تاند- ملګروملتو نن په یوه راپور کې ویلي چې یوازې په څلورو کلونو کې ۲۳۰۲ افغان ماشومان د افغانستان د روانې جګړې په نتیجه کې وژل شوي دي.
د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون وویل، په افغانستان کې د ماشومانو او وسله والو شخړو په باب له وروستي راپور سره سم په ۲۰۱۴ م کال کې تر تېرو کلونو زیات ماشومان وژل شوي دي.
د راپور په موده کې، یعني د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر له لومړۍ د ۲۰۱۴ کال د دسمبر تر یودېرشمې پوري ۵۰۴۷ ماشومان سخت ژوبل شوي او ګڼ به یې د عمر تر پایه معیوب او نیمګړي وي.
د راپور له مخې، تر ټولو زیات ماشومان د مځکنیو جګړو له کبله وژل شوي او ټپیان شوي دي. په ۲۰۱۴ م کال ۳۳۱ تنه وژل شوي او ۹۲۰ نور ژوبل شوي دي چې د ورتېر کال دوه برابره دي.
په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان په لارو کې ماینونه او چاودېدونکي مواد ږدي چې له کبله یې یوازې په ۲۰۱۴ م کال ۶۶۴ تنه ماشومان وژل شوي او د ۲۰۱۳ کال په پرتله یې د دې ډول حملو په نتیجه کې د ماشومانو تلفات په سلو کې ۸۰ زیات کړي دي.
راپور وايي چې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ۱۲۶ ماشومان وژل شوي او ۷۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان له لوري په توغندويي بریدونو کې ۵ ماشومان وژل شوي او ۵۲ نور ژوبل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې د دوی څېړونکي نه دي توانېدلي چې په ډزو د ۱۶۳ تنو نورو د وژل کېدو او ۵۰۵ د ژوبلېدو مسوول معلوم کړي.
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو لوړ تلفات ښيي چې کوچنیان د جګړې په اور کې سوځي.
دا اداره وايي چې د او له هغوی څخه په ځانګړي ډول په انتحاري حملو او نورو خطرناکو بریدونو لکه د چاودېدونکو موادو د ځای پر ځای کولو په برخو کې کار اخیستل کېږي.
د افغان ماشومانو توقیف او شکنجه بله اندېښنه ده چې د بشري حقونو فعالان یې څرګندوي.
دوی وايي چې ۲۵۸ ماشومان یا تر قانوني عمر کشر زلمکي له وسله والو مخالفانو سره د ارتباط په شمول په بېلابېلو امنیتي تورونو بندیان دي.
د ۲۰۱۳ کال د دسمبر او د ۲۰۱۴ د دسمبر ترمنځ ملګروملتو له ۱۰۵ بندیانو سره مرکې کړي چې ۴۴ یې ادعا کړې چې شکنجه شوي یا بد چلند ورسره شوی دی.
The u.n. itself is responssible for both-side killngs & murdering of Afghans`(children).
Becaz , u.n. works for weapens-smuggelers, drugs-smuggelers , warlords , Wallstreet`s lords etc..& giving just the statistics of died human-rights!!!!!!!!!
Down with this type of terrorism!