محب هارون مهمند

10 steps to starts a Business!

1 Write a business Plan!
د کاروبار لپاره پلان جوړونه: د کمپنی موخي او لاسته راوړني ځای په ځای کول او ليکل، همدارنګه د ټول کاروبار لپاره پلان جوړول دی او په تفصيلی توګه د ټول پلان تشريح کول او ليکل دي.
د سازمان پوره موخي ليکل او هغه تشريح کول ضروری ده چې په بزنس پلان کې ځای ورکړل شي.

2. Obtain Start-Up Capital
د کاروبار لپاره سرمايی ته ضرورت دی نو هغه سرمايه چې خپله يې لري او هم هغه چې په قرض مو راخيستی وی د کاروبار د پیل کولو لپاره اړينه ده. د پول په ښه توګه اداره کول به مو د کاروبار په مخ بولو کې ستر رول لوبوي.

3. Setup a legal Business Structure:

د کاروبار د پیل کولو لپاره د قانونی جوړښت ځای پر ځای او هغه مراعت کول دي. کاروبار ضروری ده چې قانونی وی او د يو ملک په د شرايطو او ضوابطو خلاف نه وی. د کاروبار د پیل کولو لپاره ضرور ده چې حکومت ته ټیکس ورکول شی، او هم خپل کاروبار اندازه شی چې په کومه اندازه ريسک اخيستلی شو. مقصد چې کاروبار مو په ورکوټی سطحه دی او که د کارپوريشن په سطحه دی.

۴Obtain a Federal employers identification numbers:
د کاروبار د پیل لپاره کارمندانو ته ضرورت دی نو هغه کارمندان چې سازمان د موخو لپاره کار کوي، ضرورې ده چې د دوی د کارمندې د تعرف نمبر (چې د سوشل سيکورټی په څیر د ۹ هنڅو نمبر وي) واخيستل او ثبت شي. چې ياد نمبر له (ايی ـ ارـ ایس) له اړخه ورکول کيږي.

5 Satisfy Business License and Requirements

د کاروبار د پیل څخه مخکې ضرورې ده چې د کاروبار د پیل کولو ليسنس او هم هغه قانونی اسناد ولري په کومو اسنادو مو چې کاروبار رسمی او هم قانونی کيږي. که چیرته کاروبار ليسنس ونلري او د دولت په کاغذونو کې ثبت نه وی نو دغه بزنس

6 Established Web presences:

ننې نړۍ د انترنت نړۍ ده چې د کاروبار هر سهوليت او هر کړنه په انترنت سره ترسره کولاې شو. د کاروبار لپاره ځانګړي ويب پاڼه جوړول ضرورې او اړين دي. او په ياده ويب پاڼه کې د خپل کاروبار اړوند ټول معلومات ځای پر ځای کول دي، خپلو مشتريانو ته سهوليت ورکول، د ويب پاڼې ځانګړي نقطی ترميمول، او هم ويب پاڼه اپډيټډ ساتل دي، تر څو په اسانه ترې استفاده واخيستلی شی. په ويب پاڼه کې د پوه مدير څخه کار اخیستل خپل کاروبار ته وسعيت ورکول دي.

7 Developed Business Collateral
د کاروبار د شروع سره ضرورې ده چې د ویب سايټ سره سم د کمپنی لوګو، د کاروبار کارتونه، پيډونه، او هم د خپل کاروبار تشهیر په سهی او منظمه توګه ترسره شي.

8 Create Bank Account and Merchant Account
د کاروبار د شروع کولو سره سم ضروری ده چې د کاروبار لپاره بینک اکوونت جوړ شی. تر څو په انلاين اخيستلو او خرڅولو کې د مشتريانو لپاره سهوليت جوړ شي. د کاروبار د وسعت لپاره د وخت په تیريدو کارمندانو ته هم د بینک اکوونت جوړول د کاروبار د ترجهاتو څخه شميرل کیږي.

9 Identify where to get help

د کاروبار په پیلولو ضرورې او اړينه ده چې د مختلفو منابعو او هم له مختلفو وګړو څخه چې په کاروبار کې ماهر او پرمختللی وي مشوره واخلو. چې د دوې مشوره هغه نیمګړتياوي چې په لومړې ځل له مونږ څخه کیږی مخه نیسی، او هم له تاوان څخه ژغوري. چې په کاروبار کې مشاورين ستر رول لوبوي.

10 Follow Government Rules

د کاروبار د پیل سره سره د دولت رول او قوانین مراعاتول دي، چې دولت هغه شرايط چې د کاروبار لپاره يې واضع کړی په ځای کول د کمپنی ديو ښه نوم سبب ګرځيدلي شی. يوه لويه فايده چې کله کمپنی د دولت قوانین پلی او مراعات کړو نو زیات شمیر بینکونه د کاروبار د لاوسعت لپاره د قرضي سهوليت برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *