لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
دخلقت یاپنځولو بهیر
د پنځولو بهیر چې په رازکې ترې استفاده شوې ده په حقیقت کې دنوې پېر له انجیله اخیستل شوی دی چې ستا دغوښتنودپوره کولو یاپنځولو لپاره آسانه درې پړاویزلارښود دی .
لومړی ګام : غوښتنه Ask
لیزانیکولز :
«د خلقت یاپنځولوبهیردرې پړاویز دی لومړنی ګام غوښتل دي . له کائيناتو یې وغواړه پریږده چې کائینات پوه شي ته څه شی غواړې کائينات به ستا دافکاروپه وړاندې غبرګون وښیي »
باب پراکټر :
ل
« ته څه شی غواړې ؟ کښینه او خپلې غوښتنې په یوه کاغذ ولیکه درستې په مضارعه جملو کې ولیکه داسې یې لیکلی شې : همدا اوس خوشاله او شکر ګذاره یم …. ورپسې توضیح ورکړه چې غواړې ژوند دې په هر ډګر کې څنګه شي »
ته باید انتخاب وکړې چې څه غواړې خو دخپلو غوښتنو په هکله بایدشفاف واوسې داستاکار دی که ستا غوښتنه شفافه نه وي دجذبولو قانون هغه شی نه شي درکولاي چې ته یې غواړې ته یوازې ګډې وډې فریکونسۍ آستوې اویوازې ګډوډې نتېجې ترلاسه کوې په ژوند کې دې لږترلږه یوځل خپلې غوښتنې وټاکه او معلومه ېې کړه چې ته څه غواړې اوهدف دې څه دی اوس چې پوهیږې هرڅه درلودلاي شې یا هرڅه کیدلاي شې اوهیڅ محدودیت هم نه شته نوته څه غواړې ؟
د خلقولو په بهیر کې لومړنی ګام غوښتل دي بیا غوښتنه په خپل عادت بدله کړه او که مجبوره ېې په څولارو کې ېوه انتخاب کړې او نه پوهیږې په کومې لارې لاړ شې پوښتنه وکړه ته باید هیڅکله په ژوندکې لالهانده نه شې یوازې غوښتنه وکړه !
ډاکټر جوویتل :
«داپه زړه پورې ده کائینات بیخي دیوه کتلاک په شان وي چې ستاپه لاس کې وي چې پاڼې یې اړوي او وایې زړه مې غواړې دغه کار تجربه کړم اویا فلانی محصول واخلم او یاغواړم فلانی کس ووینم داسې ده لکه چې کائیناتو ته سفارش ورکوې په همدومره آسانۍ دغه ټول کارونه کیږي »
ضروري نه ده چې څو ځله خپله غوښتنه تکرار کړې یوازې یوځل یې وغواړه داسې ده لکه چې یودوکان ته ورځې اوهغه تا ته یو کتلاک درکوي او ته له کتلاکه یوشی خوښوې د پنځولو بهیر هم همداسې دی لومړنی ګام یوازې ستا دغوښتنې په شفافیت پورې اړه پيدا کوي کله چې ستا ذهن آسوده شوغوښتنه وکړه .
دوهم ګام : باور کول یا هم ځواب ورکول Answer
ایسټرهیکس :
«دوهم ګام ځواب ورکول دي ستاسو هغوغوښتنوته ځواب دی چې له کائیناتوموغوښتي دي باید په دې اړه باور ولرې اوپه دې بارو وکړه چې دغه شی له مخکې ستاسو ؤ په هغو شیانو باوروکړه چې ته ېې نه وینې ځکه چې دغه کارجسمي کارته اړتیا نه لري او داکائينات دي چې هغه تا ته درکوي »
ته باید په دې باور ولرې چې هغه څه چې تاغوښتي دي په همغې شیبې کې ستادي ته باید کلکه عقیده و لرې کله چې ته له کتلاکه دکوم شي فرمایش ورکوې زړه دې ډاډه دی چې ترلاسه کوې ېې ځکه چې په دې خبرې دې کلکه عقیده ده چې هغه شی به ترلاسه کړې چې سفارش دې ورکړی دی .
هغه څه چې ته ېې غوا ړې له مخکې ېې مجسم کړه چې ستا شوی دی . په دې پوه شه چې بالاخره به ستا شي ،نو پریږده ېې چې ستاپه لور درشي په دې اړه ډیره اندیښنه مه کوه فکروکړه چې هغه ستا شوی دی او له مخکې ېې ته خاوند ېې . «رابرت کالی بر ۱۹۵۰-۱۸۸۵ » |
کله چې ته یوه غوښتنه کوې اوپه دې خبره دې کلکه عقیده وي چې له مخکې ېې ته خاوند ېې ټول کائينات خپل لوری بدلوي او هغه شی درته څرګندوي ته باید داسې خبرې ، فکر، او عمل وکړې چې همدا اوس هغه ترلاسه کوې . ولې ؟ ددې لپاره چې کائینات دهیندارې په شان عمل کوي او دجذبولو قانون ستا په لور ستا دغالبو افکارو منعکسوونکی دی . له دې کبله آیا دامنطقي نه ده چې ځان په داسې موقیعت کې وګورې چې ګواکې دخپلې خوښې اوغوښتنې وړ شی ترلاسه کوې؟که ستا افکار دې مسلې ته توجه وکړي چې لا دې کوم شی نه دي ترلاسه کړی بیا به دې غوښتنه تر لاسه او جذب نه کړې ته باید په دې باور ولرې چې له مخکې دې هغه شی درلودبایدباور وکړې چې هغه دې ترلاسه کړی . اودهغه تصویرونه دې دخپل ژوندپه توګه منعکسه کړي دي .
کله چې ته دغه کاروکړې دجذبولو قانون په ټول قدرت سره درست شرایط ، خلک ، او امکانات دهغه شي د ترلاسه کولو لپاره حشر کوي چې تا غوښتي دي .
کله چې ته درخصتیو لپاره یوځاي ته دتګ هیله کوې ، یا دنوي ګاډي سفارش ورکوې ، یاکوم نوی کور اخلې ته په خپله پوهیږې چې دغه شیان په تا پورې اړوند دي ته به همغه شیان واخلې حتی که ترهغې شیبې پورې دې لمس کړي هم نه وي دباور دغه احساس دهغوشیانو په هکله دی چې ستا دي او دغه احساس په دې معني دی چې تادغه شیان ترلاسه کړي دي .هغه شیان چې غواړې ېې د احساس اوباور له لارې ېې له مخکې دځان وبوله کله چې دغه کار وکړې دجذبولو قانون په ټول قوت سره شرایط ،خلک اوحالات دهغه شي دترلاسه کولو لپار ه چې ته ېې غواړې خوځوي.
څه ډول ځان د ځوابولو یا باور پړاو ته ورسوې ؟ددې کارلپاره داسې وښییه چې دغه شی دې ترلاسه کړی دی. دماشومانوپه شان شه او داسې ېې وښییه چې ستا دي . فکر وکړه چې له مخکې دې درلودل کله چې دغه کار کوې دهغه دترلاسه کولوباورهم پيل کړه دکائيناتوپه نامه یو ه لویه ښکارنده ستا دغالبو افکارو په وړاندې غبرګون ښیي یوازې هغه شیبه نه چې ته یو شی غواړې له همدې امله باید له غوښتنې وروسته هم باور کولو اوپه دې اړه پوهې ته دوام ورکړې.په دې ایمان ولره اوپه دې شي یقین ولره چې ته دغه شی لرې دابه ستا ترټولو لوي قدرت وي کله چې تاباور وکړ چې هغه شی دې وار له واره ترلاسه کړی دی چمتوشه او یوځل بیا دسحر او جادو ننداره وکړه !
هر هغه څه درلودلاي شې چې وېې غواړې .البته که پوه شې چې څه ډول هغه ته په خپلوافکارو کې چوکاټ جوړ کړې او بڼه ورکړې . که په خپل باطن کې له خپل خلاق ځواکه داستفادې چل زده کړې داسې خوب به نه وي چې په حقیقت بدل نه شي . هغه رودې چې دیوکس لپاره کارندوالی لري دټولولپاره یې درلودلاي شي له هغه څه په استفادې کې چې ته ېې لرې دقدرت عمده عامل شته .. .. آزاد او بشپړ دی … ځکه خو د ترلاسه کولو او باور کولو چینلونه خلاص کړه چې دپنځولونورځواک جذب کړي . |
« رابرټ کالي بر»
ډاکټر جو ویټل :
«کائينات په خپله کارونه داسې سموي ترڅو هغه څه پیښ شي چې ته یې غواړې اوستا هیله به پوره شي دغه کارونه کائينات درته کوي »
جک کنفیلډ :
«په مونږ کې ډیرو کسانو ځان ته دغه زحمت او اجازه نه ده ورکړې هغه وغواړو چې زړه مو روته کیږي ځکه چې نه پوهیږو چې دغه کار څنګه کیږي او هغه نه شو درک کولاي »
باب پراکټر :
« که لږ تحقیق وکړئ په دې به پوه شئ چې هرڅوک چې په کومې برخې کې بریالی شوی په پیل کې نه ؤ خبر چې دغه کار څنګه ترسره کړي خو دومره پوهیده چې باید بالاخره دغه وکړي »
ډاکټرجو ویټل :
«دې ته اړتیا نه شته چې پوه شې دغه ټول کارونه څنګه کیږي ضروري نه ده چې پوه شې کائينات دغه ټول کارونه څنګه کوي .»
دا چې دغه کارونه څنګه کیږي او داچې کائينات څه ډول دغه ټول شیان تاته درکوي په تا پورې اړه نه لري اوله دې امله بای اندیښنه ونه کړې یوازې پرېږده چې کائینات خپل کاروکړي کله چې هڅه وکړې په دغو خبروپوه شې له ځانه دبې باوۍ فریکونسۍ خپروې په دې معني چې له مخکې دیوشي په درلودلو باور نه لرې ته فکر کوې چې بایدپه خپله دغه کاروکړې اوپه دې ډول په خپله یقین نه کوې چې کائینات دغه کار درته کوي په دې ډول ته دپنځولو په بهیر کې ونډه نه لرې.
باب پراکټر :
«ته نه پوهیږې څنګه ؟ تا ته به دروښودل شي او ته به طریقه جذب کړې »
اسیټرهیکس :
«ډير ځله کله چې حالات زمونږپه خوښه نه وي نهیلي او خپه کیږواو له شکونواو تردد سره مخامخیږو او وایو چې مونږ دغه شی وغوښته او دوهم ګام هم پورته شو چې همغه دکائيناتو له لوري دځواب ترلاس کول دي خو دریم ګام چې موندل او ترلاسه کول دي هم ضروري دی کله چې ته دخپلې خوښې یا غوښتل شوي شي سره غږمله او په یو لوري شې هغه شی به ترلاسه کړې که شک وکړې همدغه شک دناامیدۍ سبب کیږي دغه شک له ځانه لیرې کړه دغه احساس وپیژنه او هغه د کلکې عقیدې په احساس بدل کړه او داسې ووایه چې زمادغه غوښتنه او هیله سل په سلو پوره کیدونکې ده»
دریم ګام : موندل Receive
ایسټرهیکس :
« دریم او وروستی ګام دموندلو یاترلاسه کولو ګام دی .په دې برخه کې فوق العاده احساس ولره احساس وکړه غوښتنه دې پوره شوې ده همدا اوس هغه احساس خپل کړه »
مارسي شیموف :
«په دغه پړاوکې مهمه ده چې ښه احساس ولرې .ښاد اوسه ځکه کله چې په تا کې ښه احساس پيدا شي ځان په هغه حالت یا فرکونسۍ کې راوستلی شې چې ته کوم شی غواړې او ورسره یوځاي کیږې »
مایکل برنارد بک ویث :
«دا دکائیناتواحساس کول دي . که ته یوازې په عقلاني توګه په یوشي باور وکړې خو په خپل باطن کې هغه احساس او حالت ونه لرې ته به په خپل ژوندکې دخپلې خوښې شي دترلاسه کولو لپاره کافي قدرت ونه لرې ته با ید احساس وکړې او له زړه دغه ا حساس پیداکړې».
یو ځل غوښتنه وکړه .باور وکړه چې هغه دې ترلاسه کړی دی اووروسته یوازینی کار چې د موندلولپاره په کار دی ښه حس دی . کله چې ته ښه احساس ولرې دموندلوله فریکانسۍسره برابرکیږې داسې فریکونسۍ چې هر ښه شی ستا په لور راکاږي اوهر شی چې ویې غواړې ترلاسه به یې کړې ته دیو شي غوښتنه نه کوې خو دهغه دترلاسه کولوله امله ښه حالت او احساس پیدا کوې بیانو ځان دښه احساس په فریکونسۍ کې راوله حتماً به خپله غوښتنه عملي کړې اوهغه څه به ترلاسه کړې چې غواړې ېې .
دښه احساس فریکونسۍ ته درسیدا ترټولو چټکه لاره داده چې ووایې : همدا اوس دخپل خوښې شي دموندلوپه حال کې یم همدا اوس به په خپل ژوندکې ټول ښه شیان ترلاسه کړم همدا اوس مثلاً فلانی ګاډی ترلاسه کولای شم اوهغه احساس کړه تردې حده چې داسې وانګیره هغه دې ترلاسه کړی دی .
زما یوه خورلڼه ده مارسي نومیږي هغه تر ټولوپياوړې موندونکې ده او ډیرشیان دځان لپاره څرګندوي تراوسه مې څو ځله لیدلې ده چې هر څه ېې ښه احساس کړي هغه یې ترلاسه کړی دی نوموړې ټول هغه شیان چې غواړې وېې لري احساسوي ېې په دې سر نه خوږوي چې دغه شی څنګه اوچیرته ترلاسه کیداي شي یوازې دهغه ددرلودلو ښه احساس لري له هغه وروسته هغه شی ورته څرګند شي .
بیا نو همدااوس ښه احساس وکړه .
باب پراکټر :
«کله چې ته خپل خوب او خیال په حقیقت بدل کړې په داسې موقیعت کې راځې چې ترهغه نور لوړ خیالونه او خوبونه ګورې او هغه به په حقیقت بدل کړې همدا دپنځولویا خلقت بهیردی »
کله چې دعاکوې ،باور وکړه چې خپلې غوښتنې دې ترلاسه کړي دي او په دې ډول هغوته رسیدلی ېې «انجیل ما رک ۲۴:۱۱ » |
باب ډویل :
« دجذبولو قانون،او دهغه په اړه تحقیق اوکارندوالی په حقیقت کې دهغو شیانو موندل دي چې له تاسو سره مرسته کوي چې خپلې هیلې او غوښتنې ته درسیدا احساس پیدا کړې او ته په خپله دا درک کوې چې کوم شی له تاسو سره مرسته کوي چې دغه حس ترلاسه کړې دهغه موټرډریوري امتحان کړه چې ته ېې غواړې یعنې چلول یې احساس کړه ، دهغه کور سامان په خپل احساس کې واخله چې غواړې وېې لرې هرهغه کار چې ستاحس ورسرښه کیږي هغه امتحان کړه اوپه یاد یې وساته هر کار چې له تاسره مرسته وکړي ترڅو دغه حس ژوندی کړې هغه ترسره کړه»
کله چې ته داسې فکر اوحساس وکړې چې همدا اوس دې غوښتنه پوره شوې او هغه شی دې ترلاسه کړی هغه به په ریښتیا ترلاسه کړې که دغه احساس دومره حقیقي وي چې ګواکې تا له مخکې هغه درلوداو یا دې ترلاسه کړی په حقیقي معني کې به ېې تر لاسه کړې .
