په پېښور کې زموږ سره د کډوالو کیمپ کې یو مهاجر قومي مشر او مخور اوسېده ، ډېرې سپینې خبرې به یې کولي ، څښتن دې یې د ډېر عمر خاوند کړي د حق خبره کې به یې سستوب نه کوه ، که څه هم له افغان کډوالو سره مرستې آن د روس خلاف د مبارزې له پیله کېدلي خو زما چې یادیږي په ۲۰۰۱ کال کې مخکې له دې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان برید وکړي دا مرستې نورې هم ډېرې شوې او ښه غوړ مواد به کډوالو ته راتلل او وېشل کېدل ، په دې مرستو کې به د خوراکي توکو سربېره نور ډېر سامان هم و . د وړو په بوریو به یې د امریکا تر بیرغ لاندې لیکلي ول : افغان کډوالو ته د متحده ایالاتو د خلکو تحفه ،هغه مهال په هېواد د امریکا د احتمالې برید خبرې ښې تودې وي ، راځم خپلې خبرې ته دې قومي مشر او مخور به چې کله د امریکا په مرسته رالیږل شوې د وړو بورۍ ولیدلي ویل به یې : ادم علیه السلام د غنم یوه دانه خوړلي وه خدای پرې له جنته وویست ، تاسې د امریکا بورۍ بورۍ غنم خوړلي والله که مو پریږدي ، دا غنم اوس هضمول غواړي .
دا مې په دې وویل چې د هېوادونو له لورې مرستې او همکارۍ د خدای لپاره نه بلکې د خپلو ګټو د خوندیتوب او د موخو د پلې کېدو په پار تر سره کېږي ، امریکا په افغانستان کې ننې شتون ته د زمینې برابرولو لپاره زموږ په هغو لیډرانو پریمانه پانګونه کړې چې عرب مېرمنو به ورته له غوږونو د سرو غوږوالۍ او له غاړو د سرو هارونه د اسلام د بریا او د جهاد د بریالیتوب لپاره ډالۍ کولي . منم د روس پر وړاندې مبارزه مشروع مبارزه او مشروع مقاومت و خو هغه مهال هیڅ ډلې ټپلې او قومندانانو سره دا سوچ او فکر نه و چې د دې مرستو اصل موخه او لرلید څه دی ؟ . کله چې ستر سیاستوال ولي خان افغانستان کې روانه جګړه د روس او امریکا جګړه وبلله تنظیمونو یې پر وړاندې بیلا بیل غبرګونونه وښودل او د ولي خان څرګندونې یې رد کړي خو د ولي خان خبرو لا هغه مهال د ننیو حالاتو وړاندوینه کوله.
هغوی چې هغه مهال یې ولي خان وغنده ، نن د امریکا د حضور شاهدان دي ، د پردي پالو بنسټېزه ستونزه دا ده چې نازک حالات او پرهر پرهر هېواد تر غاړې ورپراته دي دوی د نورو ډول ته څړې اچوي ، تل اوږدمهالی فکر او پلان په کار دی ، انګریزان د هر کار د پلې کولو لپاره لسګونه کلونه پلان ګذارې کوي خپل هدف ته د رسېدو ګڼې لارې چارې په کار اچوي ، او موږ ګورو چې پایلې یې هم مثبتې وي . د پردي پالو اوږدمهالی سوچ او پلان ګذارې نشته ، مسلمان یې هم په ږیره او پګړۍ غولوي کاپر یې هم . ستر خوشحال خان یوه جمله د کاڼي کرښه وئیلي ( پښتون تل د مذهب په نامه غولیدلی ، وژل شوی او کارول شوی ) د منسجم میکانیزم د نه درلودو له کبله د مذهب د سپیڅلي نوم په کارونه د مختلفو څارګرو ډلو ټپلو له خوا کارول شوې یو ، تل زموږ د قربانیو کریډیټ نورو اخېستی دی .
راځئ د غولیدلیو پردي پالو یو څو پخوانۍ او اوسنۍ ترخې تجربې سره شریکې کړو . هغه مهال چې زموږ لیډرانو په ضیاالحق درود وئیلي او هغه یې امیرالمومنیین ګڼه د مرد مومن مرد حق ضیاالحق ضیاالحق شعارونه یې زمزمه کول هغه د افغان جنګ له امریکا په ټېکه اخېستی و ، د افغان جهاد د بریا له غمه نه و مړ بلکې افغان جهاد یې د پاکستان دفاع ګڼله ویل به یې : که روسان د افغانستان غرونو تم نه کړای شو نو د پاکستان شګې یې نشې تم کولای ، که په افغانستان کې د سور سیلاب مخه ونه نیول شوه پاکستان یې د نیولو توان نلري ، څوک چې یو سپیڅلی جنګ د خپلو شومو ګټو لپاره ټېکه کوي ایا هغه امیرالمومنیین کیدای شي ؟ خو تر اوسه ډېرو افغانانو لپاره اتل او د افغان جهاد هیرو دی .
پردي پالو تل کوښښ کړی چې د نورو ډلو ټپلو تیوریانې هېواد ته راوړي او پلي یې کړي ، او بیا د هغې نظریې لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي ، ایا د اسلام هر اړخیز نظام د اخوان المسلمین او د مودودي له نظریاتو پرته نېمګړی دی ؟ د دې نظریاتو اطاعت او تابعداري واجب ده ؟ له دې نظریو پرته د اسلام چوپړ نه کېږي ؟ ډیری اسلامي هېوادونه اسلامي ګوندونه لري خو هغوی نور نظریات خپل هېواد ته نه راوړي او د اسلام په رڼا کې د دې مبارک دین خدمت کوي ، زموږ هېواد ته د نظریاتو انتقال د مالي منابعو او سرچینو د پیدا کېدو لپاره کېږي ، اصل هدف په رښتینې مانا د اسلامي نظریې رشد او انکشاف نه وي بلکې ستر هدف ترې خپلي مالي منابع پیاوړي کول او بیا په همغه پیسو د ګوند چارې او د شخصي سوکاله ژوند پر مخ وړل دي چې ژوندۍ بیلګې یې شته دی .
اوس یو شمېر نوي زیږېدلي ګوندونه د مودودي له نظریاتو په اغېزمنتیا په هېواد کې فعالیتونه پیل کړي ، باور وکړئ د خوشحال بابا خبره د دې بې مذهبو په مذهبیت مه غولیږئ ، دوی د اسلام په جامه کې د اسلام مقابله کوي ، دا نو داسې مخلوق دی چې د هېواد دننه د هېوادوالو په ټپونو مالګې دوړوي ، پردي پالنه کې ترسره ډوب دي ، د اجنبیت پالنې نشه یې دومره غښتلي ده چې په هېواد کې روانې ناخوالې ورته نه ښکاري نه یې حس کوي او نه یې په اړه د مسوولیت احساس کوي ، له هېواد سره یې کرکه او دښمني له تندي له ورایه ښکاري او لکه د لمر ځلیږي .
مخکې له دې چې د دوی عجیبو او غریبو کارونو ته اشاره وکړم یو سپیناوی اړین بولم .دا چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي او د یو وجود حیثیت لري د اسلام د مبارک دین یو اصل دی ، د ځان څخه دفاع کول او د ځان خوندیتوب هم یو فقهې اصل دی ، د لومړیتوبونو پېژندنه او بیا د اسلام په رڼا کې پرې عمل کول د هر مسلمان دنده ده ، هر مسلمان تر خپل وس او استطاعت پورې مکلف دی او هغه څه چې د انسان له وس او استطاعت څخه پورته وي شریعت یې نفي کوي او دا د اسلامي احکامو بنسټېز اصل دی ، یو سړی چې هره ورځ یې غم میلمه وي د بل په غم کې ځان څنګه شریک کړي ؟ تا چې پخپله اور اخېستی وي د بل په اور به څنګه اوبه واړوي ، یو غل چې د یو چا له کوره سامان وړي کوروالا به لومړی د خپل مال دفاع کوي که د خپل ګاونډي کور به له غلو ساتي ؟ لومړیتوبونه چې ونه پېژندل شي دوی به همداسې د جهالت ښکار وي ، همدا ډول باید په یاد ولرو چې مصالح او عام منفعت د فقهې په رڼا کې باید له پامه ونه غورځول شي ، د حدیبې په تړون کې د اسلام پیغمبر دا ماده د مشرکینو له لورې مني چې له مکي هر بندي یا هر مسلمان مدیني ته پناه یوړه بیرته به یې مشرکینو ته سپاري ، په همدې ځای کې له تړون وروسته مسلمان بندي راځي د مسلمانانو په صف کې ځان غورځوي خو پیغمبر یې بیرته مشرکینو ته ورسپاري .
راځئ تاسې د دوی انصاف پخپله وتلئ ، دوی د ځوریدلی ، ټپي او سرګردانه ملت اسویلې ، سلګۍ او فریادونه نه اوري ، یوه ورځ یې د افغان وژنې د غندنې کدرې جرئت ونه کړ ، د یو افغان غایبانه جنازه یې ونه کړه خو بل اړخ ته مصر کې یوه محکمه د مصر ولسمشر ته سزا ورکوي دوی په کابل کې څلور ګوتې اوچتې کړي لاریونونه په لار واچولي ،او د مرسي په حق کې شعارونه ورکړي .سړی حیران شي زه وایم که د مصر ولس د دوی لاریون په ټولنېزو رسنیو کې او یا هم په کوم خبري چینل کې وګوري له خندا به یې ګردې شنې شي والله ریشخند به راباندې ووهي ، وایې به دا څه ګنګس افغانان دي پخپله دا دیرش کاله بې د محکمې د پرېکړې په خپل منځي وژنو لا تر اوسه نه دې ستړې شوې خو د مرسي په ننګه د محکمې له لورې د ورکول شوې سزا خلاف لاریون کوي . که په مصر کې د مصر حکومت د اخوانیانو خلاف کوم اقدام وکړي دوی د هغې اقدام سزا زموږ مظلوم ملت ته ورکوي د کابل جلال اباد لویه لار یې تړلې وي ، زما د هېواد کمکیان ، مېرمنې او سپین ږېرې یې په سره ګرمۍ کې د مصر په ننګه په اوږدو قطارونو کې ماتل کړې وي . دلته تقریبا هره ورځ په یو نوم او په بل نوم د لسګونو هېوادوالو جنازې پورته کېږي د پردي پالو یو لس کسیز ګروپ د دې غمېزو پر وړاندې لارې ته راونه وتل یوه کاغذي غندنه کدرې یې ونه وکړه .
په مرسي ، اردغان او نورو سیمینارونه او کنفرانسونه جوړوي چېرته یوه ورځ یې د هېواد په کوم وتلې شخصیت یې یوه غونډه جوړه نکړه .
په هېواد کې د یو خپلواک او منسجم نظام سرسختې دښمنان دي ، ته به وا چې د خپلو بادارانو له لورې ورکول شوې پروژې ښه په پوره اخلاص پلي کوي ، آن کفري نړۍ او د هغوی مشران پخپل ملت او د ملت په چارواکو غوره ګڼي ، کومه ورځ یې په انځور کې د انګلستان لومړی وزیر د بسونو د تمځای د پرانستې په مراسمو کې په ولاړه لیدلی و انځورونه یې په ټولنیزه میډیا کې لاندې باندې کول چې کاپر هم زموږ له مشرانو ښه دي ولې ؟ ځکه چې بس کې ولاړ دی . خو چې د هېواد ولسمشر پخپله د ښار پاکولو په موخه د کابل ښار ته ووت دوی ته خدای ورکړه خولې یې پرانیستي چې دا نور کارونه ډېر کم دي چې دا لا ښار هم پاکوي . د ولسمشر دې کړنې ته یې بې شميره توجیهات پیدا کړل ، که دا کار اردغان کړی و یوه میاشت به یې په ستاینو نه مړیدل .
کوم سایټ یو خبر خپور کړی و چې اردغان تر هغې له خپل کارې دفتره کور ته نه ځي تر څو چې یې پر میز پرتې ټولې عریضي نه وي لاسلیک کړي ،دا خبر یوه میاشت د پردي پالو لخوا تود بدرګه شو ، خو غني ۱۸ ساعته کار کوي د دوی سترګې ړندې او غوږونه یې کاڼه دي . د ترکیې د اردو شپږ تنو سرتېرو چېرته الله اکبر ناره وهلې وه دوی ډول غاړې ته اچولی و هله د ترکیې پوځ الله اکبر ووایه دوی ورسره دلته د الله اکبرچغې زمزمه کړي . خو د ملي اردو د سرتېرو په جومات کې وژل روا ګڼي او خپلې دې کړنې ته دلایل هم لټوي ، یو افغان هغه د چا خبره که په لمن یې لمونځ هم کېږي خو که ږیره یې خرېیلې وي فاسق یې بولي تحقیر یې کوي ټولنه کې یې سپک ګڼي خو اردغان یې دنکټایې او خریېلې ږېرې سره اتل او خلیفه دی . په ترکیه کې تر اوسه ښځې بربنډې دي ، شراب څښل ازاد دي ، د زنا مراکز ازاد دي هر ډول بد اخلاقيات او فساد ښه په کش کې دوام لري خو په هېواد کې د فرخندې په څېر معصوم شهادت جواز ته ګڼ توجیهات لټوي او د هغې شهادت د اسلامي جذبې زېږنده بولي .
د همدې ترکیې پوځ په افغانستان کې د افغان پوځ په روزنه بوخت دی دوی یې یرغلګر بولي ، خو چې بل هېواد ته یې واستوي غازیان یې بولي ، د نظام او دولت له ننګې وراخوا ټولو اسلامي ارزښتونو ته په بشپړ درناوي داسې هلې ځلې چې د نورو ګټې او مصلحتونه د هېواد د ګټو او مصلحتونو لوړې او اوچتې وګڼي هېڅ ډول د زغم او منلو نه دي ، دې قهرمان ملت هر وخت له خپلو ارزښتونو په کلکه دفاع کړي بیا به یې هم کوي او بیا به یې هم کوي او دا ملت به ډېر زر د پسه په پوستین کې د لیوانو اصلي څېرې رسوا کړي .