تاند- د افغانستان حکومت وايي چې د اسلامي دولت (داعش) وسله واله ډله اوس د افغانستان په درو ولایتونو کې حضور لري خو حکومت کلکه اراده کړې چې له منځه یې یوسي.

د ولسمشر مرستیال ویاند ظفرهاشمي نن /یکشنبه/ وویل، داعش ډله، چې په عراق او سوریه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري، په ننګرهار، فراه او هلمند ولایتونو کې فعاله ده.

هاشمي وویل چې امنیتي ځواکونو د داعش پر ضد بریالي عملیات کړي دي. ده د دغو عملیاتو جزییات څرګند نه کړل.

راپورونه وايي چې په ننګرهار کې داعش له وسله والو طالبانو سره په جنګ دی او ګڼې سیمې یې له طالبانو څخه نیولي دي.

One thought on “داعش د افغانستان په درو ولایتونو کې فعال دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *