کې یې جګړه وکړه؛ اما خپلې دغې موخې ته ونه‌رسېدل. دېته په پام سره، چې په وروستیو کې د سولې خبرو په موخه د افغان حکومت هڅې زیاتې شوی او وسله‌والو طالبانو هم خپله دیپلوماسی فعاله کړې ده، دا ویل کېدای شی، چې طالبان د دغو بریدونو او یو شمېر سیمو نیولو له لارې غواړی د سولې په تر سره کېدونکو خبرو کې امتیاز ترلاسه کړی.

د طالبانو دویمه موخه اسلامی دولت ډلې (داعش) پر وړاندې درېدل دی. د دواړو ډلو ترمنځ د لومړی ځل لپاره په ننګرهار کې تقابل رامنځته شو، چې له امله یې د دغه ولایت زیاتې ولسوالۍ داعش پورې منسوبو جنګیالیو لاس ته ولوېدې. دغه ډله غواړی، د ننګرهار او کڼر له لارې نورستان او له هغه ځایه بدخشان او د هېواد شمال ته لار وموندی، څو په آسانۍ سره خپل اهداف تعقیب کړی، چې د منځنۍ آسیا په لور دی. طالبان د دې لپاره چې توانېدلی و اوسی د داعش جنګیالیو مخه ډب کړی، پر حساسو سیمو یې بریدونه پیل کړی. دغه سیمې د داعش هدف هم دی.

ځینې ناتایید شوی رپوټونه وایی، چې طالبانو د سیمې په کچه نوی ملاتړی هېوادونه پیدا کړی، چې د دغه ملاتړ لامل د داعش پر وړاندې د طالبانو ځواکمنول په ګوته شوی دی. دېته په کتو سره، چې د سیمې مشخص هېوادونه له داعش څخه زیانمن کېدای شی؛ همدغه زیانمنېدونکی هېوادونه د طالبانو تر شا درېږی یا هم درېدونکی دی، چې تر دې‌دمه یوازې د ایران له ملاتړ څخه رپوټونه خپاره شوی دی.

دغه ملاتړ ته په کتو سره، په افغانستان کې د جګړې نوې جبهه پرانیستل کېدونکې ایسی. له یوې خوا طالب او ملاتړی هېوادونه یې او له بلې اسلامی دولت ډله، ملاتړی هېوادونه یې او لوی اهداف. په‌دې لړ کې اصلی زیانمن عام افغانان دی، چې د دواړو ډلو له‌خوا وژل کېږی. د دغه ملاتړ په جوتېدو سره، له یوې خوا افغانستان د جګړې په مرکز بدلېدونکی او له بلې خوا د امریکا-روسیې او ملاتړو هېوادونو ترمنځ سیالی پراخېدونکی برېښی، چې کېدای شی سړې جګړې ته ورته حالات و اوسی.

د هغو ولسوالیو چې یو ځل د طالبانو لاس ته لوېدلې، ځایی چارواکو په وار وار دا یادونه کړې، چې د حکومت د بې‌پامۍ او د تازه‌دمو سرتېرو نه رسېدو له امله د وسله‌وال طالبانو لاس ته لوېدلی دی. په اساسی قانون کې د هېواد د هر وګړی له حقونو څخه ساتنه د دولت دنده بلل شوې او دا هم د دولت له اساسی دندو څخه شمېرل کېږی، چې باید له ځمنکۍ بشپړتیا څخه ساتنه وکړی. باور دا دی، چې حکومت تر خپله وسه هڅه کوی؛ خو اصلی ستونزه د امکاناتو نشت‌والی دی.

د تېر کلونو په اوږدو کې هوایی ځواک تجهیز شوی نه‌دی او د چارواکو په وینا، هوایی ځواک یوازې په څو چورلکو خلاصه کېږی، چې پر مشخصو زونونو وېشل شوی دی، چې له همدې امله نه‌شی کولای ژر تر ژره له یوه ځای بل ځای ته ځواکونه ولېږدوی.

له یوې اسلامی دولت پورې منسوب جنګیالی او له بلې خوا وسله‌وال طالبان د حکومت پر وړاندې جدی ګواښ بلل کېدای شی. له همدې امله ده، چې د حکومت پاملرنه باید جدی شی. که حکومت له یوې خوا پر تخصص او مسلکی‌توب او له بلې خوا د هوایی ځواک پر تجهیز تکیه ونه‌کړی؛ ښکاره ده، چې امنیتی وضعیت به لاپسې خراب شی؛ خو د ناټو وروستۍ ژمنې هیله بښوونکې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *