تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل، د تاوتریخوالي، سیاسي بې ثباتۍ او په هیواد کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې له رامنځته کېدو سره سره به افغانستان سره ونه پاشل شي.
ولسمشرغني په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د روسیې او هند په شمول له سیمه ییزو قدرتونو په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت لپاره لاسونه سره ورکړي.
ولسمشر غني نن له دغو څرګندونو سره په یو وخت د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د سترې محکمې د عالي شورا غړې وټاکله.
انیسه رسولي د ولسي جرګې تایید ته اړتیا لري.
ولسمشر وویل چې له ټولو وزیرانو غواړي چې د خپلو مرستیالانو په توګه ښځې وګوماري.
ښاغلي غني په خپله کابینه کې څلور وزارتونه ښځو ته ورکړي او ویلي یې دي چې څلور ښځې به والیانې وګوماري.