همت یار جانزی پکتیکا:
د اورګون ولسوالی د قره خیلو او سرخت په کلیو کي د یکشنبي په ورځ دځمکی په سر شخړه کي په دوو جلا جلا پیښو کي څلور تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي
د اورګون د جنایي پیښو امر زلمي د یکشنبي په ورځ تاند ته وویل چي لومړی پيښه دقره خیلو په کلي کي سهار شاوخواشپږ بجي د دوو کورنیو ترمنځ چی د مولوي غازي او میرزا صالح په نومونو یادیږي رامنځته شوه
د هغه په خبره په پیښه کي د مولوي غازي د کورنی غړو د مقابل لوري یو تن په ډزو وژلی او دوه تنه نور یي ور ټپیان کړي دي
سرچینه زیاتوي چي وروسته سیمه پولیسو په خپله ولکه کي اخیستي او تر مازیګر پوري یي د سیمي څارنه کوله او ساحه یی ارامه کړي ده
د یادي سرچیني په خبره چي دوهمه پیښه هم د ځمکي پرسرشخړې له امله دسرخت په بلخی کلا کي رامنځنته شوي ده
د ده دمعلوماتو له مخي چي په دي پیښه کي یوتن خپل تره اوڅلورو تره زامنو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
ددي کلی یوتن اوسیدونکی او عینی شاهد وویل چی دتره زامنو ترمنځ دځمکی پرسر شخړه رامنځ ته شوی چی له امله یي دیوه تن له لوري دری دتره زامن وژل شوي یو دتره زوی او د هغه پلار یي ټپيیان کړي دي.
داورګون دملکي روغتون یوي باوري سرچیني تاند وېب پاڼې ته وویل چي د دواړو پیښو څخه ورته څلور تنه ټپیان وروړل شوي دي چي د لومړي پیښي څخه ديوه کس او ددوهمي پيښي څخه د دوو تنو روغتیایي حالت د انديښني وړ دي چي د لاښي درملني په موخه د ښرني ملکي روغتون ته لیږدول شوي دي.
سیمه ایز وګړي وایی چی په پکتیکا کی دځمکی په سر شخړی ډیری وختونه ددولتی چارواکو دنه پاملرنی او په اداروکي د فساد له وجی رامنځ ته کیږی
هڅه مو وکړه چي په دي اړه د څلورو خواوو نظرونه له ځان سره ولرو خو د پوره هڅو سره سره ونه توانیدو.
د یادولو ده چي له نن څخه دوه ورځي وړاندي هم د ځمکي پرسر په جګړه کي د اورګون د علي خیلو په کلي کي یو تن خپل ورور او وراره ووژل .