لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
ځان وپيژنه!
لیزا نیکولز(لیکواله) :
«داچې څوک ستا دخاوندیا میرمنې په توګه ستا ژوند ته ننوځي مهمه خبره ده ددغه کار لپاره باید ته لومړی ځان وپيژنې »
جیمزآرتور ری :
« څنګه توقع کولاي شې چې څوک ستاله مجلس او ناستې پاستې خوند واخلي په داسې حال کې چې ته له ځان سره له مجلس کولو خوندنه اخلې؟ دلته بیاد راز یا جذبولو قانون دی چې دغه مورد ستا ژوند ته راولي ته باید په حقیقي معني کې شفافه او ریښتونی واوسې ترڅودجذبولوقانون هغه تاته راولي دلته زه له تاسو یوه پوښتنه کوم آیاته له ځان سره همغه شان چلند کوې چې تمه کوې نورېې له تاسره وکړي.؟په دې پوښتنې فکروکړه»
کله چې ته له ځان سره داسې چلند نه شې کولاي چې تمه کوې نور ېې باېد له تا سره وکړي هیڅکله به حالات بدل نه کړې ستا قدامات همغه پياوړي افکار دي کله چې له ځان سره مینه ونه لرې او ځانته درناوی ونه کړې داسې څپې اوفریکونسۍ له ځآنه منعکسوې چې ښیي په کافي اندازه لا یقه اوارزښتمن نه ېې او دغه علامه مخابره کیږي اوپه دې ډول ته په داسې موقیعت کې راځې چې خلک له تاسره په درناوي چلند نه کوي په حقیقت کې خلک علت ،اوستا افکار معلول دي ته باید له مینې اودرناوي ډک چلند له ځانه پيل کړې او داسې فریکونسۍ واستوې چې کائينات دهغه ځواب درکړي بیابه ستا ژوند له هغه خلکوډک شي چې تا ته درناوی کوي ډير کسان دنورو لپاره ځان تیریدنه کوي او داسې فکر کوي چې په دې کارسره په ښو خلکو کې راځي خو دوي تیروتنه کوي ! له ځانه تیریدنه دنیمګړي فکر نښه ده ځکه چې دغه افکار وايي : دهرچالپاره په کافي اندازه دغه شی نه شته نو زه له خپل حقه تیریږم . دغه ډول احسا س سم نه وي او بالاخره زره چاودن لري دهرچا لپاره دنعمتونو پریماني شته خو دا دهرچا دنده ده چې خپلې غوښتنې ځانته راوبولي ته نه شې کولاي دبل چاپه ځاي دهغه غوښتنې راوبولې ځکه چې دبل چاپه ځاي احساس اوفکر نه شې کولاي ته باید ځان وپيژنې .
ډاکټر جان ګرې :
«ته دځان لپاره حل لاره کیداي شې دبل چاپه لوري لاس مه اوږدوه چې ورته خواست وکړې او ورته ووایې چې ته زما پوروړی ېې او ضروري ده ماته نورڅه راکړې ددې په ځاي ځانته پام وکړه او ځانته ډیرڅه ورکړه ، خپل ځان ته د ورکولولپاره وخت ولګوه او ځان خړوبه او بډاي کړ ه تردې حده چې نورو ته ېې ډالۍ کړې او نورته دې خیر ورسیږي »
دمېنې او محبت دترلاسه کولو لپاره لومړ ی ځان خړوب ا وبډاي کړه تردې چې ته په خپله جاذب شې .
چارلز هانل
|
په مونږ کې ډير کسان عادت لري چې ځان ترنوور وروسته وښیواوپه وروستۍکرښه کې ودریږوپه نتیجه کې ېې دنالایقۍ اوبې کارۍ احساس کوو او دغه احساس نورهم جذبوو تر څو چې دغه احساس په موږ کې وي نو بې ارزښته او دنالایقۍموقیعتونه جذبوو، ته بایدخپل فکر بدل کړې .
بې له شکه دځینو له نظره له ځان سره ډيره مینه کول سخت کار دی اوسړی پرې ښه نه ښکاري خو غوره ده چې دغې چارې ته له بل اړخه وګوروپه ریاضۍکې دلایتناهي داصولو په اساس لومړۍ شمیرې ته پام په حقیقت کې دوهمې شمیرې ته پام دی او په حقیقت کې دا یوزاېنۍ لاره ده چې دوهمه شمیره تل ګټه کوي.
پرنتیس ملفورډ |
ترڅو چې ځان خړوب او بډاي نه کړې بل چاته دورکولو لپاره څه نه شې درلودلاي نو ضروري ده چې لو مړی ځانته توجه وکړې او دځان لپاره خوندونو ته پام وکړه خلک دځان لپاره دخوندونو مسولیت لري کله چې ته خپل خوند ته توجه وکړې او ښه احساس پیداکړې ستا وجود دخوندپه تومنې بدلیږي اودهر وګړي لپاره دخوندونو په روښانه بیلګې بدلیږې کله چې ته دخوند احساس ولرې د بخښنې په هکله به فکرهم ونه کړې ځکه کله چې ته بډاي او خړوب شې دنورو دنده به هم ماته کړې اوستا له نعمته نورهم برخمن کیږي .
لیزانیکولز :
« ما هڅه وکړه له هر چاسره اړیکی ولرم او تمه مې کوله چې مقابل لوری یا زما ملګری به زما ښکلاراوښيي ځکه چې ما په خپله ، خپله ښکلا نه لیدله اودښکلااحساس مې نه کاوه د ودې او لویدا په وخت زما اتلان دچارلي دپرښتو اویا فوق العاده میرمنو په شان دفلمونو اتلانې وې په عین حال کې چې هغوي ښکلې وې خوله ماسره یې ورته والی نه درلود تردې چې پر لیزا یعنې پر ځان مینه شوم پر تور رنګه او پنډ شونډولیزا له دې وروسته نور خلک هم زما په شان پر مامین شول »
دا چې ته باید په خپل په ځان مین شې دلیل ېې دا دی چې پر ځان له مینیدو پرته دښه احساس درلودل ناشوني وي،کله چې دځان په هکله ښه احساس نه لرې او له ځانه دې بد راځي ستا په مخ به دټولو ښکلاو او مینو دورازې بندې شي .
کله چې له ځانه دې بد راځي داسې احساس کوې چې ستا له وجوده ېې دحیات شیره ایستلې وي ځکه چې دسلامتیا ، شتمنۍ ، او مینې په شمول ستا هره ښیګڼه د ښه احساس او خوند په فریکونسۍ متکي وي دغه ټول شیان دښه احساس په فریکونسۍ ولاړوي کله چې دځان په هکله ښه احساس ونه لرې له داسې فریکونسۍ سره به مخامخ وې چې بد خلک بد موقیعتونه او شرایط به جذب کړې .
ته باید دخپلوحواسو تمرکز بدل کړې او په هغه څه فکر وکړې چې خوندور دي خپل مثبت ټکي په نظر کې راوله کله چې ته خپل حواس دغسې مسلو ته متوجه کړې دجذبولو دقانون څرک به ولګیږي او تا ته به ستا دوجود په هکله نورشیان هم دروښیي ته چې هر فکر وکړې همغه به جذب کړې یوازینی ضروري کار دادی چې دځان په هکله مثبت فکرونه اوږده کړه په دې ډول دجذبولو قانون دنورومثبتو فکرونو په ډالۍ کولو سره تا ته ځواب درکوي دخپل وجود دښو موردونوپه لټه کې واوسه، وګرځه اوهغه پیدا کړه .
باب پراکټر :
« ستاپه هکله ډير په زړه پورې اوپرتمینه خبره شته چې ښايي ته ورته متوجه شوی نه وې، زه له څلورڅلویښت کلونو راهیسې دځان په هکله تحقیق کوم زړه مې غواړي چې ځان ښکل کړم ځکه چې هرڅوک باید پرځان مین وي زه غرور او ځان منمي نه یادوم او ځان ته دسالم احترام په هکله غږیږم کله چې له ځان سره مینه وکړې او ځان درباندې ګران وي وار دواره به نورهم درباندې ګران شي »
ایسټرهیکس :
« مونږ عادت کړی چې په خپلو اړیکو کې تل له نورو خلکو ګیله وکړو مثلاًوایو : همکاران مې ډير تنبلان او منفي کسان دي . میړه مې لیونۍ کړې یم ډير عصبي دی. اولادونه مې ډیر ناغیړی کوي .یعنې دحواسو تمرکز ډيرنورو ته متوجه وي خو ددې لپاره چې ارتباطات ګټوروي ضروري ده چې خپل حواس په هغه شي متمرکزه کړو چې نور خلک ېې لري او مونږ ېې له امله قدرونه کوویعنې له هغوي سره هم لوري او همجهته شو په هغوشیانو ډير تمرکز ونه کړو چې له امله یې شکایت کوو کله چې ددغسې شیانو په هکله ډیرې ګیلې کوو نوربه ېې هم دځان په لور جذب کړو .
