لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
مینه: ترټولو لوړ احساس
جیمزآرتور ري ( فیلسوف ، ویناوال ، مولف ، او دبالقوه انساني ځواک دبریالبتوب دپروګرامونو نوښتګر ) :
« دښه احساس اصول ستا دکورني حیوان لپاره هم کارندوالی لري دمثال په توګه ،حیوانات عجیبه کارونه کوي ځکه چې ستا عاطفه پاروي کله چې ته له خپل کورني حیوان سره مینه کوې ،همدغه دمینې او عشق حالت ستا ژوندته ښيګڼې راولي چې دا لوي نعمت دی »
دفکر او عشق اغښلتیا اویوځاي کیدل دي چې دجذبولو دقانون مذبوت ځواک جوړوي . |
«چارلز هانل »
په نړۍ کې دمینې له قدرته بل لوي قدرت نه شته . دمینې د احساس له امله ته ترټولولوړې فریکونسۍ خپرولاي شې که خپل هر فکر دمینې په پوښ کې ونغاړې ، که له هر شي او هرچاسره مینه وکړاي شې ژوند به دې بدل شي .
په حقیقت کې پخوانیو متفکرانو دجذبولو قانون ته دمینې دقانون په توګه اشاره کړې . که په دې اړه لږ فکر وکړې په نورو خبرو هم پوهیداي شي که دچاپه هکله دنامهربانۍ احساس ولرې دهمغو نامهربانه افکارو څرګندیدل به وګورې ته په خپلو افکارو سره یوازې ځان ته تاوان رسوې که دمینې په اړه فکرونه په سر کې وروزې حدس ووهه څوک ترې ګټه اخلي. ته په خپله ! که ستا غالب افکار مینه اوعشق وي دجذبولو یا دمینې قانون په خپل ټول ځواک سره غبرګون ښیي ځکه چې ته ترټولو لوړې فریکونسۍاوزیګنالونه خپروې هرڅومره چې ډیره مینه احساس او خپره کړې هومره لوي قدرت کنټرولولاي شې .
هغه ضابطه چې دفکر خوځندوالی او قدرت زیاتوي ترڅوله خپلو مواردو سره ارتباط ټینګ کړي اوپه نتیجه کې په هرې انساني تجربې کې استاد شي دجذبولو قانون دی چې بل نوم یې عشق دی دا په ټولو موجوداتو ، هرې فلسفې ، هر مذهب ، اوهرعلم کې تلپاتې او اساسي اصل یا آر دی دمینې له قانونه دتیښتې هیڅ لاره نه شته . دا احساس دی چې دتفکر دتاندوالي سبب کیږي احساس اشتیاق دی او اشتیاق همغه مینه ده له مېنې ډک فکر نه ماتیدونکی دی . «چارلز هانل » |
مارسي شیموف :
«کله چې په خپلو افکارواو احساساتوکې تکړه شې اوهغه درک کړې همغه وخت دی چې دخپل ژونداو حقیقتونو دپنځولو په څرنګوالي خبریږې چې په حقیقت کې ستا آزادي اوقدرت هم همدلته دی »
مارسي شیموف د البرټ انیشټین له یوې حیرانووکې خبرې مونږ خبروي :
ترټولومهمه پوښتنه چې هر انسان ېې له ځانه کوي داده چې آیادغه کائینات مساعداومینه ناک دي ؟
دجذبولو دقانون له نظره دې پوښتنې ته یوازېنی ځواب «هو» دی ، کائينات مساعد او مینه ناک دي . ولې ؟ ددې لپاره کله چې دغسې ځواب ورکړې ، دجذبولو دقانون له امله ته په خپله هم همدغه حالت تجربه کوې . البرت انیشټین دغه پوښتنه مطرح کړه ځکه چې په راز خبر ؤ . هغه پوهیده چې ددې پوښتنې په مطرح کولو سره فکر کولو او انتخاب ته مجبوره کیږوهغه ددې پوښتنې په مطرح کولو سره مونږ ته بې ساری فرصت راکړ.
