لیکواله : Rhonda Byrne

ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

 ستا   دجسم راز

 راځئ چې دهغو کسانودخلقت بهیر ته یوه ځغلنده کتنه وکړوچې اضافه وزن لري او زړه یې غواړي چې خپل وزن کم کړي .

لومړنۍ مرحله دا ده چې پوه شې که خپل درست فکر او ذکر دوزن کمولوته متوجه کړې دوزن دکمولوجذبه نوره هم ځنډوې نو دوزن دکمولو خبره دې له ذهنه لیرې کړه دا دوزن دکمولو په برخه کې دناکامۍ لومړنی دلیل دی له دې چې دوزن پرکمولو تمرکز لرې نوپه دې ډول دوزن دکمولولپاره دې دجذبولوپروسه ځنډولې ده .

دوهمه مسله چې ضروري ده پرې پوه شې داده چې دوزن دزیاتولو شرایط ستا دفکر له لارې خلق شوي دي په بله وینا که څوک اضافه وزن لري ستونزه ېې دچاغښت په هکله له فکرکولو پیدا شوې ده ښايي په خپله په دې خبرې پوه وي یا نه خودا ممکنه نه ده چې ېوڅوک په ذهن کې دډنګریدا فکر ولري اوهغه چاغ شي داخبره دجذبولو دقانون له امله رامنځته کیږي که یوڅوک در ته ووایي چې دتائیرويد غده په تا کې کم کار کوي یا دې بدن موادښه نه سوځوي دغه خبرې به ډیرژر په تاتاثیر وکړي او وزن به دې نور هم ډیر شي ځکه ته په دغوخبر وباور کوې او د ا ستالپاره یوه تجربه کیږي او تل به ستا وزن زیاتیږي ځکه چې ته یوازې دوزن په زیاتولو فکر کوې .

زه په خپله د دواړولوڼو له زیږیدا وروسته چاغه شوم اوپه دې پوهیږم چې دلیل ېې دخلکو خبرو ته غوږ نیول وو چې ویل به ېې له لنګون وروسته دوزن کمول سخت کاردی په تیره بیا ددوهم ماشوم له زیږیدا وروسته خو ناممکنه وي ما هم دچاغۍپه هکله ټول فکرونه دځان په لور جذب کړل اوپه ریښتیا چاغه شوې وم او نورمې هم دغه حالت ته توجه کوله نو نوره هم دیږې په شان پړسیدم په دې وړوکي جسم په یو ه دیوبدله شوې وم ټول له دې امله ؤ چې دچاغۍ فکر مې کاوه.

هغه عام فکر چې خلک ېې په ذهن کې لري اوزه هم ترې استثنا نه یم دا دی چې خواړه وزن زیاتوي داخبره زه نه منم او وایم چې خواړه وزن نه ډيروي. . دا ستا فکر دی چې وزن دې ډیروي او سړی چاغوي .

په یاد ولره چې افکار دهر شي عمده عامل حسابیږي او نورټول شیان له افکارو سرچینه اخلي ترټولولوړ افکار په سر کې ولره چې دخپلې خوښې وزن ته ورسیږې .

راځه ټول دغه محدودافکار پریږده خواړه ستا دچاغښت اصلي عامل نه دی مګر دا چې فکر دې همداسې وي .

دمطلوب وزن په تعریف کې باید ووایو چې دخوښې وزن دا دی چې ته ورسره ښه حس ولرې دبل چا نظر مهم نه دی ورته پا م مه کوه دخوښې وزن هغه دی چې ته پکې ښه حس ولرې .

حتماً داسې کس پیژنې چې ډنګر او خوار دی خوله اندازې ډیر خوراک کوي اوپه ویاړ سره وايي چې هر شی خورم خو وزن مې نه ډيریږي اود خوښې وزن لرم. په دې بڼه کې دکائیناتو دستورمنونکی( دیو) وایي ستا هیله پوره کوم .

دخلقت یا پنځولو له بهیره په استفادې سره دخپلې خوښې وزن دجذبولو لپاره دغه پړاونه کچ کړه :

لومړنی ګام : غوښتنه

دخپلې خوښې وزن وټاکه دهغه اندام یو ذهني تصویر جوړ کړه چې ته ېې هلیه کوې که دخپلې خوښې اندام عکسونه لرې هغه هم په داسې ځاي کې ولګوه چې ته ېې تل کتلاي شې او ورته ګوره که نه ېې لرې دهغه په اندازه نور عکسونه نصب کړه او ورته ګوره .

دوهم ګام : باور یا ځواب ورکول

ته باید په دې خبرې عقیده ولرې چې له مخکې دې دخپلې خوښې اندام پیدا کړی دی   . ته باید تصور وکړې باید وښيې ، اقدام وکړې او کلکه عقیده ولرې چې ستا دخوښې اندام ستا دی او ته دخپلې خوښې وزن د ترلاسه کولوپه حال کې ېې.

