له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډیری کسان خپل ظاهر ته چندانې توجه نه کوي، که څه هم تر یوحده بې وزلي په دې برخه کې رول لري خو له دې سره سره په ډیرو لږو امکاناتو هم له ظاهري پلوه جذاب او ښایسته کیداي شو، هغه کسان چې جذاب وي پر خلکو ېې اغیز هم ډیر وي او په ورځني ژوند کې بریالي هم دي ښايي د جذابیت لپاره ډیرې لارې چارې وي خو ترټولو مهم پکې پوهه ده څومره چې دې پوهه او مطالعه ډیره وي خلک دې له مجلسه خوند اخلي او جذابیت مو ورسره زیاتیږي خو له دې پرته دلته ځینې نورې لارې چارې هم شته چې څنګه جذاب شئ او پر خلکو اغیز وشنیدئ ، ښځې او نارینه دواړه له دغو لارو چارو ګټه پورته کولي شي:
موسکا هیڅکله مه هیروئ، زموږ په ټولنه کې ډیری کسان هڅه کوي درانه او سنګین واوسې او موسکا نه خوښوي خو موسکا له جذابیت سره ډیره مرسته کوي کله چې په لومړي تماس کې موسکا کوئ مقابل لوری په اسانه در سره اړیکه نیسي او پر تاسو اعتماد کوي، دا مهمه نه ده چې په مازغو کې مو څه تیریږي په هر ډول شرایطو کې موسکا مه هیروئ.
نارینه باید تل ږیره وخريي ، که څوک غواړي ږیره پریږدي نو حتماً دې اصلاح کوي، میرمنې هم باید خپلې وروځې منظمي او صلاح کړي دغه چاره په جذابیت کې ډیره مرسته کوي.
ویښتان د یو تاج په شان دي چې ستاسو په سر ایښی وي تل ورته پام کوئ، ویښتان د خپل مخ او څیرې ډول ته په پام سره اصلاح او ږومنځ کوئ، ژر ژر ېې اصلاح کوئ په لودیځ کې ډیر کسان په میاشت کې یوځل سلماني ته ځي خو په دې منځ کې د څټ اضافي ویښتان په اونۍ کې یوځل په خپله اخلي په هر حال دا سخت کار نه دي په تیره بیا چې ستاسو سلیقه او جذابیت ورسره ښه کیږي.
د بدن حرکات او یا د بدن ژبه چې انګریزان ېې « body language » بولي خورا اهمیت لري دا په خبرو او مجلس کې د لاسونو، او بدن حرکات دي چې په بیلابیول کسانو توپیر کوي په ډیرو ټولنو کې کسب او کار پر دغو حرکاتو ډیراغیز لري او که دغه حرکات کنټرول شي او د خبرو او مجلس په وخت سړی ارام او کرار او اوسي نو مقابل لوری به تاسو ته جذب شي او له تاسو سره به ښه اړیکه ټینګه کړي خو که د بدن حرکات مو نا انډوله او له سټرس او ویرې ډک وي نو مقابل لوری پر تاسو باور نه کوي دغه چاره ستاسو جذابیت ته تاوان پیښوي.
د دو کسانو د تماس او اړیکو په برخه کې د ختیځ او لودیځ کلتور توپير کوي، زموږ په ټولنه کې کله چې څوک له چا سره غږیږي نو مخا مخ ېې سترګو ته نه ګوري او دا ورته بې احترامي ښکاري ، خو په لودیځ کې که څوک د خبرو په وخت مقابل لوري ته ونه ګوري او سترګې په سترګو کې ونه ګنډي نو بې ادبه ورته ښکاري دا مهمه نه ده چې کوم کلتور ښه دی او کوم بد خو د اړیکو د ساتلو متخصیصن وايي که غواړې خبره دې اغیز ولري او جذابیت دې زیات شي نو غوره ده د خبرو په وخت مخامخ د مقابل لوري سترګو ته وګورئ، دلیل ېې دا دی چې کله تاسو د مقابل لوري سترګو ته ګورئ هغوي فکر کوي چې تاسو ارزښت ورکوئ او دغه چاره ستاسو اغیز او محبوبیت زیاتوي له بده مرغه زموږ په رسنیو کې حتي دې مسلې ته پام نه کیږي او ډیر ځله د تلویزیون نطاق له مرکه کوونکي سره د مرکې په وخت هغه ته ځیر نه ګوري او په لوي لاس خپل مرکه کوونکی بې ارزښته کوي چې په ننتیجه کې ېې خپل پروګرام بې خونده کیږي. نو حتي که شرمیږئ هم مخا مخ او په ځیرتیا سره خپل مقابل کس ته ګورئ که سخته وي له خپلو ملګرو سره دغه تمرین وکړئ .
کله چې په لاره ځئ پر خپل نفس په اعتماد او په برم سره په ګام اخلئ دا کبر او غرور نه دی بلکه مثبت کار دی. نو چې کله په لاره ځئ سر او سترګې پورته ونیسئ ټیټ سر درناوی نه دی بلکه جذابیت ته تاوان رسوي.
هیڅوک بد بوي نه خوښوي، ډیره هڅه وکړئ چې بدن او خوله مو بد بوي ونه کړي دغه کار ډیر اسانه او ارزانه دی. هره ورځ ځان وینځئ او عطر او دیوډورانټ استعمالوئ، هیڅکه د غاښونو مسواک مه هیروئ.
زموږ په ټولنه کې ډیر کسان په دې فکرونو کې وي چې نور د ده په هکله څه وايي که دغه ډول فکر کوئ ژوند مو سخت او روحیه مو تل کمزوري وي او له نورو سره په اړیکو کې تل خنډونه جوړوي، هیڅکه ری مه وهئ چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي ټول بریالي کسان یوازې پر خپل ځان فکر کوي دې ته ارزښت نه ورکوي چې نور د هغه په هکله څه فکر کوي. پر خپل نفس اعتماد ولرئ او ارامه اوسئ هیڅوک عصاني کسان نه خوښوي.
خندا او د نورو خندول ددې سبب کیږي چې شا وخوا کسان ژر پرتاسو اعتماد وکړي، څو ظریفي ټوکې زده کړئ چې مجلس مو ورسره ښایسته وي او نور خوشاله وساتئ.
مناسبې جامې ډیر ارزښت لري هغه کسان چې ښه لباس اغوندي تل د خلکو د توجه وړ وي ، ښه لباس حتماً ګران بیه جامې نه وي، چې کله جامې اخلئ یا ېې اغوندئ وګورئ چې ستاسو له قد او اندام سره برابرې وي، تنګې او ارتې جامې دواړه ستاسو جذابیت ته تاوان روسوي. روښانه رنګونه اغوندي خو داسې رنګونه چې انډول ېې له یوبل سره برابر وي او د خپلې څیرې او پوستکي رنګ ته هم پام کوئ.