خبریال: عادل – د هلمند امنیتي چارواکي وايي، نن سهار یې هغه سړی نيولی چې غوښتل يې يو څلور کلن ماشوم وتښتوي.
د هلمند د امنيه قومندانۍ د دويمې امنيتي حوزې امر حاجي ګران وايي، نيول شوي کس منلې ده چې غوښتل يې ماشوم وتښتوي.
د ماشوم پلار د امنیتي ځواکونو د ستاینې په ترڅ کې د خپل زوی تښتوونکي ته د سزا غوښتنه کوي.
په دې وروستيو کې په هلمند کې د غلاوو او تښتونو پېښې نسبتاً زیاتې شوي خو امنيتي ځواکونه يې د مخنيوي په برخه کې خلکو ډاډ ورکوي.