ښاغلي احسان الله ارینزي د نړۍ د پنځو لویو وچو د طبیعي، سیاسي، بشري، اقتصادي او تاریخي جغرافیې په اړه د خپل اثر (د نړۍ هینداره) معلومات بیا بیا تازه کوي او د تاند له لارې یې پر لوستونکو پیرزو کړي دي.
د دې لړۍ لومړۍ برخه دلته (اروپا) ولولئ.
————————————-
آسيا د نړۍ تر ټولو لويه وچه ده. چې شمال ته يې كڼل شمالي سمندر، جنوب ته د هند سمندر، ختيځ ته آرام سمندر او لويديځ ته اروپايي سيمه پرته ده. د آسيا پېژندنې له پاره د دغه لويې وچې ځانګړتيا ته ځو:
1 – پراخوالي: د نړۍ له 139640387km² ټول پراخوالي څخه19.3% يا 27011798km² ساحه آسيا نيولې ده. دا ارقام څرګندوي چې د نړۍ له پنځو برخو څخه، آسيا يوه برخه نيولې، د افريقا او اروپا د لويو وچو اندازه له آسيا سره برابره ده. په پاسنيو ارقامو كې د اسيا او نړۍ وچې په پام كې نيول شوى دى. كېداى شي چې دا ارقام له نورو منابعو سره څه توپيرونه ولري د دې عامل دا دى چې په ځينو ارقامو كې د لويو وچو يا هېوادونو ساحلي سيمې هم په پام كې نيول كيږي. كه د آسيا ساحلي سيمه هم په پام كې ونيسو دا پراخوالى 44400000Km2 كېږي.
2 – جغرافيايي موقعيت: په داسې حال کې چې اروپا، د آسيا په شمال لويديځ کې کمکي ټاپووزمه او افريقا د آسيا په جنوب لويديځ کې يوه منځنى لويه وچه ده، آسيا د دواړو تر مينځ پرته ده او د دواړو تر مينځ د پل حيثيت لري. آسيا، اروپا او افريقا پخوا په ګډه(برقديم يا پخواني وچه) بلل کېدل. همدا شان آسيا او اروپا ته (اوريشيا) هم ويل کېږي. د آسيا په شمال کې، شمالي کنګل سمندر، په ختيځ کې آرام سمندر او په جنوب كې د هند سمندر موقعيت لري. د آسيا د لويې وچې لويديځ پلو څرګندې پولې نه لري؛ خو په کتابونو کې د اورال Ural غرونه، قفقاز، تور سمندرګى او د مرمرې سمندرګى د آسيا د لويديځ څنګ ګاونډيان بلل کېږي. همدا راز سور سمندرګى آسيا له افريقا څخه بېلوي.
د آسيا لويه وچه د استوا له مدار څخه د شمالي عرض البلد تر 80 يمې درجې مدار او د نصف النهار له ختيځې 60 درجې څخه د ختيځ طول البلد تر 180 يم مدار پورې پرته ده.
3- جغرافيايي ځانګړتياوې: په آسيا کې داسې لويې دښتې شته چې په نوره نړۍ کې نشته. د مثال په ډول د روسيي د سايبريا پراخوالي، د اروپا له ټولې لويې وچې سره برابر دى. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې ځينې جغرافيه پوهان د پخواني شوروي اتحاد ټوله خاوره په آسيا كې شمرې؛ خو ځينې نور دا خاوره د آرال د غرونو پر بنسټ يوه برخه په اروپا او بله برخه په آسيا كې حسابوي. اوس- اوس سره دې چې روسيه يو اروپايي هېواد بلل كېږي؛ خو ځينې سيمې يې عملاً د آسيا په لويه وچه كې پرتې دي.
د آسيا فلاتونه يا هسكې سيمې هم بې جوړې دي. لکه د تبت فلات، د عربستان فلات، دكن(هند)، منځنۍ سيابيريا(روسيه)، د ګوبي Gobi فلات، د مغولستان فلات او داسې نور. د آسيا د غرونو لوړوالي او لوړې څوکې هم په نړۍ کې لومړي ځاي لري.د مثال په توګه که د اروپا د آلپ Alp په غرونو کې د مونت بلان Mont Blan څوکه 4400m او يا په امريکا کې د مکينلي Mckinley څوکه 6190m لوړوالي لري، د آسيا ايورست Evereste – 8882m، ګوديناوستن 8610m او مکالو Makalo – 8472m لوړوالي لري. د سيندونو په برخه کې د افريقا ډېر او د اروپا ټول سيندونه له آسيا سره سيالي نه شي کولاي. د مثال په توګه د دانيوب Danube سيند چې د اروپا تر ټولو اوږد سيند باله شي، په سايبريا کې د اوب Ob د سيند له يوه مرستيال سيندګي څخه هم وړوکي دي. د افريقا په لويه وچه کې يوازې د نيل، زامبز Zambez او کانګو سيندونه د آسيا له سيندونو سره پرتله کېداي شي. په شمالي امريکا کې د ميسي سي پي سيند له خپل مرستيال ميسوري Missourie سره د اوږدوالي له پلوه او په جنوبي امريکا کې د آمازون Amazone سيند د ډېرو اوبو د درلودلو له پلوه، په آسيايي سيندونو غښتلي دي. د سايبريا اوب Ob د اوږدوالي له پلوه د نړۍ دوهم سيند بلل کېږي.
