د هر وخت خپلې غوښتنې دي او د غوښتنو رامینځته کوونکي عناصر، معاصر کاري وسایل دي. هر چېرته چې وسایل پرمختللي وي هلته خیالات پراخ او پرمختللي وي. فکرونه د تیر په پرتله د معاصر راتلونکې متمدنه چاپیریال پریکړه کوي. د وخت په تیریدو سره د انساني تکامل ترڅنګ وسایل، ځانګړتیاوې، خصلت، راکړه ورکړه، خبرې اترې، ښکلا، کورنی نظم، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پیماني بدلون مومي، بلکې که یو څوک د دي حالاتو د ادراک توان ونلری نو بیا په وروسته پاتې هیوادونو او ملتونو کې شمېرل کیږي. یو وخت و، چې بغیر د الوتکو او چورلکو افغانان به هند ته روان وو او هلته به یې خلک تر خپل فرهنګي، سیاسي او ټولنیز اغیز لاندې ساتل. خو نن هغوی ته موږ زارۍ کوو چې چورلکي او عصري وسایل راکړي.
د نفوس مسله چې د طالبانو په څیر خلکو ورته ډېر چرت خراب دی. همدا علت دی چې د پولیو د واکسین مخنیوی په دې خاطر کوي څو د مسلمانانو د نفوس د کمیدو باعث ونه ګرځي. البته دا یوه مبالغه ده، د طالبانو په څیر عناصرو، له دې کار څخه هدف خپله مادي ګټه یا پیسې لاسته راوړل دي. دوی د پولیو د کمپاین په بدل کې له بهرني او داخلي کړیو څخه نقدې پیسې اخلي. بیا که چېرته تاریخ ته لاړ شو نو مالومه به شي چې هند له موږ زښت زیات نفوس درلوده خو پرونۍ افغانستان هلته کولای شول چې خپل اغیز وښیی او نن د نړۍ ستر اکثریت چې مسلمان دی نشې کولای یهودو او د بهرنیانو دسیسو ته ماتې ورکړی بلکې سرچپه دوی د یهودو او بهرنیانو د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او ښکیلاکي پرمختګ د ماتې پر ځای په شعوري او غیر شعوري توګه د دوی د دسیسو برخه جوړیږي او د دوی د دسیسو په پرمخ وړلو کې مرسته کوی.
د افغانستان د خلکو مهاجرت نن هم برکت ګڼل کیږي، خو اسلامي سخت دریزي پر دی نه پوهیږي، چې دې مهاجرت ته چا اړ کړو! آیا دا رښتیا نده، چې زموږ د افغانانو په سر د ملګري ملتونو، پاکستان او افغانستان بیوروکریټه (Bureaucratic Class) طبقه کاروبار کوي. که چېرې په نړۍ کې د مهاجرت برکت ختم شی نو بیا د ملګري ملتونو استازي چې د مهاجرینو د مسایلو د حل په موخه ګمارل شوي دي، بې روزګاره نشی؟
هغه وخت څومره ویاړمن وه چې مسلمانانو به له عیسویانو کتابونه راوړل او په خپلو عرب هېوادونو کې به یې خوندې کول او د عیسوی پوهانو په مرسته به یې عربي ته ژباړل. د محمد (ص) له وفات وروسته مسلمانانو د ډېرو شته اختلافاتو په شتون کی هم خپل ویاړ وساتل او د وخت د غوښتنې مطابق یې د نړۍ تر ټولو ستر ځواک (بازنطین امپارتوري) ته یې سخته ماتې ورکړه او په بدل کې یې سوریا، فلسطین، مصر او شمالي افریقا یې ونیوه. خو البته فرق دومره وه چې یوه امپراتوری لاړه او بله راغله. ډېره عجبه خبره ده چې د هغه وخت مسلمانانو ته مذهب دومره اړین نه وه څومره چې دوی ته ټولنیز، اقتصادي او پوهنیز لورلید او لر لید اړین وو. دوی د نورو قامونو او ملتونو مذهبي، ټولنیز او انساني ارزښتونو ته بشپړه درناوی درلود. دا بیله خبره ده، چې عثمانیانو مسلمانان ولې له ساینس، تخنیک، منطق، فلسفي او هنر څخه لرې وساتل تر څو د دوی واک ته ضرر ونه رسیږي. خو طالبانو یوازې پاکستان ته مخه کړی وه.
خپله لومړنۍ او وروستۍ قبله یې د پاکستان دروازه او د اسلام آباد سړکونه ګڼل. دوی ته د اسلام آباد سړکونه چې پر دا به امریکايي او غربي استخباراتي ګاډی تیریدل د لمانځه مصلي ښکاریدل. خو حقاني صیب او ورته نظریاتي ملګري یې پر دی عقیده دی، چې په کوم ځای کې تیره لیکه (سړک) تیره شي، نو هلته قیامت راځي. طالبانو د دې پر ځای چې په افغانستان کې یې ملي یووالي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته کار کړی وای، سرچپه د اسلام آباد د سړکونو کیسې به یې خپلو خپلوانو ته کولاي. دا دي دوی تر ټولو ستره نیمګړتیا وه چې د پاکستان په څیر د وروسته پاتې مافیايي هېواد فکر یې ځان ته تر ټولو غوره وګڼل. د دوی انجینران او پوځیان یې ځان ته مشاورین ټاکل. په هېواد کې هر هغه سړی چې د وطن د آبادی او پرمختګ خبره به یې کوله، د بورنګ او ښوونځي جوړوني خبره به یې کوله خلقي او مرتد ګڼل. خپل بشري ځواک یې په کور او ګور کړ. له دوی څخه به یې مشوره له اسلام تیښته ګڼله خو پنجاب پلوه پښتانه او پنجابیان به یې خپل مشاورین ټاکل او د دوی د اجازې پرته به یې هیڅ پریکړه نشوا کولای.