دخپلې خوښې وزن ولیکه او هغه داسې تصور وکړه چې په ترازو کې همدا وزن ښودل کیږي دخپلې اوسنۍ باډۍ په اندا زه جامې مه اخله او تل وایه چې زه خو کمیږم او په راتلونکې کې هغه جامې چې دکم وزن لپاره دې پکار دي په هغو تمرکز وکړه دوزن کمول هم دکائیناتو له کتلاکه دهغه څه فرمایش ورکول دي چې ته ېې غواړې کتلاک ته وګوره اودخپلې خوښې وزن انتخاب کړه او دهغه سپارښتنه وکړه چې وروسته به تا ته وسپارل شي .

اراده وکړه اوله داسې کسانو سره وګوره چې ستا دخوښې اندام ولري دهغوستاینه وکړه هغوي به ستا په وړاندې ښه احساس پیدا کړي او ته به هغه ښه حس جذب کړې . که چاغ کسان دې وکتل هغو ته توجه مه کوه ډير ژر خپل ذهن هغه تصویر ته متوجه کړه چې ته ېې دخپلې خوښې وزن په هکله لرې او همغه حس کړه .

دریم ګام : موندل یا ترلاسه کول

ته بایدښه حس ولرې ته باید دځان په هکله ښه حس ولرې دا مهمه خبره ده که ته دخپل اندام په هکله ښه حس ونه لرې دخپلې خوښې وزن دځان په لور نه شې جذبولاي که ته دخپل اندام په هکله بد احساس ولرې دغه احساس به قوي وي او ته به نور بد احساسات دځان په لور جذب کړې په دې ډول ته هیڅکله خپل اندام نه شې بدلولاي ته دخپل اندام هره برخه وستایه دخپل اندام دښو برخوپه هکله فکر وکړه کله چې ته دځان په هکله ښه فکر وروزې او دځان په هکله ښه فکر پیداکړې دخپلې خوښې وزن په فریکونسیو به ودریږې او دخپلې خوښې وزن به دځان په لور جذب کړې او هغه به ځانته احضار کړې .

واللس واټلز ( Wallace Wattles ) په خپل یوه کتاب کې دخوړو په هکله په زړه پوې ټکی لیکلی دی هغه سپارښتنه کوي چې کله خواړه خورې ځیر واوسه چې ټول فکر دې دخوړو دژوولو عمل ته وي ذهن دې فعاله وساته اودخوړو ښه حس تجربه کړه مه پریږده چې پام دې په بله شي ټول پام دې خپل بدن ته کړه او په ټول فکر سره دډو ډۍ له خوړو او ژوولو خوند واخله کله چې ستا پام دډوډۍ دخوړلو په وخت نمړۍ ته وي دخوړو ذایقه ډيره خوندوره ده که دې پام بل لور ته وي دخوړو خوند هم ورسره ورکیږي .

زه فکر کوم که په ښه فکر سره خواړه وخورو اونمړۍ ښه وژوو نو خواړه به ډیرښه ستاپه بدن کې جذب شي و نتیجه ېې داده چې زمونږ بدن به روغ او رمټ وي .

دوزن دکمولو په هکله زما د داستان په هکله باید ووایم چې همدا اوس دخپلې خوښې وزن ته رسیدلې یم او هرڅومره چې مې زړه وغواړي هومره خورم نو خپل پام دخپلې خوښې وزن ته متوجه کړه .

څومره وخت غواړي ؟

ډاکټر جو ویټل :

«یوه بله خبره چې خلک ېې په اړه ډيره پوښتنه کوي دا ده چې څومره وخت په کار دی چې زما دخوښې موټر یا پیسې او یا دنظر وړ ارتباطات څرګند شي ؟ زه په دې اړه خا ص قانون یا اصول نه پيژنم چې مثلاً نیم ساعت وخت غواړي یادرې ورځې که دیرش ورځې . اصلي خبره دا ده چې ته په خپله باید له کايناتو سره غږمله شې اوورسر ه همغږی روان شې »

وخت یوازې یو خیال او وهم دی .؟ دا انیشټین مونږته ویلي دي اوکه دلومړي ځل لپاره دغه خبره اوري ښايي هضمول ېې درته سخت وي ځکه چې وېنې هر څه یوپه بل پسې پیښيږي   . هغه څه چې دکوانتوم فزیک او   انیشټین راته ويلي دي دا دي چې هرڅه په یو وخت پیښیږي. که ته درک کړې چې وخت نه شته او دغه مفهوم ومنې هغه وخت به وګورې هر هغه شی چې په راتلونکې کې ېې غواړې له مخکې موجود ؤکه هر شی په یو وخت تر سره کیږي نو ستا په شان بیلګه او هرهغه شی چې ته ېې غواړې همدا اوس موجود دي ! کائينات ددې لپاره چې ستا دخوښې شی درته څرګند کړي وخت ته اړتیا نه لري . که ستاپه غو ښتنه کې دوخت شرط پيښیږي ستا په باور ، پوهیدا او هغه احسا س پورې اړوندیږي چې تا له مخکې درلوده . داته ېې چې باید ځان دهغه څه له فریکونسۍ سره یوشان کړې چې غواړې ېې له هغه وروسته به هغه شی چې ته ېې غواړې درته څرګندشي .