آسيا د بيلا بېلو سيمو د لرلو له امله په نړۍ کې ځانګړي ځاي لري. د مثال په توګه وچې سيمې ، تندرا Tundra، ځنګل، د کرنې وړ سيمې، كنګل او لانده (مرطوب) ځايونه. د قطب تندراګانې او د سايبريا کنګل ځايونه، له نيمې اروپا څخه لوي دي. د سايبريا ځنګلونه د آمازون تر ځنګلونو غټ او پراخه دي. د منځني آسيا له وچو دښتو سره يوازې د افريقا شمالي دښتې سيالي کولاي شي. د ختيځ چين، هندوستان او د هندوچين زمکې د شمالي امريکا (د امريکا متحده ايالات ) د زمکو په شان بډايې دي او ښه حاصل ورکوي.
آسيا درې ډېرې ټېټې سيمې لري: تاريم Tarim او زونګاري Zungari په لويديځ چين كې او توران Torn د كسپين د سمندرګي په ختيځ كې.
آسيا د ټيټوالي او جګوالي له پلوه په 5 لاندې سيمو وېشل کېږي:
الف: د منځنۍ آسيا سيمه: پراخه او جګه غرنۍ سيمه ده چې له مينځ څخه يي شمال ختيځ او حنوب ختيځ لور ته د غرونو ځو لړۍ غزېدلې دي. همدا راز د آسيا له منځنيو برخو څخه تر لويديځه پورې د غرونو يوه اوږده سلسله پرته ده چې پامير Pamir او تبت يې چاپېره کړي دي.
د شمال ختيځو غرونو له ډلې څخه التايي Altai، تيان شان Thianshan او ستنووي Stanovoi د يادولو وړ دي. په جنوب ختيځو لړيو کې هيماليا Himalaya ډېره مهمه ده چې ټولې څوکې يي له 7000m څخه لوړې دي. هماليا، خپلي شمالي لمنې هغو جګو سيمو ته رسوي چې د تبت د فلات په نامه ياديږي. دا سيمې له سمندر څخه 5000m جګې دي. د چين تبتيان په همدې جګه سيمه کې استوګن دي.
ب: د شمالي آسيا سيمه: يا د سايبريا دښته چې د اورال د غرونو له ختيځو لمنو څخه د آرام سمندر تر ختيځو څنډو او د منځنۍ آسيا له لوړو برخو څخه د شمالي کنګل سمندر تر جنوبي پولو پورې پرته ده. د سايبريا لويديځې برخې اوارې او ختيځې برخې لږ جګي دي چې د (ستنووي) په غرونو کې پاي ته رسېږي.
ج: د لويديځې آسيا سيمه: دا سيمه په دوو لاندې برخو وېشل کېږي.
لومړي شمالي سيمه چې يوه برخه سايبريا او د منځنى اسيا لږ لوړې سيمې پکې حسابېږي. دوهم جنوبي برخه چې د افغانستان هندوکش، د ايران البرز، قفقاز او نورې سيمې او د ترکيې جنوبي سيمې پكې پرتې دي.
د: د جنوبي آسيا سيمه: جنوبي آسيا د ټاپووزمو ځاى دى. د آسيا درې لويې ټاپووزمې يعنې د هند وچين ټاپو وزمه، د هندوستان د دکن ټاپو وزمه او د عربستان ټاپووزمه په دې برخه کې موقعيت لري. د هندوچين ټاپو وزمه د (مالايا) په يوه بله نرۍ او کوچنۍ ټاپووزمه پاي ته رسېږي. د دکن ټاپو وزمه د هندوستان د نيمي وچي جنوبي برخه جوړوي. د دکن شمال لور ته د سند Sind او ګنګا Ganga پراخه او حاصل خيزه زمکې پرتې دي. د عربستان ټاپو وزمه لږ جګه سيمه ده چې د سره سنمدرګۍ په واسطه له افريقا څخه جلا کېږي.
ر: د ختيځې آسيا سيمه: دغه سيمه چې د (لرې ختيځ) په نامه ياديږي له چين، د کوريا له ټاپو وزمې، د جاپان د ټاپوګانو د ټولګي، د فلپين د ټاپوګانو د ټولګي او د ټايوان (فارموسا ) له ټاپو څخه جوړه شوې ده. د دغې سيمې په يوه خوا کې ښې پراخه زمکې او په بله خوا كې ګڼ شمير کوچني غرني ټاپوګان پراته دي چې ډير يې اورغورځونکي دي.
4 – اقليم: د آسيا لويه وچه په دوه امله بېلا بېله هوا لري:
يو دا چې دا لويه وچه ډېره پراخه ده، په جنوب کې د استوا تر کرښې(نژدې) او په شمال کې تر شمالي ګنګل سمندر پورې غزېدلې ده. دوهم د ډېرو سمندرونو، سيندونو او منځنيو جګو برخو شته والي چې ډېر لندبل (رطوبت) او باراني وريځې د منځنۍ آسيا سيمو ته رسوي.
1/4– د سړې هوا سيمه: د آسيا 1/3 برخه سړه ده. د سايبريا دښته او د مغولستان ډېره ساحه په دې سيمه کې حسابېږي. د نړۍ ډېره سړه سيمه چې -70˚ يخني لري همدلته پرته ده. د دې سيمې هوا د دوبي په تودو ورځو کې له ˚+20 څخه نه زياتېږي. د کال په اتو مياشتو کې د دغه سيمې اوبه او وچه کنګل وي. له هغه ځايه چې د دوبي لږ لنډه تودوخه د دې کنګلونو د ويلې کولو واک نه لري؛ځکه نو دا سړه سيمه تل په کنګلونو پوښلې وي. د آسيا د لويې وچې د دغه سيمې شمالي برخې، چې د شمالي کنګل سمندر څنګ ته پرتې دي ״ تندرا ״ نومېږي.
-4/2 د وچې او دښتې هوا سيمه: د آسيا 1/3 برخه سيمه، وچه او دښتي هوا لري. منځنۍ آسيا، د ايران او عربستان په شمال کې د لويديځې آسيا ځينې برخې په دې ساحه کې حساب دي. د دې سيمې هوا وچه او ورښت لږ دي او په ځينو برخو کې يې په کال كې 5mm باران اوري، لکه د اورال سمندرګي ته نژدې برخې. د دې سيمې ژمي ساړه او دوبي ګرم دي.
3/4– د موسمي هوا سيمه: دا هوا د آسيا په جنوب او ختيځ کې چلېږي.لکه هندوستان، اندونزيا، جاپان، د چين ختيځې برخې او د هندوچين د ټاپو وزمې هېوادونه. په دې سيمه کې د موسمي بادونو له امله چې باراني وريځې خوځوي، هر کال 5 مياشتې باران اوري. دا موسمي بادونه د هند او آرام سمندرونو وريځې د لويې وچې نوموړې سيمي ته ننباسي. په دې سيمه کې د اووه مياشتنيو سړو او وچو بادونو او همدا راز د لمر د پرله پسي وړانګو له امله، زمکه بيرته وچيږي. په سيمه کې پريمانه ورښت او تودوخې، ځنګلونه زيات کړي دي. د دې سيمې سيندونه له اوبو ډک او اوږده دي.
4/4– د مديترانه اي هوا سيمه: د آسيا لږ برخه په دې سيمه کې حساب ده. د تور سمندرګي او مديترانې شااوخوا، مديترانه اي هوا لري. په دي سيمه کې ژمي نرم او دوبي تاوده وي. د اتلس د سمندر او د مديترانې د سمندرګي د لندو بادونو لګېدل چې باغي توليداتو ته ښه وده ورکوي، د دې سيمې د هوا يوه ځانګړتيا بلله کېږي.
تقريباً ټوله آسيا د نړۍ په شمالي نيمکره او د ګرينويچ Greenwich د نصف النهار له پلوه، د نړۍ په ختيځه نيمه کره کې موقعيت لري. په آسيا کې د استواّ کرښه يوازې د اندونيزيا له هېواد څخه تېريږي. ماليزيا او سنګاپور د استوا له كرښې څخه 1.5˚ واټن لري. قطبي سيمو ته ډېره نژدې سيمه سايبريا ده چې د شمالي قطب مدار له هغه څخه تېرېږي او ډېره سړه ده. د آسيا شمال د خپلو ټاپوګانو او د ټاپوګانو له ټولګيو (مجمع الجزاير) سره د شمالي عرض البلد په 80˚ کې واقع دي. که دا موضوع په پام کې ولرو چې د آسيا تر ټولو جنوبي سيمه د استوا له کرښې څخه 1.5˚ واټن لري، د آسيا لويه وچه د جغرافيايي عرض له خوا، تقريباّ د استوا او د شمالي قطب د مدار تر مينځ او د جغرافيايي طول له خوا د نصف النهار 60˚ او 180˚ تر مينځ موقعيت لري. د شکل له مخې د آسيا ډېره برخه د شمالي عرض د 40˚ په مدار کې پرته ده.
د آسيا په جنوب او ختيځ کې ډېر ټاپوګان او ټاپو وزمې پراته دي. په داسي حال کې چې د آسيا په منځنيو برخو کې دښتې او فلاتونه ډېره پراختيا لري. آسيا هم د نورو لويو وچو په څير داسي مثلث ته ورته ده چې څوکه يي د استوا د کرښې خوا ته غزيدلې ده. د نړۍ په ټولو وچو کې اروپا، آسيا ته ډېره ورته ده او دا ځکه چې آسيا او اروپا دواړه پخپلو جنوبي خواوو کې 3-3 ټاپو وزمې لري. د آسيا ټاپو وزمې عربستان، هندوستان او مالاکا او د اروپا ټاپو وزمې بالکان، اېبري او ايتاليا دي.
آسيا د غټو ټاپوګانو او ټاپو وزمو ځاي دي. د اندونيزيا د ټاپوګانو ټولګي (مجمع الجزاير) 2000000km² پراخه دي. په دې ټولګي کې 13600 غټ او واړه ټاپوګان شمارل شوي دي. د آسيا تر ټولو لوى ټاپو، برنيو نومېږي چې 757050km² مساحت لري. همدا راز د آسيا لويه ټاپو وزمه، د عربستان ټاپو وزمه 3250000km² پراخه ده.
د آسيا لويې دښتې د عربستان، ګوبي او قراقروم دښتي دي چې په ترتيب 500000km2، 400000km2 او 105000km² مساحت لري.
د آسيا ساحلي څنډې له امريکا او افريقا د ساحلي څنډو غوڅ والي لږ دي، د آسيا د لويې وچې سواحل ډېر غوڅ – غوڅ او وتلي ننوتلي دي. دې حالت په تېر وخت کې د آسيايي انسانانو او ټولنو په تمدن کې ژوره اغېزه شندلې ده. د لرغون پوهانو پرله پسې کيندنو او څېړنو دا ښودلې ده چې د نړۍ ډېر لرغوني تمدنونه د همدې ساحلي څنډو په سيمو يعني چين، هند، بين النهرين (عراق) کې مينځ ته راغلي دي.
5- سمندرګي (بحېرې): د آسيا مهمې بحيرې دا دي: تايمير د سايبريا په شمال کې، بايکال د سايبريا په جنوب کې، بالخاش په قزاقستان کې، اورال د ازبکستان په شمال کې، ايسيک کول Issik kul د قزاقستان په شمال کې، کسپين د ايران په شمال کې، جليله د سوريي په جنوب لويديځ کې، بحرالميت د اردن په جنوب کې، وان د ترکيې په ختيځ کې، تونل Tonl د کمبوديا په لويديځ کې، کوکونور Kokonor د چين په شمال کې او خانکا Khanka د سايبريا د دښتې په لويديځ کې. د يادولو وړ ده چې د پراخوالي له پلوه کسپين د آسيا تر ټولو لوى سمندرګى دى.
6- ټاپوګان: که د آسيا په جنوب ختيځ کې او د آرام په سمندر کې هغه زښته زيات ټاپوګان چې د اندونيزيا او فليپين په هېوادونو پورې اړه لري، يوې خوا ته کېږدو، نو د آسيا د لويې وچې ستر ټاپوګان دا دي: نوايه سوريانا Nivaya Sevrnaya د سايبريا په شمال کې، نيوسيبريسکي New Siberisky د سايبريا په شمال کې، قبرس د ترکيې په جنوب کې، سري لانکا د هندوستان په جنوب کې، هاينان Hianan د چين په جنوب کې، سنګاپور د ماليزيا په جنوب کې، جاوا، سوماترا، سلب Celabes او برنيو په اندونيزيا کې، فارموسا يا تايوان د چين په ختيځ کې، بحرين د ايران په جنوب کې، شيکوکو Shi kuku، کيوشو Kyushu، هون شو Honshu او هوکايدو Hokkiado په جاپان کې، له دې ډلې څخه برنيو د آسيا تر ټولو غټ ټاپو بلل کېږي.
7 – ټاپو وزمې: د آسيا د لويې وچې لويې ټاپو وزمې دا دي: هندوچين، دکن او عربستان د هند په سمندر کې، عمان په عربي يا فارس خليج کې او کوريا او کامچاتکا د آرام په سمندر کې. عربستان د آسيا تر ټولو لويه ټاپو وزمه ده.
8- د ټاپوګانو ټولګي (مجمع الجزاير): په آسيا کې د ټاپوګانو څلور ټولګي شته چې هر ټولګي يو بېل هېواد جوړ کړى دي او هغه دا دي: جاپان، فليپين او اندونيزيا د آرام په سمندر کې او مالديب يا مالديو د هند په سمندر کې. له دې ډلې څخه اندونيزيا د آسيا د لويې وچې تر ټولو غټ مجمع الجزاير يا د ټاپوګانو ټولګى دي.
9- سيندونه: د آسيا ډېر غټ سيندونه دا دي: سور درياب (بحراحمر) د هند په سمندر کې، عربي سيند د هند په سمندر کې، د عمان سيند د هند په سمندر کې، اندامان، د جنوبي چين سيند، جاوا، فلورس، باندا، کرام، سلب، سولو، د لويديځ چين سيند، ژړ سيند او د جاپان سيند چې ټول په آرام سمندر کې حساب دي. د اختسک Okhotsk سيند په شمالي کنګل سمندر کې، له دې ډلې څخه د جنوبي چين سيند د آسيا تر ټولو غټ او اوږد سيند باله شي.
10- خليجونه: آسيا څلور مهم خليجونه لري او هغه دا دي: د فارس خليج (عربي خليج ) د ايران په جنوب کې، د بنګال خليج د هندوستان په ختيځ کې، د سيام خليج د تايلند په جنوب کې او تونکين Tonkin د چين په جنوب کې. له دې ډلې څخه د بنګال خليج د آسيا تر ټولو غټ خليج ګڼل کېږي.
11- سمندرونه: د نړۍ درې ستر سمندرونه د آسيا په دريو برخو کې په لاندې ډول موقعيت لري: شمالي کنګل سمندر د آسيا په شمال کې، آرام سمندر د آسيا په لويديځ کې او د هند سمندر د آسيا په جنوب کې.
12- د اوبو لارې (بابونه): د آسيا د اوبو مهمې لارې چې دوه سيندونه يا دوه سمندرونه سره تړي دا دي: باب المندب د سره سمندرګي او عربي سيند تر مينځ. هرمز د فارس د خليج او د عمان د سيند تر مينځ، مالاکا د اندامان او جاوا د سيندونو تر مينځ. ماکاسار د جاوا او سلب د سيندونو تر مينځ. کوريا د جاپان او د لويديځ چين د سيندونو تر مينځ او پېروس Peroues د جاپان او د اختسک د سيندونو تر مينځ.
13- غرونه او لوړې څوکې: لکه چې مخکې هم ووېل شول، د آسېا د غرونو لړۍ په ټوله نړۍ کې سارې نه لرې. د آسيا د غرونو مهمې لوړې څوکې دا دې.
– د ايورست لوړه څوکه m 8882، د هندوستان او نيپال په شمال كې، د هيماليا لړۍ.
– د ګودوين اوستن څوکه 8611m، د کشمير د قراقرم په لړۍ کې.
– د نوشاخ څوکه 7480m، د افغانستان د ختيځ هندوکش په لړۍ کې.
– د ماکالون څوکه 8472m، د نيپال او تبت د هيماليا په لړۍ کې.
– د کانکور څوکه 7665m، د تبت د پامير په لړۍ کې.
– د پوبيدا څوکه 7439m، د ترکستان د تيان شان په لړۍ کې.
– د خان تينګرې څوکه 6995m، د ترکستان د تيان په لړۍ کې.
– د دماوند څوکه 5671m، د ايران د شمال د البرز په غرونو كې.
– د ارارات څوکه 5165m ، د ارمنستا ن او ترکيې تر مينځ په غرونو کې.
14 – سيندونه: د اسيا مهم سيندونه دا دي.
– د اوب ob سيند. په سايبريا کې چې شمالې کنګل سمندر ته ورځي. اوږدوالې 5500km
– د ين سي Yenisiسيند په سايبريا کې چې شمالې کنګل سمندر ته ورځي.
– لنا Lena چې شمالي كڼل سمندر ته ورځي.
– دويناDvina چې شمالي كڼل سمندر ته ورځي.
– پچورا Puchura چې شمالي كڼل سمندر ته ورځي.
– يانا yana چې شمالي كڼل سمندر ته ورځي.
– ايندېيركا indigirka چې شمالي كڼل سمندر ته ورځي.
– كوليما Kolima چې شمالي كڼل سمندر ته ورځي.
– د يانګ تسه سيند، په چين کې چي د جنوبې چين سيند ته توييږې 5000km.
– د مکونګ Mekong سيند، په هندوچين کې چې د جنوبي چين سيند ته توئيږي 4500km.
– د آمو سيند، په چين کې د اختسک سيند ته توئيږي 4500km.
– د هوانګيو سيند، په چين کې چې آرام سمندر ته توئيږي. 4200km.
– د سند سيند، په پاکستان کې چې د هند سمندر د عمان له سيند سره يو ځاى كيږي 3180km.
– د ګنګ سيند، په هندوستان کې چې د بنګال خليج ته توئيږي 3000km.
– د آمو سيند د افغانستان په پوله چې اورال ته رسي. 2500km.
– د برهما پوترا سيند، په هندوستان کې چې د بنګال خليج ته توئيږي2900km.
– دني يستر Dniestre د روسنې په جنوب كې چې له تور سمندرگي سره يو ځاى كېږي.
– دني پر Dniepre د روسنې په جنوب كې چې له تور سمندرگي سره يو ځاى كېږي.
– دون Don د روسيې په جنوب كې چې له تور سمندرگي سره يو ځاى كېږي.
