لیکواله : Rhonda Byrne

ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

هیڅ شی لاعلاجه نه دی

 ډاکټر حان ډمارټیني :

«زه تل په دې باور یم چې لاعلاجه یعنې له باطنه ددرملنې وړ »

زه تل په دې عقیده یم چې او پوهیږم چې هیڅ شی لاعلاجه نه دی . په هروخت کې هرډول په اصطلاح لاعلاجه معالجه شوې ده زما په ذهن کې هغه نړۍ چې ماپنځولې په هغه کې لا علاجه نه شته .په دې نړۍ کې دهرچالپاره فضا ډيره ده نو راځه له ماسره او له هغو کسانوسره چې دلته دي یوځاي شه داهغه نړۍ د ه چې هره ورځ پکې معجزې کیږي، هغه نړۍ ده چې له نعمتونو ډکه ده اوهغه ځای دی چې ټول ښه شیان ستا په وجودکې شته، لکه جنت داسې ده . آیا داسې نه ده ؟

 مایکل برنارډبک ویث :

 « ته خپل ژوند بدلولاي شې ته ځان معالجه کولاي شې »

 موریس ګوډمن (لیکوال او نړیوال ویناوال ) :

زما کیسه د ۱۹۸۱ کال له مارچ میاشتې پیل شوه هغه ورځ چې ټول ژوند ېې راته بدل کړ او هیڅکله به ېې هیره نه کړم . زما الوتکه نسکوره شوه روغتون ته ورسیدم او ټول بدن مې فلج شوی ؤ دملامریو ته مې تاوان رسیدلی ؤ او دورمیږ لومړۍ او دوهمه مړۍ مې ماتې شوې وې نمړۍ مې نه شواي تیرولاي نه پوهیدم څنګه خوارک وکړم او یا وڅښم دحجاب حاجز پرده مې په نس کې شلیدلې وه ساه مې هم سمه نه شواي اخیستلاي یوازې مې سترګې پرانستلاي شوې داکټرانو راته وویل چې دعمر ترپایه دیوه بوټي په شان ژوندکولاي شې او یوازې سترګې رپولاي شې داهغه انځور ؤ چې هغوي له ما ایستلاي ؤخو دهغوي دفکر کولو ډول ماته مهم نه ؤ اصلي خبره دا وه چې زه څه ډول فکر کوم ما له ځان سره تصور وکړ چې هماغه پخوانی سړی یم او له روغتون څخه وتلاي یم .

په روغتون کې یوازې زما ذهن کارکاوه اوکله چې یوڅوک ذهن ولري بیرته خپل کارونه سمولاي شي . ماته ېې د ساه اخیستلومصنوعي اله لګولې وه او ډاکټرانو ویل چې د حجاب عاجز دشلیدو له امله هیڅکله ساه نه شم اخیستلاي خو یوه کمزوري غږ تل راته ویل ژوره ساه واخله ،ژوره ساه واخله با لاخره دغه آله یې له مالیرې کړه هغوي حیرانه پاتې ؤ ما دا اجازه نه ورکوله چې بل شی زما فکر اوحواس له ټاکلي هدفه لیرې کړي .

ما دځان لپاره هدف ټاکلی ؤ اوهغه دا ؤ چې دکریسمس په ورځ به خپلې پښې له روغتونه بهر ږدم اودغه کار مې وکړزه په خپلو پښوله روغتونه ووتم هغوي به ویل چې نه کیږي دغه ورځ به هیڅکه هیره نه کړم .

زما خطاب هغو خلکو ته دی چې همدا اوس په روغتون کې دي اودرد ګالي که زه وغواړم خپل ژوند خلاصه کړم او خلکو ته ووایم چې په خپل ژوندکې کوم کارونه کولاي شي یوازې په شپږ کلموکې لنډیږي : انسان هرهغه شي ته رسیږي چې فکر ېې کوي »

مو ریس ګوډمن دمعجزې په سړي مشهوره دی دهغه کیسه دراز دفلم لپاره غوره شوه ترڅودبشر بې ساری قدرت او بالقوه نامحدود ځواک ثابت شي مور یس پوهیده چې دهغه باطني قدرت هرهغه شی ده ته ورکوي چې فکرېې وکړي هرشی ممکنه وي دګوډمن کیسې ډير کسان و هڅول چې دخپلې سلامتیا دستنیدا لپاره فکر وکړي اوهغه مجسم اواحساس کړي هغه دخپل ژوندتر ټولوسخته ستونزه په ډیر ستر نعمت بدله کړه .

له هغه وخته چې دراز فلم خپور شو مونږ ډیرې کیسې واورېدې چې خلک له ډول ډول ناروغیو ښه شوي وو کله چې یوڅوک باور اوعقیده ولري هر شی ممکنه کیږي دسلامتیادموضوع په هکله غوره بولم دډاکټر   بن جانسن خبرې درسره شریکې کړم هغه وایي : مونږ اوس دانرژۍ دطب پړاو ته دننوتو په حال کې یو، هر شی په عالم کې فریکونسۍاوڅپې لري اوستا یوازېنی کاردا دی چې فریکونسۍ بدلې کړې اویانوې او متضادې فریکونسۍ رامنځته کړې په همدې آسانۍ سره دنیا بدلولاي شې که هغه ناروغي وي یا نورې حساسي مسلې یا بل هرشی دا تر ټولو لویه موضوع ده چې تراوسه ورسره مخامخ شوي یو .

 د راز لنډیز Secret summaries

 ** دتلقیني درملواغیز په عمل کې دجذبولو دقانون یوه بیلګه ده کله چې ناروغ په ریښتیا باور وکړي چې رغیدونکي درمل ورکول کیږي معالجه کیږي په هر شي چې باور او عقیده ولري هغه به ترلاسه کړي که هغه     تلقیني درمل هم وي .

** پر بشپړې سلامتیاتمرکز هغه کار دی چې له ځان سره یې کولاي شوله دې پرته چې فکر وکړو په ظاهرکې څه تیریږي .

** خندا خوندونه جذبوي ا ومنفي پالنه لیرې کوي اوحیرانوونکې معالجه بلل کیږي .

** دناروغيو په هکله فکر کول او هغو ته پام ددې سبب کیږي چې ناروغي ستاسو په بدن کې خوندي پاتې شي که لږ هم ناروغه ېې یا دې طبعیت خرابه وي په هکله ېې هیڅ فکر مه کوه او په دې اړه هیڅ فکرمه کوه مګر دا چې ته په خپله وغواړې ناروغه شې کله چې دهغوکسانو خبرو ته غوږ نیسې چې دخپلې ناروغۍ په هکله خبرې کوي دهغوي ناروغۍ ته نوره انرژي هم ورکوې ددې په بدل کې دخبرو لاره دښو خبرو په لوربدله کړه اوډیر پیاوړی فکر وکړه چې دغه کسان ر وغ رمټ ګورې .

** دناروغيو او بوډاتوب په هکله په ټولنه کې دخلکوپيغامونو او خبروته غوږ مه نیسه منفي پیغامونه به تا ته هیڅ ګټه ونه لري .

 دنړۍ راز the secret to the world

 ایسټرهیکس :

 «مونږ وینو چې ډیر کسان متغییر او نامعین ژوند لري دوي شاوخواګوري او فوق العاده شیان ویني او وایي هو دغه شی غواړو یا هغه مې خوښ دی یاهم وايي چې مونږ په خپلو پیسو سره هغه ترلاسه کوو او یا ورته ر ایه ورکوو خوبیا ګوري چې تر لاسه کولاي ېې نه شي اویاله هغه شي سره مخامخیږي چې نه ېې غواړي ډير کسان هغو شیانو ته پام کوي چې نه ېې غواړي او تصورکوي چې په دې ډول ېې له منځه وړلاي شي خو ددې په ځاي چې هغه له منځه یوسي هغه ته نوره انرژي هم ورکوي زمونږ په ټولنه کې خلک قانع شوي دي باید دځینو شیانو په ضد وجنګیږي یا ورسره مبارزه وکړي مثلاً دسرطان په ضد ، دترهه ګرۍ په ضد، دبې وزلۍ په خلاف جنګیږي اوله نشه ایزو موادوسره مبارزه کوي خو ګوري چې دکمیداپه ځاي دغه شیان نور هم وده کوي موږ غواړو له هغه شي سره مبارزه وکړو چې نه ېې غواړو چې دغه کار په حقیقت کې نوره مبارزه او جنګ رامنځته کوي علت ېې دادی چې تاسو په دغو شیانو تمرکز کړی او دجاذبې قانون هم همغه شی بیرته   درکوي »

هیل ډوسکین   ( مدرس او د سیډونا دردوې مولف ) :

« مونږ چې په هر شي تمرکز وکړو همغه شی پنځووله دې کبله که مونږ مثلاً دیوه جنګ دپیلیدا له امله غصه یو یا ورسره مبارزه کوو په حقیقت کې مو انرژي ورزیاته کړې ده مونږ پرځان فشارراوړو چې نتیجه ېې یوازې دمقاومت رامنځته کیدل دي »

دهر شي په وړاندې چې مقاومت وکړئ نورهم ځیل کوي اوستاسو په وړاندې دریږي .

کارل یونګ ۱۸۷۵-۱۹۶۱

باب ډویل :

« داچې دهر شي په وړاندې چې مقاومت کوې درسره ځیل کوي اوستا په وړاندې دریږي دلیل ېې دا دی چې په مقاومت سره وایې : نه زه دغه شی نه غواړم ځکه چې اعصاب مې خرابوي او لیونی کوي مې په دې وخت کې ته همدا احساس لرې اوهغه کائيناتو ته آستوې په نتیجه کې همدا احساس بیرته ستا په لور راځي او مقاومت کوي او هغه شی ستا په وړاندې دریږي او مقاومت کوي »

 دهر شي په وړاندې مقاومت بیخي داسې وي چې ته دهغو تصویرونو دبدلون لټه کوې چې آستولي دې دي دغه لټه ګټه نه لري ته بایدپه داخل کې یعنې په باطن کې دې دغه تصویرونه جوړ کړې ته باید باطن ته مراجعه وکړې او دخپلو افکارو او احساساتوله لارې نوې تصویرونه بهر ته واستوې .

کله چې ته دهغه شي په وړاندې مقاومت وکړې چې ظاهر شوی دی په حقیقت کې هغو شیانو ته چې نه یې غواړې نوره انرژي هم ورکوې او په نتیجه کې هغو ته ورته نورشیان هم جذبوې او حوادث او پيښې نورې هم لویږي ځکه چې دا دکائیناتو قانون دی .

 جک کنفیلډ :

 « دجنګ ضدغورځنګ نورجنګ رامنځته کوي ، له نشه ایزو موادو سره مبارزه نور نشه ایز مواد تولیدوي دلیل ېې دادی چې مونږ په هغوشیانو تمرکز کوو چې نه ېې غواړو » .

ایسټرهیکس :

«خلک باوري دي که مونږ وغواړو کوم شی له منځه یوسو باید پرې تمرکز وکړو له دې پرته ېې څنګه له منځه وړلاي شو خو مونږ وایو چې دا غیر منطقي دی »

جک کنفیلډ :

«ماډم ټریزا یوه نابغه او هوښیاره میرمن وه هغې به ویل زه به هیڅکله په جنګ ضد لاریون کې ګډون ونه کړم که کومه ورځ دسولې لپاره لاریون وي ماپرې خبره کړئ هغه پوهیده اوله رازه خبره وه وګوره هغې په دې دنیا کې څومره لوي کارونه کړي دي ؟»

هیل ډوسکین (لیکوال) :