حتي که ته په یوې اړیکی کې له ستونزو سره مخامخ شوی ېې حالات هغه ډول چې زړه دې غواړي نه دي او څوک درسره سازش نه کوي یاد ې مخه نیسي اوس هم وخت لرې چې دغه حالات او اړیکی بدل کړې یوه پاڼه کاغذ واخله اودیرش ورځې هغه مثبت شیان د رسره ولیکه چې په نورو کې شته او ته ېې له امله خوشاله ېې اوقدرونه ېې کوې ښايي داهغه کسان وي چې ترې خرابې تجربې لرې خو په هغو دلایلو فکر وکړه چې له امله ېې دغه کسان پر تا ګران دي دهغوي دشوخې طبعې او ملاتړونو قدرونه وکړه هغه څه چې ترلاسه به ېې کړې دا دي چې کله ته دنورو دقوت اوپیاوړتیا ټکي تائيد کړې او پر هغوي تمرکز وکړې ته به هم هغه ته ورته شیان ډير جذب کړې او ستونزې به پيکه او کمرنګه شي او مقابل لوری به هم درسره ښې اړکې پيداکړي ګنې لارې به موسره بیلې شي »
ایسټرهیکس :
« ډیر ځله ته دغه فرصت نورو ته ورکوې چې ستا خوشالۍ وپنځوې او ډير ځله نور ستا دخوشالۍ په پنځولو کې ناکامه کیږي ولې ؟ ددې لپاره چې بل چاته خواست کوې خو په یاد ولره یو کس شته چې ستا دخوښۍ او خوندونومسولیت لري آیا پوهیږې چې دا څوک دی؟ ته په خپله ! نو په یادولره چې ستامور اوپلار اوحتي ستا میرمنه او بچیان ستا خوښۍنه شي کنټرولاي دهغوي لپاره یوازې یوازینی فرصت دا دی چې ستا په خوشالیو کې ونډه واخلي خوند او خوښۍ ستاپه خپل وجودکې دي ته یوازینی کس ېې چې خپل ژوند اوحقیقتونه پنځوې »
ستا ټول خوندونه او خوښۍ دمینې په فریکونسۍ کې دي چې ترټولو پیاوړې اومهمې فریکونسۍ دي ته مینه په خپله لاس کې نه شې ساتلاي باید هغه په خپله زړه سره احساس کړې ته دمینې نښه چې دنوور له لوري څرګندیږي کتلاي شې خو مینه یوازې احساس دی او ته یوازینی کس یې چې دمینې حس له ځانه خپور کړې دمینې د احساس په تولیدکې ستا وړتیا محدودیت نه لري. کله چې ته مینه کوې اویوشی درباندې ګرانوې له کائیناتوسره بشپړه غږمله کیږې عشق ستا هرشی دی ،عشق ستا لپاره هر څوک دی یوازې خپل فکر هغه شي ته متوجه کړه چې درباندې ګران دي هغه حس کړه په دې بڼه کې به دځان په لور ددغه عشق اوخوند دستنیداتجربه احساس کړې کله چې ته مینه خپروې داسې ښکاري چې ټول کائینات ستا لپاره هر ډول خدمت ته تیاری کوي او هرخوندورشی ستا په لور جذبوي او هر ښه سړی ستا په لوردرولي دا یوحقیقت دی .
Secret summaries راز د لنډیز
** کله چې غواړې یو ارتباط جذب کړې ډا ډ ترلاسه کړه چې ستا کلام ، ا فکار، اعمال ،او چاپریال ستا له غوښتنو سره په ټکر نه وي .
** ځان وپيژنه ترڅوچې ځان ونه پيژنې نورو ته دورکولو لپاره څه شی نه شې درلودلاي .
** له ځان سر مینه وکړه او ځانته درناوی کوه ترڅو هغه کسان دځان په لور جذب کړې چې له تاسره مینه لري او تاته درناوی کوي .
** کله چې دې له ځانه بد راځي په خپل مخ دې دمینې دروازه بنده کړې ده په دې وخت کې هغه کسان او موقیعیتونه چې ستا خوا بدوي دځان په لورجذبوې .
** خپلو مثبتو ټکوته توجه کړه ترڅو دجذبولوقانون نور ښه شیان هم ستا په لورجذب کړي .
** ددې لپاره چې اړیکی دې انډوله وي پرهغوشیانو تمرکز کوه چې له امله ېې له خلکو قدرونه او شکر کوې داسې نه چې شکایت او ګیله وکړې کله چې ستا فکر پر مثبتو ټکو تمرکز وکړې نور مثبت شیان به هم جذب کړې .
نور بیا