دوهم: له انساني پلوه هم آسيا، د نړۍ تر ټولو لويه وچه ده؛ ځکه :
1 – نفوس: د نړۍ نيمايي نفوس په آسيا کې ميشت دي. (له 7 بليون کسانو څخه څه د پاسه 4055357000 (2010 نيمايي). په آسيا کې په 1km² ځاي کې 150 کسان ژوند کوي. دا رقم د اروپا له پاره 40.78 دي. آسيا د ولسونو د استوګنې له پلوه په شمالي آسيا، منځنۍ آسيا، ختيځه آسيا، جنوبي آسيا او لويديځه آسيا وېشل کېږي. ښکاره خبره ده چې په بېلا بيلو برخو کې د نفوس – هستېدنه يو شان نه ده. هلته چې هوا مناسبه او زمکه ښه حاصل وركوي يا په اقتصادي لويو مرکزونو او ساحلي سيمو کې خلک زيات دي. برعکس په وچو دښتو، غرونو، بيدياوو او شمالي او جنوبي کنګل سيمو کې ان په km² کې يو سړي هم نه پيدا کېږي. له همدې امله د آ��يا ګڼ ميشته سيمې د دې لويې وچې په ختيځ، جنوب ختيځ او څه نا څه په جنوب کې پرتې دي. په نورو سيمو کې د اوسېدونکو د شمېر څرنګوالي په اقتصادي عواملو اوبو پورې اړه لري. په آسيا کې د وګړو له پلوه دوه غټ هېوادونه چين او هند په ترتيب سره 1336718015 او 1189172906 اوسيدونکي لري. له دې وروسته اندونيزيا 245613043، بنګله دېش 158570535، جاپان 126475664 او پاکستان 184404791 (2010) نفوس لري.
2 – انساني ټولنې: آسيا د غټو انساني ټولنو د درلودلو له امله په نړۍ کې ساري نه لري. د مثال په توګه چينايان 1500000000، هنديان 900000000، اندونيزييان 250000000، جاپانيان 140000000 او همدا راز عرب د آسيا غڼې – غټې انساني ټولنې جوړوي. په داسي حال کې چې په اروپا کې روسي او د ختيځو اسلاويانو ټولنه 120000000، جرمن ټولنه 100000000 او فرانسوي او انګلوکسون ټولنې هر يوه 70000000 کسان لري، چې له آسيايي ټولنو سره نه شي پرتله کېداي.
3 – نژاد: د آسيا عمده نژادونه ژړ او سپين دي.
1/3- ژړ نژاد د آسيا د اوسېدونکو ډېره برخه جوړوي. دا خلک په ختيځه آسيا، جنوبي آسيا، منځنۍ آسيا او شمالي آسيا کې اوسېږي. جاپانيان، چينايان، مغل، ماله يان، ترکان او د هندوچين اوسېدونکي په دې ډله کې حساب دي. د دې خلكو رڼ ژړ دى، ج تور وېښتان لري، ژېره يې لنډه او د مخ هډوكي يې وتلي ښكاري. مغول، كالخا Kalkhas، بوريات Beuriates، كلموك Kalmouks، توڼوزToungouses او قلياك Chiliaks هغه ژېړ قومونه دي چې خپله نژادي ځاڼړتياوې يې تر اوسه ساتلي دي. ځينې اوسني بشر پېژندونكي تركان سپين بولي.
2/3- د آسيا سپين پوستي په آريايانو او ساميانو وېشل کېږي. د افغانستان، ايران، قفقاز، پاکستان او هندوستان ځنى خلک آريايان او عرب، ترك او يهود ساميان دي. يوه ډله سپين پوستي هغه اسلاويان دي چې له ختيځې اروپا څخه راغلي او د سايبريا په جنوبي او لويديځو سيمو او د پخواني شوروي اتحاد په ځينو جمهوريتونو کې ميشت شوي دي. تورپوستي آسيائيان چې دراويديان هم بلل كيږي په سريلانکا، د هند په جنوب او د هند د سمندر په ځينو ټاپوګانو کې اوسېږي.
3/3– د آسيا په استوايي سيمه كې داسې تور پوستي اوسېږي چې نژاد پيژندونكي يې ڼريتو Negritos بولي. دا خلك ټېټه ونه، تياره پوستكي، پراخه وچولى او كړۍ كړۍ وېښتان لري. دا خلك په سريلانكا، د هند د هيماليا په جنوب (پونير Punniers، نيكر Naikers او شولاجا Sholajas) او كمبوديا(د مالاكا په ټاپووزمه، سماڼ Semang، سيكايي Sakaies او مانترا Manthras) كې استوگن دي، وروسته پاته ژوند لري او نيم بربنډ اوسي.
د آسيا د خلکو لوي نژادونه دا دي: ژړ 20 هېوادونه، سامي 13 هېوادونه، آريايي 12 هېوادونه، هندي 5 هېوادونه او تور 4 هېوادونه. د دې په څنګ کې نور نژادونه هم په آسيا کې شته دي.
