یکشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۴ (28 June 2015)

  • جمهور رئیس غني: د وظیفوي تداخل له منځه وړل زموږ د راتلونکو څلورو کلونو یو عمده هدف دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني  د ښې حکومتوالۍ په برخه کې له خپل فوق العاده استازي سره  نن له غرمې مخکې په ارګ کې غونډه وکړه. ښاغلي احمدضیا مسعود  د اداري اصلاحاتو په برخه کې خپل ځانګړی راپور وړاندې کړ. په راپور کې د حکومت په کچه د وظیفوي تداخل ۲۱ موارد شرحه او هم د پروسو د ساده کولو په برخه کې د ۳۱۴ تشخیص شویو  مواردو په اړه کافي معلومات ورکړل شول او د دغو دواړو مواردو په هکله د کابینې  د ځانګړې ناستې  وړاندیز وشو. د هېواد جمهور رئیس د برېښنایي حکومتوالۍ د سیستم تر پلي کېدلو وړاندې د پروسو د نقشې جوړول حتمي وبلل. نوموړي د ښې حکومتوالۍ او د پروسې د ساده کولو لپاره تشکیلاتوته بیا کتنه یو جدي اړتیا وبلله. جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، زه غواړم حتی د جمهور رئیس اداري صلاحیتونه محدود او قانون حاکم شي. نوموړي د پروسو د ساده کولو لپاره معلوماتي ټکنالوژۍ ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ. جمهور رئیس د وظیفوي تداخل د مواردو د تشخیصولو په برخه کې د کمیسیون یوه برخه کار سم او یوه برخه د لا ډېر دقت وړ وباله او په ټینګار یې وویل، په راتلونکو څلورو کلونو کې زموږ تر ټولو عمده هدف د حکومتي بنسټونو د دندو تشخیص او د وظیفوي تداخل له منځه وړل دي، چې پیل به یې د زېربناو او ساختماني چارو له برخې وکړو. جمهور رئیس غني څرګنده کړه، چې د وظیفوي تداخل تر ټولو مهمه او ستونزمنه برخه ساختماني چارې دي. اوسمهال د افغانستان نږدې ټولې ادارې ساختماني چارې ترسره کوي. د هرې ادارې تر ټولو ډېره بودجه او تر ټولو ډېره توجه  په همدې سکتور متمرکزه ده او تر ټولو ډېر فساد هم په همدې سکتور کې موجود دی. جمهور رئیس د وظیفوي تداخل په برخه کې د ټرانسپورټ وزارت مثال هم  ورکړ او وې ویل ، چې د ټرانسپورټ په برخه کې نهه ادارې دخیلې دي او د دې مانا داده چې په نهو نقطو کې د یوه کار د پرمختګ د ځنډېدلو او ویټو صلاحیت موجود دی.

  • جمهور رئیس غني: د شهیدانو د اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره دې داسې اقدامات ترسره شي چې هغوی د یتیموالي احساس ونه کړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني، نن سهار د ملي د فاع او کورنیو چارو وزارت له مسوولینو، د ملي امنیت له لوی رئیس او د بېلابېلو قول اردوګانو له قوماندانانو سره د توحید له مرکز څخه په یو وخت کې د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د هېواد عمومي امنیتي حالت یې و ارزولو. د دغه ویدیو کنفرانس په لړکې جمهور رئیس غني د هېواد د هوایي ځواک درې تنو پیلوټانو ډګروال قدرت الله د عبدالروف زوی، ډګروال غلام محی الدین د غلام رسول خان زوی او ډګروال عتیق الله د محمد لعل خان زوي ته چې د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې یې د هوایي عملیاتو په جریان کې خپلې دندې په زړورتیا او میړانه ترسره کړې وې، د تروریستانو بریدونه یې په شا تمبولي وو او دښمن ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، د ښه پوځي خدمت مډالونه ورکړل. د کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایت د امنیتي حالت په اړه په داسې حال کې چې د کندز ولایت ملکي او پوځي چارواکي هم موجود وو، د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د کندز او د هغه په شاو خوا سیمو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ترسره شویو عملیاتو په باب رپوټ وړاندې کړ، وې ویل چې په دغو عملیاتو کې له ۱۵۰ څخه زیات د دښمن افراد وژل شوي او ۶۰ تنه ټپیان شوي چې په وژل شویو کسانو کې له ۲۵ څخه زیات بهرني اتباع هم شامل دي. ده همدا راز وویل چې د دښمن پرخلاف په دغو تعرضي عملیاتو کې د وسله وال پوځ ۸ تنه منسوبان شهیدان او ۶۲ تنه یې ټپیان شوي دي. مراد علي مراد همدا راز په کندز، بغلان، تخار او بدخشان کې د دښمن پرخلاف د راتلونکو چاڼیزو عملیاتو او پلانونو په اړه د هېواد د وسله وال پوځ اعلی قوماندان ته رپوټ ورکړ. د وسله وال پوځ اعلی قوماندان همدا راز لار ښوونه وکړه هغه ۷۰ تنه پرسونل چې د غلام علي په غونډۍ کې یې د دښمن محاصره ماته کړه او دښمن ته یې مرګ ژوبله واړوله او هغه پرسونل چې په وروستیو عملیاتو کې یې ګډون کړی و، د مکافاتو لپاره د جمهوري ریاست عالي مقام ته ور وپیژني. جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان د هېواد په امنیتي نظام کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل عملي کېدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت د لوی ریاست لخوا دې یو پلاوی وګمارل شي ترڅو د وسله وال پوځ له هغو منسوبانو تحقیق او څېړنه وکړي چې د هغوی د وظیفوي غفلت له امله د امنیتي ځواکونو یو شمېر وسله د دښمن لاس ته ورغلې ده.

  • جمهور رئیس غني:  د افغانستان راتلونکی ټولنیز مصوونیت د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت پورې اړه لري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ پلاوي او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د څارنې او څېړنې له کمېټې سره وکتل. جمهور رئیس غني د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کار څخه نا خوښي څرګنده کړه او د دغه وزارت وزیرې ډاکټرې نسرین اوریاخیل ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه وزارت د اوسنیو معینانو پرځای ډېر ژر تجربه لرونکي او با استعداده نوي معینان پیشنهاد او د خپل سل ورځني پلان د څرنګوالي په اړه ده ته بیا رپوټ ورکړي. محمد اشرف غني وویل چې په تېرمهال کې هم په دغه وزارت کې د معلولینو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي نه ده شوې او بنیادي اصلاحات پکې نه دي رامنځته شوي. جمهور رئیس غني د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د افغانستان د کابینې کلیدي وزارت وباله، وې ویل چې د افغانستان راتلونکی ټولنیز مصوونیت په دغه وزارت پورې اړه لري. مېرمن اوریاخيل څرګنده کړه چې ډېر ژر به هغه پروسه بشپړه کړي چې له لارې به یې متقاعدین خپل تقاعد د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بانک له لارې ترلاسه کړي. دې وویل چې د معلولینو د هویت د تثبیت لپاره به د کورنیو چارو او د پوهنې وزارت له معلوماتي بانکونو څخه ګټه واخلي او معلولینو ته به د د هغوی د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د بایمتریک سیستم په کارولو سره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *