لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
دسلامتیا رازThe Secret to Health
ډاکټر جان هګلین : (دکوانتوم فزیک متخصص ا ودټولیزو چارو کارپوه )
«زمونږ جسم زمونږ دافکارو محصول دی داډيره مهمه خبره ده . مونږ دطب په علم کې اوس په دې خبرې پوه شوي یو چې زمونږ دافکارو او عاطفې ماهیت او طبیعت زمونږ د بدن اوفزیکي جوړښت ډول اوبڼه برابروي یعنې زمونږ دبدن جوړښت زمونږله افکارو سره مستقیم ارتباط لري »
ډاکټر جان ډمارتیني :
« دتلقیني درملو په اغیز ټول پوهیږو دغه ډول درمل په حقیقت کې هیڅ جانبي عوارض نه لري په حقیقت کې زړه خوشالوي د مثال په توګه له بورې جوړې ګولۍ چې هیڅ طبي ترکیب نه لري او جانبي عوارض هم نه لري یوازې ناروغ ته ووایئ چې دا ډیر اغیزمن درمل دي دغه درمل که ډیر نه لږ ترلږه داصلي درملو په اندازه اغیز پریږدي له دې تجربې څیړاندپه دې پوه شوي دي چې دانسان ذهن درغیدا په برخه کې تر ټولو مهم عامل دی چې ډير ځله له درملو زیات اغیز لري »
دراز په هکله چې څومر ه ډير پوه شوې دسلامتیا په شمول په خاصو حقیقتونوکې په ډیرو پټو خبرو پوهیږې تلقیني درمل ډيره مهمه مسله ده کله چې ناروغان تصورکوي په حقیقت کې باوري دي چې درمل شفابخښونکي دي هر هغه څه ترلاسه کوي چې باور پرې کوي او په دې ډول یې معالجه کیږي .
ډاکټر جان دمارټیني :
«کله چې یوکس دناروغۍ په حالت کې وي او معلومه شوې وي چې ناروغي ېې جسمي نه ده بلکه په ذهني ډول هغه په خپله خلق کړې ده دحل یوه لاره له تلقیني درملو استفاده ده خوکه کوم کس حاده اوسخته ناروغي ولري او له درملو پرته ېې مړینه حتمي وي که دغه ناروغي ېې ذهني هم وي باید درمل وخوري مونږ درمل نه نفي کوو هره شفا خپل خاص ځاي لري خو دلته دتلقیني درملو په اهمیت خبرې کوو »
له درملو سره یوځاي له ذهني لارې معالجه غږمله تاثیر لري که درد ولرئ درمل درد له منځه وړي اوپه دې ډول ناروغ ته دا فرصت پیداکوي چې خپل حواس خپلې سلامتیا ته متوجه کړي دسلامتیا تفکر هرڅوک له دې پرته چې وګوري په شاوخوا کې ېې څه تیریږي درلودلاي شي.
لیزانیکولز :
« کائینات د نعمتونو دپریمانۍ شاهکار حسابیږي اوداسې ده لکه دخوشبختۍ سیند کله چې ته ځان دکائيناتو دپریمانه نعمتونوله دغه سین سره غږمله کړه او له دغه سین او دنعمتونو دپریمانۍله دغه احساس سره ځان یوشان کړې ټول خوندونه او برکتونه به درپه برخه شي او ټول هغه ښکلي شیان چې کائينات ېې ستا لپاره لري لکله سلامتیا ، شتمني ،او ښه خوي ټول به تجربه کړې خوکله چې خپل وجود په منفي افکارو سره ډک کړې ددغه سین مخه به ډب کړې او په دې ډول دناخوښۍ، درد ،او کاوړ له احساس سره مخامخیږې او احساس کوې چې هره ورځ دې دردناکه او له کړاونو ډکه کیږي .د خوشبختۍ یو سین بهیږي ته ېې یا دځان په لور بهوې یاترې تیریږې »
ډاکټربن جانسون: ( ډاکټر او دانرژۍ په وسیله دمعالجې متخصص )
« مونږ په زرګونو ډوله نارغۍ اودهغوتشخیص لرو اوهغوي یوازې دیوه زنځیردکمزورو کړیوپه شان دي او ټولې دیوه شي پایله حسابیږي اوهغه عصبي فشار دی نوکه ته په دغوکړیو فشار واچوې په دې ډول یوه کړۍ ماتیږي او ټولې دغه ناخوالې به له منځه لاړې شي ځکه چې زنځیر ورسره ماتیږي»
ټول عصبي فشارونه یوازې په یومنفي فکر سره پيلیږي هغه فکر چې بې له کومې ارزونې انسان ته پيداکیږي دغه افکار یو په بل پسې ددې سبب کیږي چې عصبي فشارونه پيدا شي معلول ېې عصبي فشار او علت ېې منفي فکر دی . ټول شیان له یوه وړوکي منفي فکر څخه پيدا کیږي مهمه نه ده چې تا څه برسیره کړي دي په هرحال هغه بدلولاي شې ….. یوازې په یوه مثبت فکر سره اوهمدغه ډول مثبت فکرونه ډير کړه .
ډاکټر جان ډمارټیني :
«زمونږ فزیولوجي مونږ ته ناروغۍ پیداکوي ترڅو مونږ وارزوي او مونږ پوه کړي چې نا انډوله بُعد یا اړخ لرو یا داچې له خدایه شکرګزاره نه یواوله مینې او محبته خړوب نه یونو زمونږ دبدن نښې او علایم غیرطبیعي او وحشتناکه نه دي »
ډاکټر ډمارټین مونږ ته وایي چې دټولو منفي شیانو قدرونه اونمونې له خپل ژونده لیرې کړو او دامهمه نه ده چې کومه بڼه ېې خپله کړې وي عشق او قدرونه سمندر څیرلاي ،غرونه خوځولاي او معجزې پنځولاي شي عشق او قدرونه هرډول ناروغي لیرې کولاي شي .
مایکل برنارډبک ویث :
«یوه پوښتنه چې تل کیږي داده چې : کله دیوه کس په بدن کې ناروغي څرګنده شي یا کومه ستونزه اوپه ژوند کې ناخوالې ولري هغه دمناسب تفکر په قدرت سره له منځه وړلاي شي ؟
ځواب هو دی . »
خندا تر ټولوغوره درمل دي
کیټي ګوډمن (یوه خصوصي کیسه ) :
له آزميښتونو وروسته معلومه شوه چې زه دسینې یاتیو سرطان لرم ما کلکه عقیده او ایمان درلودچې له مخکې ښه شوې یم هره ورځ به مې ویل چې خدایه له دې چې سلامتیا دې راکړه مننه دې کوم او تل به مې دخداي شکر کاوه . کلکه عقیده مې درلوده چې ښه شوې یم ځان مې داسې کاته چې ته وا هیڅکله په سرطان نه یم اخته شوې . دځان درغولو لپاره دهلوځلو په ترڅ کې مې تل کمیډي فلمونه کتل دغو فلمونوبه تل خندولم ما بایدله سټرس او روحي فشارونوځان ساتلاي واي ځکه چې ټول پوهیږو اضطراب او ویره هغه بد شی دی چې ممکنه ده دځان دمعالجې په وخت چاته پيدا شي.
له هغه وخته چې زما سرطان تشخیص شو ترهغه وخته چې روغه شوم کابو درې میاشتې تیرې شوې هغه هم له هر ډول طبي معالجې پرته نه مې کیمو تراپي وکړه او دشعاع په وسیله معالجه هم رانه کړاي شوه »
دغه په زړه پورې او الهام بخښونکې معالجه داقدام په حال کې درې حیرانوونکې شیان ثابتوي : په معالجې کې دقدرونې قدرت او ځواک ، دیوه شي دترلاسه کولو لپاره کلک ایمان ،او دخندا او خوند قدرت چې ناروغي زمونږ په بدن کې له منځه وړي. کیټي ګوډمن له هغه وروسته وهڅول شوه چې خنداپه خپلې معالجې کې شامله کړي چې د نورمن کازینز له کیسې خبره شوه.
له لابراتواري آزمیښتونووروسته معلومه شوه چې نورمن په لاعلاجه ناروغۍ اخته شوی دی ډاکټرانو ورته ویلي ؤ چې یوازې څو میاشتې ژوند ی پاتې کیداي شي نورمن فیصله وکړه چې په خپله ځانته شفا ورکړي هغه درې میاشتې کميډي فلمونه وکتل او تل به ېې په زوټه خندل په درېو میاشتو کې ېې ناروغي ښه شوه او ډاکټرانو دهغه ښه کیدل یوډول معجزه وبلله .
نورمن همداسې خندل او منفي فکرونه ېې له ذهنه لیرې کړل او ناروغۍ یې هیرې کړې . خندا ترټولو ښه درمل دي چې دعمر له زیاتیدا سره مستقیم ارتباط لري .
ډاکټر بن جانسون :
مونږ ټول داسې یوسیسټم لروچې ځان درملنه نومول کیږي کله چې ستا دبدن یوه برخه ټپي شي په خپله ښه کیږي که میکروبي نارغۍ لرئ دبدن دفاعي سیسټم میکروب له منځه وړي او بدن ته روغتیاورپه برخه کوي دفاعي سیسټم په دې بڼه جوړشوی دی چې جسم پرې رغیداي شي »
با ب پراکټر :
« هغه بدن چې په سالم روحي اوعاطفي وضیعت کې وي ناروغي پکې ځاله نه شي کولاي ستا بدن په هره ثاینه کې میلیونونه حجرې ازادوي او له منځه یې وړي او په ځاي یې میلیونونه نوې حجرې جوړوي »
ډاکټر جان هګلین :
« په حقیقت کې زمونږ دبدن ځینې برخې هره ورځ نوې کیږي او دځاي په ځاي کولویابدلون عمل پکې اجراکیږي ځینې په څومیاشتو کې او ځینې په څوکلونوکې نوې کیږي خو په څو کلونوکې مونږ له فزیکي پلوه نوی بدن لرو »
علم ثابته کړې ده چې په څوکلونوکې یوځل زمونږبدن نوی کیږي که داسې وي ولې ناروغۍ او کړاونه څوکاله له مونږ سره پاتې کیږي؟یوازې هغه وخت دغه کار کیږي چې پر ناروغیو فکروکړو او ټول تمرکز مو دهغو لور ته وي .
په ذهن کې ښواو غوره افکاروته وده ورکړه
په ذهن کې غوره افکار وروزه ناروغي په هغه بدن کې ځاله نه شي کولاي چې انډوله افکار لري پوه شه چې تل کمال شتون لري اوکله چې ته کمال وګورې هغه دځان په لورجذبوې نیمګړي افکار دټولو بشري ناروغیواو ناخوالو لکه بې وزلۍ ، لوږې او اندیښنواو غصې عامل حسابیږي کله چې منفي فکر لرو په حقیقت کې مو ځان له خپل مسلم حقه محرمه کړی دی او په ځانګړي توګه ځانته ووایه چې زه لوړ او عالي افکارپه سر کې لرم زه یوازې بې عیبه او بې نقصه شیان ګورم اوزه په کمال کې یم .
ما په دې جملې سره له خپل بدنه هرډول درد او دعضلو اوغړیو سستي لیرې کړل ما په خپل بدن تمرکز وکړ چې هغه دماشومانو دبدن په شان انعطاف مننونکی او لوړ وګورم له هغه وروسته زما هرډول درد او دغړیو قولنج ورک شول دغه کار مې په یوې شپې کې وکړ .
ټول پوهیږي چې هرڅو ک په یوډول دبوډاتوب اندیښنه لري علم توضیح ورکوي چې په یو ه لنډپړاویز وخت کې مونږ بیخي نوی بدن لرو بوډاتوب یومحدود تفکر دی نو له خپل هوښیار ذهنه دغه افکار لیرې کړه اوپوه شه چې ستا بدن یوازې څومیاشتنی دی اونویزیږیدلی . دامهمه نه ده چې په ذهن کې دې څو ځله خپله زوکړه لمانځلې ده . په ځان رحم وکړه او دبل کال زوکړه دې داسې ولمانځه چې ته وا لومړنۍ زوکړه دې ده ضروري نه ده چې خپل کیک ته شپیته شمعې ولګوې مګر داچې بوډاتوب ځانته وبولې .