4 – اديان: د آسيا په لويه وچه کې د بېلا بېلو اديانو پيران داسي دي: اسلام 29 هېوادونه، بوداييزم 18 هېوادونه، مسيحيت 9 هېوادونه، برهمايي (برهمن) 6 هېوادونه، يهوديت 3 هېوادونه، هندوييزم 3 هېوادونه، کنفوسيوس 1 هېواد، شينتو 1 هېواد او سك 2 هېوادونه. په ځينو هېوادونو کې د څو دينونو پيروان يو ځاى ژوند کوي لکه مسلمانان، يهودان او مسيحيان په لبنان کې او يا مسلمانانو، هندوان، سکان، بودايان او برهمايان په هند کې.
5– مذاهب: د نړۍ ډېر اديان په آسيا کې مينځ ته راغلي او بيا نورې نړۍ ته تللي دي. مثلا د اسلام مبارک دين، مسيحيت، يهوديت، بودايي، برهمايي، زردشتي، کنفوسيوس او داسي نور. په اروپا کې يوازي مسيحيت له خپلو څلورګونو مذاهبو (کاتوليک، پروتستانت، ارتدوکس او وانګليان ) له آسيايي مذهبي ټولنو سره پرتله کېداي شي. د وروستنيو سرشمېرنو له مخې په آسيا کې د مهمو اديانو د پيروانو شمېر داسي دي: مسلمانان 500000000، هندوان 520000000، کنفوسيوس 280000000 بودايان 340000000 او يهود 6000000.
سني 29 هېوادونه، شيعه 5 هېوادونه، کاتوليک 8 هېوادونه، زردشتي 4 هېوادونه، وهابي 2 هېوادونه او پروتستانت 1 هېواد.
6 – ژبه: آسيايان په ډېرو ژبو خبري کوي. د آسيايي ژړ پوستکو (چينايان، جاپانيان، کوريائيان، تبتيان ) ژبه ډېره سخته ده او الفبا يې 700 علامې لري. يوازې چينايي ژبه تر يو بليون ډېر زيات ويونکي لري. د آسيايي سپين پوستکو ژبې لکه پښتو، عربي، فارسي، ارمني او داسي نورې 35 – 25 توري لري او زده کول يې آسان دي.
عربي 14 هېوادونه، انګليسي 13 هېوادونه، چيني 6 هېوادونه، هندي 5 هېوادونه، فارسي او درى 3 هېوادونه، ترکي 5 هېوادونه ( تركمنى 1، ازبكى1، قرغزى 1، قزاقى 1)، فرانسوي 3 هېوادونه، کوريايي 2 هېوادونه، ماله اي 2 هېوادونه، مغلي 2 هېوادونه، پښتو 2 هېوادونه، تبتي 2 هېوادونه، عبري، اندونيزيايي، يوناني، کمبوديايي، لاٶسي، نيپالي، آنامي، هالندي، سيلوني، تاګالو، اسپانوي، تايلندي، جاپاني، ارمني يو – يو هېواد، اردو، سندي، پنجابي او بنګالي دوه – دوه هېوادونه.
د يادولو وړ ده چې هغه هېوادونه چې خلک يې په څو ژبو خبري کوي، څو ځلې حساب شوي دي. همدا راز د آسيايي هېوادونو د کوچنيو او سيمه ايزو ژبو شمېر تر پاسنيو ارقامو څو ځلې زيات دي د مثال په ډول په افغانستان کې چې يوازې پشتو او دري ژبې يې پاس يادې شوې، خلک په 36 ژبو خبرې کوي.
7- هېوادونه: د آسيا خپلواکه هېوادونه دا دي: آذربايجان، اردن (هاشمي)، ارمنستان، ازبکستان، افغاتستان، اسرائيل، امارات (عربي متحده)، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما (ميانماز)، بروني (بروناي)، بنګله ديش، بوتان، پاکستان، تاجکستان، تايلند (سيام)، ترکمنستان، تايوان (فارموسا)، تېمور (ختيځ)، چين، جاپان، سري لانکا (سيلون)، سنګاپور، سوريه، عراق، عربستان (سعودي )، عمان، فيليپين، فلسطين، قرغزستان، قزاقستان، قطر، کوريا (شمالي)، کوريا (جنوبي)، کمبوديا، کويټ، لاٶس، لبنان، ماليزيا (ملايا)، مالديب (مالديو)، منګوليا (مغلستان)، نيپال، ويتنام، هندوستان او يمن.
په آسيا کې داسي هېوادونه هم شته چې ځان آسيايي نه بولې. له همدې امله د آسيا د لويې وچې ټول مساحت توپير مومي. مثلا ترکيه سره له دې چې ډېره خاوره يې په آسيا کې پرته ده، ځان په اروپا کې حسابوي. په کتابونو کې هم ترکيه کله آسيايي او کله اروپايي هېواد بلل کېږي. همدا راز روسيه چې ډېره برخه يې په آسيا کې پرته ده، اوس پوره اروپايې هېواد ګڼل کېږي. په دې کتاب کې د روسيې په آسيايي برخه او ترکيه خبرې نه دي شوي.
8- حکومتونه: جمهوري 24 هېوادونه، پاچايي 11 هېوادونه، امارت 5 هېوادونه، دموکراتيك جمهوريت 2 هېوادونه، فدرالي جمهوريت 2 هېوادونه او اسلامي جمهوريت
9 – د آسيايي هېوادونو او سيمو مساحت او نفوس د کتاب د ارقامو له مخې داسې دي:
10- د آسيا ناخپلواکه سيمې:
1- د اندامان Andaman ټاپوګانو ټولګي (مجمع الجزاير Archipelago) :- دا 4 غټ او 20 کوچني ټاپوګان د هند په ختيځ کې، د بنګال د خليج په جنوب کې، د اندامان په سيند کې پراته دي. اندامان ته تر ټولو نژدې آسيايې هېواد برما دي چې د دغه ټاپوګانو په شمال ختيځه خوا کي پروت دي. د اندامان جنوب ته د نيکوبار د ټاپوګانو ټولګي موقعيت لري. د دغه ټاپوګانو پايتخت پورت بلر Port Blair نومېږي او اداره يې د هند په غاړه ده.
2- د شاګوس Chagos د ټاپوګانو ټولګي: د هند په سمندر کې د مالديپ په جنوب کې موقعيت لري. دا يو غټ او 25 کوچني ټاپوګان دي. غټ ټاپو ديګوګارسيا Diegocacia نومېږي چې د ټولګي پايتخت هم دي. شاګوس ته تر ټولو نژدې آسيايې هېواد، مالديپ دي. هغه وخت چې انګلستان د هند نيمه وچه ونيوه، دا ټاپوګان يې هم لاندې کړل چې تر نن پورې د دوي لخوا اداره کېږي.
3- د کوريا موريا Curia Muria د ټاپوګانو ټولګي: دا ټاپوګان په عربي سيند (د هند سمندر) کې موقعيت لري. د دغه ټولګي په شمال کې، د عربستان ټاپووزمه (د عربي اماراتو سيمه ) پرته ده. کوريا موريا ته تر ټولو نژدې آسيايې هېواد عمان Oman دي. دا يو غټ او څو کوچني ټاپوګان دي چې ټول 72km² مساحت او 4500 نفره اوسېدونکي لري. غټ ټاپو کوريا موريا نومېږي. د ټاپوګانو دغه ټولګي په انګلستان پورې اړه لري.
4- د نيکوبار د ټاپوګانو ټولګي: دا 4 غټ او 12 کوچني ټاپوګان دي چې ټول 350km² پراخوالي لري او هند په سمندر کې موقعيت لري. نيکوبار 45200 نفره اوسېدونکي لري. د نيکوبار پيتخت لافول Laful نومېږي. نيکوبار د اندامان د ټاپوګانو د ټولګي په جنوب او د اندونيزيا د سوماترا د ټاپو په شمال لويديځ کې پروت دي. دغه ټاپو ته تر ټولو نژدې آسيايي هېواد، اندونيزيا، دي. نيکوبار په هند پورې اړه لري.
5- بېطرفه س`يمې: په آسيا کې دوه بيطرفه سيمې شته چې ټول 10957km² مساحت او 2750 اوسېدونکي لري. لومړي بېطرفه سيمه د عراق په جنوب او د کويټ په لويديځ کې موقعيت لري چې 5000km² پراخه ده او د عراق او کويټ دواړه هېوادونه د هغې د مالکيت دعوي کوي. دوهم د کويټ په جنوب ختيځ او د عربستان د ټاپووزمې په شمال ختيځ کې بېطرفه سيمه چې 5975km² مساحت لري او دغه دواړه دولتونه پرې د مالکيت دعوي لري. اوس – اوس دغه دواړه بېطرفه سيمې د انکلستان لخوا څارل كيږي.
6- هانګ کانګ
7- مکاو
نوټ: د هانګ کانګ او مکاو ټاپوګان د انګلستان او پرتګال لخوا له ډېرو کلونو څخه وروسته بيرته چين ته وسپارل شول. دا دواړه ټاپو ګان په دې كتاب كې د خپل سياسي، تاريخي او اقتصادي اهميت له مخې په جلا – جلا توګه معرفي شوي دي.
لاندې جدول د آسيايي هېوادونو د اقتصادي، اجتماعي پرمختګ د څرګندولو له پاره، د هر هېواد غير خالص کورنۍ توليد (GDP)، د سړي سر کلنۍ عايد او په نوموړو هېوادونو کې د ژوند د منځنۍ تمې Life Expectancy په هکله ارقام وړاندې کوي:
THE CAN SERVE TO UPLOAD THE DATA TO FREE ENCYCLOPEDIA AS WELL. This will be his effort for Pashto.