باب ډویل :
«که دغه پورتني کارونه وکړې اوپر خپلې غوښتنې فکر وکړې ښایي ته له خوبه راویښ شې او ستا غوښتنه پوره شوي وي او ځان به یې ښکاره کړی وي که دغه کار نه وي شوی ته داسې احساس وکړه ،ښايي ستا په ذهن کې یو بڅرکی روښانه شي اوداسې اقدام وکړې چې ستاغوښتنه پوره شي هیڅکله داسې مه وایي چې ولې مې داسې فکر وکړ ، که داسې مې کړي واي او س به خپل هدف ته رسیدلاي واي او یاداچې وواسې له دغه کاره مې ورټ کیږي په دغسې کارونوسره پوه شه چې په سمه لاره نه ېې روان.
کله ناکله باید یواقدام وکړې خو که دغه اقدام له هغه څه سره سم ترسره کړې چې کائينات ېې درکوي دخوند او خوښۍ احساس به وکړې اوپه دې ډول به دخوښۍ احساس په تا کې ډیر شي ترڅو چې ځان له کائینات سره یوشان نه کړې ستا هڅه به هم ګټه ونه کړي.»
اقدام هغه کلمه ده چې دکار په هکله کارندوالی لري خو الهام بخښونکی اقدام دکار احساس بیخي له ځانه سره نه لري داقدام او الهام بخښونکي اقدام ترمنځ توپير دادی : هغه اقدام چې الهام ورسره نه وي په دې معني دی چې ته هڅه کوې او وایي چې ښایي دغه شی ترلاسه کړم او یوازې کاراو اقدام کوې ښایي ور وسته پاتې شی او هغه شی ترلاسه نه کړې خو که له اقدام سره الهام هم ملګری وي کاربه دې نتیجه ورکړي که ته په یو الهام سره هڅه کوې نوډا ډه ېې چې دغه شی ترلاسه کوې .ژوند یوڅپانده سین ته ورته وبوله کله چې ته اقدام کوې چې ښايي یو خبره وشي اویوازې په اقدام اوکارسره خپله غوښتنه پوره کولاي شې نو په دې حالت کې دا احساس پيدا کوې چې ته دسین دڅپو په خلاف حرکت کوې دا ډیر سخت احساس دی چې ډیره خواري غواړي او ښایي نتیجه هم ونه لري .
خو کله چې اقدام کوې چې له کائيناتوکوم شی ترلاسه کړې او الهام هم ورسره ملګری وي داسې به وي چې ته دسین له اوبو سره په یوّمسیر حرکت کوې داحالت به تاسو ته خوندور احساس درپه برخه کړي او ډیره هڅه اوزیار هم نه غواړي دا الهام بخښونکی احساس دی چې انسان دکائيناتو اوژوندله بهیر او جریان سره غږمله کړې اوپه یوه لوري حرکت وکړې.
ځینې وخت ښايي ته یو اقدام وکړې ترڅو یو شی ترلاسه کړې اوپه دغه اقدام سره یوښه احساس هم ولرې خو کله چې وروسته شاته وګورې پوه به شې په اصلي خبرې او معجزې به پوه شې چې څه ډول کائیناتوپه همغه لوري بیولی ېې چې تا غوښتل او هر هغه شی یې درکړې چې ته ورپسې وې .