ته خپل فکر په لوړ بدني حالت ، تکړه جسم ، او په مطلوب وزن متمرکزه کولاي شې له دې لارې دسلامیتااو بشپړانسان دوامداره فکر ځانته رامنځته کولا ي شې .
باب پراکټر :
«کله چې ته ناروغي ولرې او پرې تمرکز وکړې او په دې اړه له نورو سره هم خبرې وکړې په حقیقت کې دې دځان لپاره نورې ناروغه حجرې پنځولي دي. داسې وانګیره چې روغ رمټ یې پرېږده چې ډاکټر ستا دناروغۍ فکر وکړي »
یوکار چې خلک ېې دناروغۍ په وخت ترسره کوي دادی چې تل دخپلې نارغۍپه هکله له نورو سره خبرې کوي له دې چې ټوله موده دناروغۍ په هکله فکر کوې نو همغه فکرونه په خوله بیانوې او بیا بیا په خپلې ناروغۍ فکر کوې که طبیعت دې لږ هم سم نه دی دهغه په هکله خبرې مه کوه ګنې نوربه هم درپه برخه شي .
پوه شه چې افکار دې دهرڅه مسولیت لري او کله نا کله دغه خبره تکرار کړه چې زما طبیعت بیخي ښه دی تربل هر وخته ډير ښه یم .او دغه حالت په ریښتیا احساس کړه که دې حالت ښه نه وي او چا درڅخه پوښتنه وکړه طبیعت دې څنګه دی ځواب ورکړه ښه یم او دخداي شکر وکړه چې هغه درپه زړه کړل چې دښه طبیعت فکر وکړې یوازې دهغومسلو په هکله فکر وکړه چې غواړې ېې .
ناروغي به تا ته ونه رسیږي مګر دا چې فکر ېې وکړې چې امکان ېې شته او دغه ډول فکر په حقیقت کې یوډول بلنه ده که دهغوکسانو خبرو ته غوږ ��نیسې چې دخپلو ناروغیو په هکله خبرې کوي ناروغي به دځان په لور جذب کړې . کله چې ټول فکرا وذکر دې ناروغۍ ته متوجه وي اویا پرهرې مسلې چې تمرکز وکړې په
حقیقت کې همغه شی جذبوې اوته له ناروغانوسره مرسته نه کوې بلکه برعکس دهغوي ناروغیو ته نوره انرژي هم ورکوې که په ریښتیا غواړې له دغه ډول کسانو سره مرسته وکړې دخبروغشی دښوشیانو په لوربدل کړه یا دې لاره بدله کړه او ترې روان شه اوکله چې ترې لاړې په قدرت سره فکروکړه چې هغه کس ښه شوی دی او بیا دغه فکر هم پریږده.
لیزا نیکولز :
«راځه چې فرض وکړوته دوه ملګري لرې چې دواړه خراب طبیعت لري خو یوه پکې پر خوندونوا وخوشالیو تمرکز کړی . هغه چې په هیلې او امکاناتو ته په پام سره ژوندکوي درست پام ېې پرهغو دلیلونو او برهانونو متمرکزه کړی چې ولې دخد اي شکرکوي خو ته ېوبل آشنا هم لرې، دواړه ورته ناروغۍ لري خو د وم غوره بللې چې خپل ټول فکر ناروغیو درد او بدبختیو ته واړوي . »
با ب ډویل :
«کله چې خلک خپل ټول پام او حواس دې ته متمرکزه کړي چې کوم عیب او نقص ېې پیداکړی او ناروغي ېې کومه ده خپلې ستونزې ته دوام ورکوي هغوي هیڅکله نه رغیږي مګر داچې خپل پام له مریضۍ د سلامتیاپه لور واړوې ځکه چې دا دجذب قانون دی »
راځه چې ترخپله وسه په یاد وساتو چې هر ناخوښ فکر بد شی دی چې بالاخره له بدنه سر پورته کوي یعنې اغیزیې په بدن وي . |
پرنټيس ملفورډ
ډاکټر جان هیګلن :
«ښاد اوخوش افکار دیوې ښادې بیوشیمۍ یادیوه ښاد او خوښ بدن سبب کیږي داخبره ثابته شوې ده چې منفي افکار او ټینشن یاروحي فشارونه په جدي توګه دبدن اومازغودکمزورتیا سبب کیږي ځکه چې دازموږ افکار دي چې زمونږ بدن بیارغوي او هغه ته نظم او ترتیب وربخښي. دامهمه نه ده چې تراوسه دخپل جسم په هکله په څه پوه شوی ېې هر شی چې وي ته هغه بدلولاي شې له داخل او بهره په ښادو افکارو سره هغه پيل کړه اوځانته خوشالي رامنځته کړه خوشالي یو حس دی خپله ګوته دخوشالۍ داحساس په بټنې ټینګه کړه همدا اوس ېې ټینګه کړه اوښه ېې کلکه ټنیګه کړه مهمه نه ده چې ستا په شاوخواکې څه تیرېږي »
ډاکټر بن جانسن :
«اضطراب او روحي فشار له ځانه لیرې کړه ترڅو ستا بدن هغه کارترسره کړي چې ورته طراحي شوی دی یعنې ځان ورغوي او شفاپيداکړي »
مایکل بک ویث :
« ماپه خپله لیدلي چې بډوګی بیرته احیاشوی دی . لیدلي مې دي چې سرطان رغیدلی دی او شاهد وم چې سترګو خپل نظر بیرته پیدا کړی دی »
ما دراز له کشفیدا مخکې درې کاله عینکې درلودې یوه شپه چې ماپه اوږدوپیړیوکې دراز په اړه معلومات لوستل متوجه شوم دهرشي دلوستلو لپاره عینکو ته لاس اوږدوم ناڅاپه مې لاس ونیوّه چې ولې مې دغه کار کړی اوکله چې په خبره پوهه شوم حیرانه شوم .
ما له ټولو اوریدلي ؤچې دعمرپه زیاتیدا سره دسترګو دید کمیږي ډیر کسان مې لیدلي وو چې دیوه مطلب دلوستلو لپاره باید عینکې په سترګو کړي دغه مسله مې ذهن ته سپارلي وه چې دعمر په زیاتیدا سره دسترګونظر کمیږي اوهمدغه مشکل مې دځان په لو رهم جذب کړی ؤ مادغه کار قصداً نه ؤ کړی خوپه هره بڼه چې ؤ ترسره کړی مې ؤ .
له بلې خواپوهیدم هرهغه شی چې په افکاروسره مې پنځولي ��ي هغه بیرته بدلولاي شم نو سمدستي مې له ځان سره وانګیرله چې دسترګو دید مې دیوویشت کلنۍ په شان دی ما ځان په تیارو رستورانونو ،الوتکې ، اودکمپیوټر دمیز ترشا ولید چې بې له کومې ستونزې مې مطالعه کوله په ځلونومې وویل : دخداي شکر دی او س بیا له عینکو پرته مطالعه کوم . او ډير ه هم خوشاله شوم له هغه وروسته په دریو ورځوکې زما دسترګو نظر بیرته سم شو او عینکې مې لیرې کړې کله چې دغه خبره مې دراز له استاد ډاکټر بن جانسن سره شریکه کړه هغه راته وویل : آیا پوه شوې چې په دغو دریو ورځوکې چې ستا پر سترګو څه پیښ شول دهغو لپاره تا باید څه کړي واي ؟ ما ځواب ورکړ نه او دخداي شکر مې وکړ چې نه پوهیدم زه یوازې دومره پوهیدم چې دغه کارمې کولاي شو او هغه مې ترسره کړ .
ډاکټربن جانسن خپله لاعلاجه ناروغي معالجه کړې وه له دې کبله زما دنظر احیادومره لویه خبره نه وه په حقیقت کې ما په خپله تمه درلوده په لنډ وخت کې په یوه شیبه کې خپل نظر بیرته ترلاسه کړم نودغه درې ورځې معجزه نه وه .په یاد ولره وخت اواندازه په عالم کې اهمیت نه لري او دیوې ناروغۍ جوړیدل دیوې وړې ځوانکې دجوړیداپه شان دي، ورته بهیر لري توپیر یوازې زمونږ په ذهنیت کې دی، نو کله چې ناروغه شوې په خپل ذهن کې دې ناروغي دیوې وړې ځوانکې په شان وانګیره ټول منفي افکارپریږده اوبیاپه بشپړې سلامتیا فکر وکړه .