دانشټین دهدف اومقصد په پرمخ بیولو سره اعلان کولاي شې :
«کائينات پرتمین دي .کاینات ټولې ښې موضوع ګانې زماپه لور راولي ،کائينات زمالپاره له ټولو ښو موضوعګانوسره سازباز کړی دی ،په هرکارکې چې ترسره کوم ېې کائينات زما ملاتړي دي ، کائينات سمدستي زما اړتیاوې پوره کوي »بیا نوپوه شه چې عالم مساعد او مینه ناک دی .
جک کنفلیډ :
«کله چې په راز پوه شوم او هغه مې په خپل ژوند کې پلی کړ په ریښتیا چې زما ژوند بدل او له معجزو ډک شو زه خیال کوم هغه ژوند له سره پیلوم چې هر څوک ېې په خوبونوکې ګوري . زه په څلورنیم میلیون ډالري کور کې ژوند کوم میرمنه مې راسره مینه لري اوځان ترې ځاورم درخصتیو لپاره دنړۍ تر ټولو ښایسته ځاي ته ځو، غره ته خیژم ، سیاحت کوم دښکار او چکرلپاره ځنګلونو او ښکلو سیمو ته ځم دغه ټول کارونه شوي او اوس هم دوام لري ځکه چې زه پوهیږم چې څه ډول له رازه استفاده وکړم »
باب پراکټر :
«ژوند لکه دخوبونو غوندې کیداي شي او باید همداسې وي او همداسې به شي کله چې ته له رازه استفاده وکړې .»
داستا ژوند دی اوستا په تمه دی چې هغه کشف کړې ښایي ترهمدې شیبې پورې دې خیال کاوه ژوند سخت اوله چلینجونو ډک دی او په نتیجه کې دجذبولو دقانون په اساس دې سخت اوله ستونزو ډک عمر تیراوه .
همدا اوس نارې کړه اوکائیناتو ته ووایه چې « ژوند آسانه دی ، ژوند ډیر ښه دی ټولې ښې مو ضوع ګانې زما په لور راځي » .
ستاپه وجود کې یوحقیقت نغښتی دی چې په تمه دی تر څو هغه کشف کړې اوهغه حقیقت دا دی :
« ته دټولو هغو ښو شیانو لیاقت لرې چې ژوند ېې درکوي »
ته په خپله په فطري ډول په دې پوهیږې ځکه کله چې دښو شیانوله کمښت سره مخامخیږې بد احساس لرې ټول ښه شیان ستا مسلم حق دی ته په یوډول پنځوونکی ېې اودجذبولو قانون ستا لپاره یوه پرتمینه وسیله ده چې په ژوند کې هرڅه غواړې هغه وپنځوې دخپل ژوندجادو او پرتم ته ښه راغلې او دغه کارتجربه کړه په تجربې ارزي .
دراز لنډیز
** دجذبولو قانون دطبیعت قانون دی اوبیخي دځمکې دجاذبې دقانون په شان بې غرضه دی .
** هیڅ شی ستا تجربې ته نه شي ننوتلاي مګر داچې هغه دخپلو فکرونو له لارې ځانته راوغواړې .
** ددې لپاره چې پوه شې څه فکر کوې له ځانه دخپل احساس په هکله پوښتنه وکړه . احساس ارزښتمنه وسیله ده چې ډیر ژر مونږ هغوشیانو ته متوجه کوي چې زمونږ په ذهن کې تیریږي .
** ناممکنه ده چې سړی بد احساس ولري اوپه عین حال کې ښه فکر وکړي .
** ستا افکار ستا فریکونسۍ معلوموي اوسمدستي احساسات تا ته وایي چې په کومې فریکونسۍ یې کله چې ستاطبیعت سم نه وي او یا بد احساس ولرې په هغې فریکونسۍ عیاریې چې نورې بدې موضوع ګانې جذبوي کله چې ستا طبیعت اواحساس ښه وي په قدرت سره نو رې ښې موضوع ګانې هم ستا په لور جذبوي.