« له دې کبله که ته جنګ ضد یې په ځاي ېې دسولې پلوی شه که دلوږې په خلاف ېې په ځاي ېې دهغه شي پلوي شه چې څنګه ټولو ته ډيرخواړه ورسوې که ته دیوه خاص سیاستوال مخالف ېې دهغه درقیب ملاتړ وکړه غالباً انتخابات دهغه چا په ګټه تمامیږي چې په حقیقت کې خلک ېې په ضد وواویا ورسره مخالفت کیږي ځکه چې هغه دی چې ټوله انرژي او پام ېې ځانته جذب کړي دي »

په دې دنیاکې هر شی په یوه فکر سره پيلیږي مو ضوع ګانې لویږي ځکه له دې وروسته چې یوه موضوع پیداکیږي خلک پرې فکر کول پيلوي ورپسې همدا افکار او احساسات دي چې همدغه پيښه یا موضوع زمونږپه هستي کې ساتي او هغه لویوي که موږ خپل فکر له هغو لیرې کړواوپه بدل کې ېې په مېنې تمرکز وکړوبیا به هغه موضوع نه وي اوله منځه به تللي وي .

په یاد ولره دا ترټولوسخت او په عین حال کې حیرانوونکی عبارت دی چې باید هغه درک کړې . په یاد ولره ستونزه که هرڅه وي ،یاهرچیرې وي اویا هرڅو ک پرې اخته وي ته له ځان پرته بل ناروغ نه لرې ،ته له دې پرته بله چاره نه لرې چې دهغه حقیقت په هکله ځانته قناعت ورکړې چې غواړې هغه څرګندشي .

چارلز هانل

 جیک کنفیلډ :

 « باید په هغه شي تمرکز وکړې چې غواړې ېې نه په هغوشیانو چې نه ېې غواړئ فرق نه کوي چې هغوشیانو ته توجه وکړې   چې نه ېې غواړې ځکه چې تا اړ کوي ترڅوپه غوښتو او ناغوښتو کې توپیر وکړې خوپه هغو تمرکز وکړه چې غواړې ېې خو دایو واقیعت دی چې کله ته دهغو شیانوپه هکله ډير وغږیږې چې نه ېې غواړې یا ېې په اړه مطالب ولولې او بیاووایې چې دا څومره ناسم اووحشتناکه دی هغه به ستا په ژوند کې ډير څرګند شي »

کله چې ته خپل تمرکز په منفي شیانووکړې له نړۍ سره مرسته نه شې کولائ کله چې دنړۍ په منفي پيښو تمرکز کوې نه یوازې داچې هغه زیاتوې بلکه په همغه وخت کې نورې منفي موضوع ګانې هم ستا ژوند ته درځي .

کله چې دهغوشیانوتصویرونه څرګندشي چې نه ېې غواړې ستا لپاره یوه نښه اوخبرداری دی چې دخپل فکر روده بدله کړې او نوې نښې نښانې له ځانه وشیندې که حالات ستا په کنټرول کې نه دي ته هم بې قدرته نه ېې او ټول توان له تاسه سره دی تصور وکړه چې هروګړی په خوښیو او خوندونوکې دی دخوړو په پریمانۍ او دنعمتونوپه ډيروالي تمرکز وکړه خپل قدرتمند افکار هغه شي ته متوجه کړه چې غواړې ېې ته دغه توان لرې چې له مینې اونیکمرغۍ ډک احساسات نړۍ ته واستوې او له دې سره سره چې ستاپه شاوخواکې ډيرې خبرې تیریږي ته ډير نوي شیان نړۍ ته ورکړې .

جیمزآرتور ری :

« ډير ځله خلکو راته ویلي دي : جمیز! زه خو باید له حالاتو خبر واوسم .داسمه ده چې ته باید خبر واسې خو   حتمي نه ده چې بیخي اشباع شې »

کله چې ماراز کشف کړ فیصله مې وکړه له دې وروسته به نه خبرونه اورم او نه به ورځپاڼه لولم ځکه چې زما طبیعت ېې خراباوه او ښه احساس به مې نه کاوه البته زما هدف دانه دی چې باید ټلویزیوني چینلونه او آژانسونه له دې امله ورټل شي چې ولې نا سم خبرونه خپروي دنړیوالې ټولنې دیوه غړي په توګه هر یوپه دې اړه مسولیت لروکله چې کومه مهمه خبره کیږي هغه دخبرونو مهم سرټکی شي او مونږ ډيرې ورځپاڼې اخلو کله چې په نړۍ کې کوم مصیبت پيښیږي اویا یوه ملي غمیزه رامنځته کیږ ي ټلویزیوني چینلونه په بې ساري توګه دتوجه وړ کیږي او ډیر کتونکي پيداکوي نو له دې امله ټلویزیوني چینلونه او ورځپاڼې نور خبرونه هم راکوي ځکه چې موږ یې غواړو او دنړیوالې ټولنې دغړي په توګه همدغه شیان غواړو په حقیقت کې رسنۍ معلول او موږاصلي علتونه یو دلته دی چې دجذبولو قانون فعالیت کوي کله چې مونږ له ځانه نوې فریکونسۍ واستووا وهغه شیان چې غواړو ېې په هغوفکر وکړو ټلویزیوني چینلونه او رسنۍ هم همغه شی راکوي چې مونږ ېې غواړو نو غوره ده په ځان کې بدلون راولو او هغه شیان وغواړو یا فکر پرې وکړو چې ښه دي .

مایکل برنارډبک ویث :

« دا زده کړه چې آرامه او غلی واوسې خپل حواس هغه شي ته متوجه کړه چې غواړې ېې له هغوشیانوپام بل لورته کړه چې نه ېې غوا ړې ستا حواس او فکر چې په هرلور کې وي انرژي هم په همغه لور بهیږي »

سم فکر وکړه ددغوافکارو په بنسټ دې دنړۍ لوږه ختمیږي او هغه تغذیه کیږي .

هوراتیو بونار       ۱۸۸۹ -۱۸۰۸

 آیا دخپل وجودله لارې دې هغه فوق العاده قدرت ته پام کړی چې په دې دنیا کې ېې لرې ؟ کله چې ستا تمرکزپه ښو مو ضوع ګانو وي ښه احساس لرې او نورې ښې موضوع ګانې نړۍ او ورسر ه خپل ژوند ته راوستلی شې کله چې ښه طبیعت ولرې ژوند او نړۍ به لوړو مدارجوته ورسوې !

دکائیناتوقانون په عمل کې لوړاو به بې عیبه دی .

ډاکټر جان ډمارټیني :

« زه تل وایم چې کله ستا باطني بصیرت او آواز ستا له بهرنیو عقیدو،اندونو،اوعوملو رسا ،څرګند اوژور وي پرخپل ژوند به مسلط او بر لاسه شې »

ایسټرهیکس :

 ته دې دنیاته ددې لپاره نه ېې راغلی چې نړۍ په هغه شان بدله کړې چې ته ېې غواړې ستا دنده دا ده چې دځان لپاره هغه نړۍ جوړه کړې چې ته ېې انتخابوې ستا دنده دکائیناتو له بهیر سره ملګرتیا اوله هغه سره یوځاي کیدل او دهغې نړۍ په منځ کې دښو شیانو قدرونه ده چې پکې پریمانه دي له دې سره په عین وخت کې نړۍ همغه شان غواړې چې نورېې هم هیله کوي »

ته په خپل ژوند واکمن ېې او کائینات ستا دهرې هلې او امر ځواب درکوي ته باید دهغو تصویرونو په کلابندۍ کې رانه شې چې څرګندشوي اوستا په خوښه هم نه ؤ دهغوي په وړاندې مسولیت ومنه او که کولاي شې هغه وتله او ښه اوبد ېې بیل کړه دهغه شي په هکله نوی فکر وکړه چې غواړې ېې هغه حس کړه او دخداي شکر وکړه چې عملي شوي دي .

 نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *