راپور: عصمت بهیر-
د میلادي کال، جون میاشتی ۱۱- ۲۰۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ د روشنګري په بهیر کې د خان ولي خان بشرمل لخوا پر فلسفي اصطلاحاتو او د فلسفیانو پر شخصیتونو، مکتبونو او نظریاتو خبرې وشوې، له فلسفي بحث وروسته د پوښتنو لړۍ پیل شوه او ډېرو ملګرو پکې خپلې پوښتنې مطرح کړی. د وینا په مهال پر لاندنیو مکتبونو، نظریاتو او فلسفیانو بحث وشو.
تالیس ملټي
له میلاد وړاندې په ۶۲۴-۵۴۶ کې یې ژوند کاوه
مکتب او نظر: Metaphysics – Monism
نوموړی په لومړی ځل د کایناتو په اړه له توهماتو لرې، غیر شعوري ساینسي پوښتنې را پورته کړې، ده ویل چې کاینات د جادو یا آسمان په مرسته ندی جوړ بلکې له اوبو جوړ دی. نوموړی مادي وسایلو ته اهمیت ورکول، شاید علت یې د زیتونو کاروبار و چې ده به پکې ډېره زیاته ګټه کوله نوموړی په یو داسې ځای کې اوسیده چې پریمانه اوبه یې درلودلی موږ ویلی شوو، چې عینې اوضاع پر ذهنیتونو ژور اغیز کوی.
له میلاد وړاندې په ۵۷۰-۴۹۵ کې یې ژوند کاوه
مکتب او نظر: Metaphysics – Pythagoreanism
په لومړی ځل یې د فلسفي او حساب ترمنځ د یو جوړښت د رامنځته کولو وړاندېز او زیار وباسی. د نوموړی په اند په نړۍ کې یو نظم شته ده چې د نظم د حساب په مرسته مالومولي شوو. ده د نظم لپاره ۱ لومړی، وروسته ۲، ۲، بیا ۳، ۳، ۳، او بیا ۴، ۴، ۴،۴، همداسې ۵، ۵، ۵، ۵، ۵، نظم ګڼل. غالب ګمان کېږي، چې د وحدانیت تصور هم د سقراط په نسبت فیثاغورث راپیژندلی وي.
سیدهارته ګوتمه (بودا)
له میلاد وړاندې په ۵۶۳-۴۸۳ کې یې ژوند کاوه
مکتب او نظر: Eastern Philosophy – Buddhism
داسې ویل کېږي، چې د نوموړی له وجود وړاندې هم مذهبی او په ځانګړی توګه د مذهب په اړه توهماتي نظریاتو شتون درلود خو نوموړی لومړنۍ کس و، چې مذهب ته یې سیستماتیک لاره اواره کړه.
یانی د دې تر څنګ کانک فوزی او فیثاغورث پر دی څپرکې لږ ډېر کار کړی و، کانک فوزی یا کنفیوسیس د اخلاق له لارې او فیثاغورث د فلسفي او حساب له لارې یو مطلق واحد وجود ته کار کول خو نوموړی دا کار لږ منظم کړی او ویې ویل چې زه غواړم په فلسفي توګه یو نامالوم وجود مالوم کړم او داسې ده د بودیزم ډبره کیښوده نوموړی څلور عمده نظریات درلوده، چې د بشریت د ستونزو اساس یې ګڼل او پر دوی باندې کنټرول د ستونزو حل ګڼل.
لومړی نظر یې دا وه چې انسان تل په مشکل کې اوسیږي، آن له زیږون څخه تر ناروغۍ، بیا له پیرۍ څخه تر مرګ پورې – بودا دې پړاو ته دُکا نوم ورکاوه د دې ټکیو مانا د مشکل حقیقت دي.
دویم پړاو سامودیا نومیږي یانې د مشکل اساسي علت یا ریښه او پدې کې د انسان د مشکل علت مالومیږي، یانې که چېرې انسان په مادي وسایلو د بېلګې په توګه په عیش او عشرت پسې ونه ګرځي نو انسان پر خپل مشکل کنټرول موندلی شي.
د مشکل یا اذیت پای ته رسولو پړاو ته یې د نیرودها نوم ورکړ. یانې که چېرې یو څوک د اذیت څخه ځان خلاصول غواړي نو په لنډو ټکو کې باید دې دنیا ته خداي په آماني ووایی یانې دنیاي کارونه پریږدی.
ماګا د بودا د نظریاتو هغه وروستۍ پړاو دی، چې په د کې بودا وايي موږ باید له ځان څخه د یو شي د خواهش او لاسته راوړلو غرض یو لورې ته واچوو، داسې انسان کولای شي، چې سمې لار ته سم شی
پراتګوریس
له میلادی وړاندې په ۴۹۰-۴۲۰ کې یې ژوند کاوه
مکتب او نظر: Ethics – Relativism
نوموړی په دې اند و، چې انسان د هر څه ځواک لری. یانې دا انسان دی، چې د هر څه ادراک د خپل داخلي ځواک په مرسته وکړی. یوه بیېګه وړاندې کوی:
په کابل کې پسرلي دی او یو څوک چې د کابل اوسیدونکي دی، وايي ډېره ګرمی ده خو هغه څوک چې له دهلی څخه راځي وايي نه موسم سوړ دی، یانې په دا دواړو ماناوو کې انسان پر خپل استدلال غالب دی. یانې بېرته نوموړی خپل دریځ روښانوي چې انسان د هر څه اندازه کولای شي. د پراتګوریس د دریځ د خپل وخت مطابق ډېر پیاوړی دریځ و. نن هم ډېر خلک دا فکر کوي چې هر څه زموږ قسمت ترسره کوي خو د پراتګوریس نظریات بیا داسې ندی. ده ویل: ډېر داسې شیان شته چې زموږ د علم مخنیوي کوي او هغه شیان چې د علم مخنیوی کوي زموږ له داخل څخه الهام اخلي. تر ټولو ښه خبره د نوموړی په نظریاتو کې دا و، چې ده به هیڅکله علم یا رښتینوالي مطلقه نه ګڼله بلکې بدلون موندونکي به یې ګڼله
سکرات (سکروټیس)
له میلاد وړاندې په ۳۶۹-۳۹۹ کې یې ژوند کاوه
مکتب او نظر: Epistemology – Dialectical Method
نوموړی په د عقیده و، چې تر ټولو ښه شی د ښه ژوند کولو طریقه ده.
ده خپل دریځ داسې روښاناوه
- ښه ژوند.
- یو څوک به تر ټولو ښه ژوند د ښه او بد په پېژندو ترسره کوي.
- د ښه او بد ادراک انسان د فکر او پوښتنو له لارې کولای شي.
- ده به وروسته د اخلاقو او علم یا یو څه د پېژندلو ځواک پیدا کړی.
- که یو څوک اخلاق ونلری نو تاسو پوه شي، چې ده د پوښتنو ځواک نلری یانې ده یې په جهالت تورنوي.
- هر هغه ژوند چې و نه څېړل شي یو بد ژوند به وي.
Really it is good.