ډاکټر جوویټل :
«کائينات په چټکیا مین دی . ځنډ او شک مه کوه . کله چې فرصت درته پیدا شو حرکت اوعمل وکړه داستا دنده اویوازنی کار دی چې ته یې باید تر سره کړې له صفره ېې پیل کړه او له صفره به یو څه ترلاسه کړې»
باب پراکټر :
« ته چې هرڅه وغواړې جذبوې ېې که پيسې غواړې همغه به جذب کړې که خلکو ته اړتیا لرې همغه ترلاسه کوې او که کتاب ته خا صه ګروهنه لرې هماغه جذبوې ته باید هغو شیانو ته چې تا جذب کړي پام وکړې ځکه هر څه چې ته غواړې هغه په ذهن کې ولرې همغه به جذب کړې اوهمغه شیان هم ستا په لور درځي خو په حقیقت کې هرڅه ستا له لوري دفزیکي واقیعت په لور منتقلیږي او دغه چاره دقانون له لارې کیږی »
په یاد ولره چې ته ېوه مقناطیس ته ورته ېې چې هرڅه دځان په لورجذبوې کله چې دهغو شیانوپه هکله چې غواړې ېې ذهني شفافیت ولرې په مقناطیس بدلیږې چې هرڅه دځان په لور راکاږې او په مقابل کې هرڅه چې ته ېې غواړې هغه هم مقناطیس کیږي هرڅومره چې په دې اړه تمرکز وکړې چې دجذبولو قانون ستا په ذهن کې ګرځیدونکي شیان ستاپه لور درولي ستا مقناطيس به نور هم پياوړی شي ځکه چې ته دعقیدې ،باور ، اوپوهې قدرت سره یوځاي کوې .
مایکل برنارډبک ویث :
«ته ېې په تشولاسونو پیلولاي شې او له دې پرته چې پوه شوې څه شوي دي یوه لاره به درته پرانستل شي »
یوازېنی شی چې ته ورته اړتیا لرې ته په خپله په دې معنی چې ته باید خپل قدرت وپيژنې او دفکر کولو په قدرت سره هغه شیان درته وپنځوې چې اړتیا ورته لرې په دې ډول نوې موضوګاني پیداکولاي شې. هر شی چې بشرپه تاریخ کې کشف اواختراع کړي دي یوازې اویوازې د فکرکولو نتیجه ده همدا فکر ؤ چې یوه لاره ېې پرانیستله او دغه فکر له نامرئي حالته دڅرګندیدا حالت ته رسیدلاي او ورایښت یې پيدا کړی دی .
جک کنفلیډک :
«یو موټر په نظرکې ونیسه چې حرکت کوي او دمخې څراغونه ېې روښانه دي دغه څراغونه دسړک یوازې پنځوس یاشپیته متره روښانه کولاي شي او ته په همدې ډول دشپې په تیاره کې له کالیفرنیا نیویارک ته تللی شې ته یوازې دسړک پنځو س یاشپیته متره لاره کتلاي شې خو دغه ټوله لاره له جنجال پرته کچ کوې . ژوند هم په همدې ډول په مځ ځي اودګاډي دغه تجربه مونږ ته راښيي چې که مونږ عقیده ولرو اوباوروکړوچې له دغو شپیتو مترو وروسته بیا هم نوره شپیته متره لاره مونږ ته روښانه کیږي او همداسې نورشپیته متره….په دې ډول به خپل مقصد ته ورسیږو .»
پرکائيناتو اعتماد وکړه ، اعتماد وکړه . باور وکړه او ایمان ولره. په ریښتیازه هم په دې نه پوهیدم چې راز څه ډول په فلم بدل کړم یوازې مې هغه مجسم کړ او ټو ل شیان مې په خپل ذهن کې روښانه ولیدل په دې ډول هر هغه څه مو ترلاسه کړل چې د راز په جوړلو کې مو ورته اړتیا درلوده .
لومړنی ګام په ایمان او کلکې عقیدې پورته کړه ضروري نه ده چې ټولې پوړۍ وګورې یوازې لومړنی ګام پورته کړه . |
«ډاکټر مارتین لوتر کینګ ۱۹۶۸-۱۹۲۹ »
نور بیا