باب ډویل :

« دکائيناتو لپاره اندازه مهمه نه ده .دعلمي سوېې په اساس ، دهر شي جذب که لوي وي یا دیوې وړې ذرې په شان کوچنی وي سخت کار نه دی .

کائينات چې هرشی ترسره کوي له هرډول هڅې پرته ېې کوي چمن دودې لپاره هلې ځلې او خواري نه کوي دایوازې بې سارې طراحي ده .

مسله دا ده چې ستا په ذهن کې څه تیریږي ، م��له داده چې ته په خپله په خپل ذهن کې وايي چې مثلاً دغه کار ستر دی او ډیر وخت غواړي او هغه بل کوچنی دی نو لږوخت ورته پکار دی اوپه یو ساعت کې ېې ترسره کوم . دا هغه قوانین دي چې مونږ یې په خپله ټاکو . دکائيناتو په اساس په دې برخه کې هیڅ قانون او اصول نه شته ،. همدا اوس ددرلودلو احساس برابر کړه هر څه چې وي غبرګون به وښيې

کائينات وخت او اندازه نه پيژني دیوه ډالر او یومیلیون ډالرو څرګندول ورته یوشان او آسانه دي دا چې یو ېې ژر او بل په ځنډ څرګنډیږي دلیل یې دا دی چې ته فکر کوې یومیلیون ډالره ډيرې پيسې دي خو یو ډالر چندانې پيسې نه دي نو یوډالر ژر او یومیلیون په ځنډ سره څرګندیږي .

 

باب ډویل :

« ځینې کسان له کوچنیوشیانو سره آسوده وي ځکه خو مونږ ځینې وخت وایو چې په یو کم شي لکه په یو ه ګیلاس قهوې ېې پيل کړه نن یوازې دیو ّه ګیلاس قهوې دجذب هدف درته وټاکه »

با ب پراکټر :

« په خپل ذهن کې مجسم کړه چې له یوه پخواني ملګري سره چې ډيره موده دې نه دی کتلی خبرې کوې وبه ګورې چې دغه کس په یوډول له تا سره خبرې کوي یا به یوڅوک دهغه په هکله له تاسره خبرې وکړي .یابه   ناڅاپه درته ټلفون وکړي یا به دهغه لیک ترلاسه کړې »

په کوچني شي سره دیوه کار پيل په خپلو سترګو د جذبولو دقانون دکتولپاره ښه تجربه کیداي شي راځه چې دیوه ځوان کیسه درته وکړم چې بیخي همداکارېې وکړ هغه د راز فلم وکوت او فیصله یې وکړه چې له یوه واړه شي یې پیل کړي : هغه په خپل ذهن کې یوه بڼکه مجسم کړه .ځیر ؤ چې باید دغه بڼکه بې سارې وي په خپل ذهن کې ېې په بڼکې خاصې نښې وکښلې چې کله دغسې یوه بڼکه وګوري بې له شکه هغه وپيژني او پوه شي چې دغه بڼکه دجذبولو دقانون له لارې   ده په قصدي توګه ځانته جذب کړې ده .

دوه روځې وروسته هغه یوې لوړې ودانۍته ننوت په خپله ېې ویل له دې پرته چې په دلیل یې پوه شي ناڅاپه یې ځمکې ته وکتل او د ودانۍ په دروازې کې بیخي همغه بڼکه دده پښو ته پرته وه چې هغه یې په خپل ذهن کې مجسمه کړې وه له هغو نښو سره چې ده په خپل ذهن کې پرهغوانځور کړي وو . په دې شیبه کې هغه له دې پرته چې شک وکړي پوه شو چې داد جذبولوقانون دی اوهغه پوه شو چې ددغه قانو ن له لارې ېې په خپل توان سره یوشی دځان په لورجذب کړی ؤ هغه اوس په ډاډ سره دنورو شیانو دجذبولوفکر کوي .

ډيویډ شریمیر ( دپانګونوې استاد او دشتمنۍ دغونډولو متخصص ) :

« له دې چې زه بې جنجاله خپل موټر ته دپار ک کولو ځاي پيداکوم ټول حیرانه کیږي کله چې زه له راز سره بلد شوم دغه کار مې وکړ دخپل ګاډي لپاره هغه ځاي په خپل ذهن کې مجسم کوم چې خوښ مې وی پنځه نوي فیصده دغه ځاي راته پیداکیږي یوازې پنځه فیصده داسې کیږي چې باید یوه یا دوه دقیقې صبر وکړم ترڅو یو ګاډی له پارکینګ څخه راوځي او زه یې په ځا ي کې خپل ګاډي پارک کړم دغه کارتل اوهر وخت کوم »

ښایي اوس دهغه کس خبره درک کړې چې وايي هر ځل چې وغواړم دپارک کولو لپاره ځاي پیداکوم اویادا چې دځینودا خبره به ومنې او پرې پوه به شې چې وایي ډیر ښه چانس لرم او تل ګټونکی یم دغه کسان تل دښو شیبوتمه کوي که ته هم دمهمو خبرو او کارونو په تمه وې نو له مخکې دې خپل ژوند جوړ کړی دی .

 نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *