ګل رحمان رحماني

ښوونکي راته وويل:

خپل ارمان او موخه دومره عالي وګڼه چې د بل هېڅ ارمان سيورى ورباندې پرېنوځي، د تر لاسه کولو او ور ورسېدو په برخه کې يې دومره کوښښ او هڅه وکړه چې ګني خداى پاک د همدې لپاره نړۍ ته را استولى يې.
مينه ورسره وکړه، په خيال او فکر کې ورته زرينه ماڼۍ جوړه کړه ، له خپل ارمان پرته دا ماڼۍ نيمګړې وګڼه، د پټو سترګو پر ځاى يې په ويښه وګوره، په خوبونو کې ورسره ملګرى شه.
هر وخت دې چې په خوب کې هم له خپل ارمان سره د لېونيانو په څېر په لوړ غږ خبرې وکړې، يو بل ته مو لاس ورکړ، د خپلې ستړيا او بريا کيسه دې ورته بيان کړه؛ پوه شه چې نور نو خپل ارمان ته بيخي نږدې شوى يې.
که داسې دې ونه کړل، بيا پوه شه چې ټاکلى ارمان او موخه دې ستا په نړۍ کې نشته او د يخ له پاسه هغو ليکلو کرښو ته ورته ده چې د وخت د لمر په تودېدو سره له سترګو پناه کېږي او هېڅ هم په لاس نه درځي.

٢٠١٥ د جون ٢٩مه

————————————–

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،

مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،

د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،

 بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…،  پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،

ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *