شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۴ (27 June 2015)
- جمهوررئیس غني: د صحي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د څارنې او ارزونې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت رول مهم دی
په غونډه کې د مور او ماشوم د سالمې روغتیا په موخه د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په برخه کې په راتلونکو لسو کلونو کې د یو موثر سیستم د رامنځته کولو، د مکافاتو او مجازاتو سیستم رعایت ته په پام د روغتیایي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د ټینګې څارنې او په راتلونکو څلورو او بیا لسو کلونو کې د روغتیایي خدماتود برابرولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د رول د روښانولو په اړه بحث وشو. همدارنګه د روغتیایي خدماتو د ښه والي لپاره د یوې بشپړې طرحې د برابرولو، په کابل ولایت کې د نفوس په تناسب د روغتیایي خدماتود ښه والي په موخه د یو روښانه میکانیزم د رامنځته کولو، د روغتیایي پروګرامونو تداوم ته د جدي پاملرنې او د عامې روغتیا وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست تر منځ د صحي بیمې د رامنځته کولو په هکله په ازمایښتي ډول د لازمو اقداماتو د ترسره کولو په اړه وړاندیزونه او نظریات مطرح شول. د هېواد جمهور رئیس په ټینګار سره په هېواد کې د روغتیایي خدماتو د ښه والي لپاره د صحي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د ارزونې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت رول مهم وباله او د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
- د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په یوه قرارداد کې له دوه سوه ملیونه ډالره زیاته سپما وشوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون خپله اونیزه غونډه وکړه. د ملي تدارکاتو کمیسیون پرېکړه وکړه، چې د پوهنې وزارت د ۶۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د تصویب شوي قرارداد په اساس به درې ملیونه ټوکه کتابونه داخلي مطبعو ته د چاپ لپاره ورکړل شي. له دغو کتابونو څخه به ۲،۱ ملیون زده کوونکي ګټه واخلي. همدارنګه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په یوه قرارداد کې له دوه سوه ملیونه ډالره زیاته سپما وشوه او د خوست ولایت د هوایي ډګر د قرارداد په اړه پرېکړه وشوه چې د خوست والي به یاد قرارداد د لا شفافیت په موخه په دقت او هر اړخېزه توګه وارزوي. د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت ته د یاد وزارت د قراردادونو له ارزولو وروسته لارښوونه وشوه چې د درملو قراردادونه دې د عامو اجناسو له تدارکاتي پروسې څخه واېستل شي او خاص تدارکاتي چوکاټ دې ورته جوړ شي. د ډاکټر قادر ودان په مشري د متخصصینو ټیم ارزونه ښیي چې د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پورې په افغانستان کې د پاسپورټونو چاپ ممکن دی، خو تر هغه وخته باید د اړتیا وړ یو ملیون پاسپورټونو د چاپ لپاره پخواني قرارداد ته دوام ورکړل شي.