** دراز بدلونکي لکه ښې خاطرې ، موسیقي ، او دطبیعت منظرې ستا احساسات بدلولاي شي او ناببره به ستافریکونسۍ بدلې کړي چې ورسره ستا طبعیت ښه کیږي .
له رازه داستفادې څرنګوالیHow to use the secret
ته په خپله یوپنځونکی ېې او ډیره آسانه لار ه اوبهیر شته چې دجذبولوله قانونه په استفادې سره هغه څه وپنځوې چې ته ېې غوړې . سترو متفکرانو او اندیالانود خپلو حیرانوونکو آثارو له لارې په بیلا بیلو ډولونو دخلقت دغه بهیر له مونږ سره شریک کړی دی ځینو دکائيناتو کړچار دداستان له لارې ثابت کړی دی هغه پوهه اوحکمت چې هغوي په خپلوکیسو کې ترې کار اخیستی دی له یوه نسله بل نسل ته لیږدول شوی دی او دحماسې بڼه یې غوره کړې ده ډیر کسان لا نه پوهیږي چې ددغو کیسو ماهیت دژوند یوواقیعت دی .
جیمز آرتور ري :
«د علاالدین او دهغه دجادویي ډیوې کیسه به دې اوریدلي وي که د علاالدین او دهغه دجادويي ډیوې پرکیسې فکر وکړې په ډيرومسلو پوهیداي شې . علاالدین جادويي ډیوه پیدا کړه او دهغه دوړې ېې پاکې کړې ناڅاپه ترې ېو دیو راووت دغه دیو تل یوه خبره کوي (امر کوه زما باداره ) دغه کیسه داسې ده چې باید درې آرزوګانې موجودې وي خوکه کیسه ترپایه تعقیب کړې او سرچېنې ته ېې ورسیږې پوه به شې چې دهیلو او آرزوګانو لپاره هیڅ محدودیت نه شته په دې هکله فکر وکړه او دغه کیسه لږ پراخه کړه اوپه خپل ژوند کې ترې کار واخله په یاد ولره علاالدین هغه څوک ؤ چې تل دخپلوغوښتنو په فکر کې ؤ اوس ته داسې فکر وکړه چې ته درست کائينات د علاالدین د دیو په ځاي په وک کې لرې . دبیلابیلو دودونو او په بیلابیلو دودونو او رواجونوکې ېې بیلابیلو نومونه ورته ایښې دي لکه مهربانه پرښته ،ستا سپیڅلی شی او داسې نور مونږ هر نوم چې وغواړو ورته کیښودلاي ېې شوته هماغه انتخاب کړه چې ستا لپاره ډیر کارندوالی لري خو درستو مکتوبنو مونږ ته ویلې چې ترمونږ ستر شی هم شته البته دجادویي ډیوې دیوچې مونږ ېې دلته کائینات بولو تل مونږته یوه خبره کوي : امر کوه باداره .»
دغه په زړه پورې کیسه ثابتوي چې څه ډول ستا ټول ژوند او هرهغه څه چې پکې شته ستا په وسیله جوړ شوي دي دیو یوازې ستا هره غوښتنه پوره کړې ده دیوهماغه دجذبولو قانون دی چې تل چمتو دی او هر فکر چې ولرې اوهرخبره چې وکړې او دهر شي په هکله چې اقدام کوې او غواړې ېې ته د عالم ارباب ېې او دغه دیو ستا هر امر ته چمتو دی دیو هیڅکله ستا غوښتنې بې ځوابه نه پریږدي . ته که دهر شي په هکله فکر وکړې دیو بې له ځنډه پر کائیناتو ،خلکو ،او شرایطو فشار رواړي چې ستاغوښتنه ومنل شي .