د پاکستان سره په یارې نړۍ له طالبانو مخ واړول او دوی یې نړیوال ترهګر ونومول. بل لورې ته پاکستان د دوی پر سر نړیوالي مافیايي راکړی ورکړی پیل کړي.
هغه اصول چې د سلګونو مسلمان (د دین د ټیکدارانو د سعودیه، ایران او پاکستان په ګډون)هېوادونو په خوښه د ملګری ملتونو د اساسی قانون په چوکاټ کې پر ځای شوې دی، د طالبانو لخوا حرام او د نه منلو وړ وګڼل شول. له دې اصولو څخه په سرغړوني د افغانستان ۲۵۰۰۰۰ نفوس د امریکا د وحشي بمونو ښکار شو او زرګونو نور یې معیوب او یتیمان او کونډې شول. خو نن دوی ته د قطر په پلازمینه دوحه کې دفتر خوند ورکوی او ځان ته یې سیاسي مرکز ګڼي. ولې چې د کابل عیش او عشرت یې خوښ ندی بلکې کوښښ کوی چې کابل لا پسې غریب او برباد کړي.
د پښتنو له نوې او روشنفکره فرهنګ سره په ټکر کې، یانې د قطب الدین او مودودی اسلام یې ځان ته غوره وګڼل دا په داسې حال کې چې زموږ د جلال الدین بلخي، عبدالرحمان جامي، ابن سینا او داتا ګنج بخش اسلام یې ځان ته نه خوښول او نه یې د شاه ولي الله، عبیدالله سندهی، مولاناعبدالعلي، مولانا ابولکلام او مولانا عبدالقادر اسلام خوښاوه. خو دوی ځان ته د پاکستان او سعودیه سخت دریزه اصول غوره او د عمل وړ وګڼل او ځان یې له تکنالوژي، پرمختګ، ساینس او علم څخه لرې وساتل.
بیا هم د پاکستان او سعودی په اسلامي اصولو کې د فقه اصول ډېر روښانه دی، د دوی له نظره شل سلنه عبادات او ۸۰ سلنه معاملات دی، خو طالبانو زیار باسل چې د عباداتو له لارې افغان ملت ته رزق او روزګار پیدا کړی. هان حالات تر دې ورسیدل چې خلکو خپل ماشومان او میرمني په پرېښودلو پیل کړه. زموږ افغاني غرور تر بل هر وخته تر پښو لاندې شو. طالبانو شریعت پرېښودلي وه . طریقت یې را نیولي وه. د خلکو له کالیو، ږیري، لمونځ اودس او نکاح سره یې دوښمني شوه. د هر څه به د دوی په خوښه کیده لازمه خبره وه بل هیڅ شي شتون نه درلود بلکې طالبانو هم دې شیانو ته پریمان وخت درلود.
میرمنو د دوی د ناکام سیاست له امله ودونه پرېښودل. پر دوی ښوونځي بندي شوې، دوی په کور او ګور شوې. دوی ته یې خپل بنسټیزه اصول ورنکړه، بلکې د افغاني غیرت خلاف په بازارو کې به یې سرعام وهلی او ویشتلي. له دوی څخه به یې د خلکو په مخکې لاسونه پرېکول او دوی به یې د خلکو په مخ کې سنګسارولي. حال دا چې مصر ۷۰۰۰ کاله مخکې د میرمنو حقوقو ته یو ځانګړې اساسي قانون جوړ کړی وه. دوی ته د کور په واک، پریکړو، اصولو او معاملو کې پراخه ونډه ورکړلی وه. دوی با قاعده د ټولنې یوه غني برخه فکر کیده. همداسې بابل هم د میرمنو د حقوقو لپاره ۳۳۰۰ کاله وړاندې قوانین واضحه کړی وو. په افغانستان کې ستر واکمن او خپلواکي بښوونکی امیر امان الله خان چې د لینن، کمال عطاء ترک او امریکايي ویډرو ویلسن په پرتله یې میرمنو ته ډېر حقوق ورکړل چې دا په تاریخ کې یوه ستر ه تاریخي کارنامه ګڼل کیږي. خو طالبانو هغه څه چې میرمنو ته یې اسلام ورکوی هم واخیسته.
تر ټول ستر ناورین خو دا وه، چې طالبانو د معاصر حکومت په چوکاټ کې پخواني او کلاسیکي اصول پر ځای کړی وو. دوی پر دی نه پوهیدو چې د ۱۹۵۷ د تکنالوژی له اوښتون وروسته نړۍ کوم لورې ته روانه ده او کاري اداره څنګه کنټرولیږي. د مدیریت اصولو د شین چای او نسوارو پر کارولو نه سرته رسیږي. اداري له غرونو را ښکته شوې خلک نشې جوړولای بلکې ځانګړی معاصر اصولو ته اړتیا لیدل کیږي. بیا په ځانګړې توګه د ۱۹۹۲ له تاریخي عینې حالاتو وروسته او په ځانګړې توګه د مدیریت او بازار موندني په برخه کې اصول په بشپړه توګه بدلیږي او د حکومت کولو او مخته وړلو نوې چلونو ته اړتیا پیښیږي خو طالبانو سره د دور غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره هیڅ ډول کړنلاره موجوده نه وه. بلکې د کابل پوهنتون د کتابتون پر کتابونو به یې شین چایونه پخول.