خبریال: میرویس جلالزی – راپورونه وايي چې په ۲۰۱۵ کال کې د تیرو کلونو په پرتله د افغان میرمنو پر وړاندي زور زیاتی ډیر شوی او اوس هغوی له کوره دباندي د خوندي توب احساس نه کوي.

روان کال نه یوازي دا چې ملک له امنیتي پلوه له ډیرو ننګونو سره مخامخ دی بلکې د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالي هم په بې ساري توګه زیات شوي دي.

د ښځو د چارو فعالانې وايي هغه افغان مېرمنې چې له کوره بهر کارونه کوي د سر له ویرې سره مخامخ دي.

هغوی وايي چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې د ښځو کار او ژوند ته یوازینی ګواښ نه دی په حکومت کې د ننه هم داسې کړۍ شته چې د ښځو ژوند يې تریخ کړی؛ جنسي او بدني ځورونې يي څرګندې بېلګې دي.

د ښځو د چارو فعالې وږمه فروغ پر وینا، تاوتریخوالی او جنايي جرمونه د ستونزو زړه جوړوي.

هغه وايي هره ورځ، ښځي وژل کیږي، پرې جنسي تیري کیږي او له زور زیاتي سره مخ دي چې دا بهیر د تیر کلونو په پرتله اوس ډیر ګړندی شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم د ښځو پر حال اندیښنه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون مرستیالې ثریا صبحرنګ په وینا د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی په روان کال کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه لوړ شوی دی.

هغه وايي که دغه اندیښنې لري نه شي د ښځو لاس ته راوړنې به په اوبو لاهو شي.

اوس ډیری خلک په افغانستان کې دننه ویره لري چې ښایي د بهرنیو سرتیرو له بشپړې وتنې وروسته افغانستان بیا د کورنیو جګړو په لور ټیل وهل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *