تاند- یوه ځانمرګي نن ماسپښین د کابل ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې د نړیوالو ځواکونو کاروان په نښه کړ.
دا په څو اوونیو کې په پلازمېنه کابل کې دوهمه حمله ده.
وروسته له دې چې ولسمشر غني پاکستان ته لیک ولېږه په پلازمېنه کابل کې انتحاري بریدونه ودرېدل. وروستي دوه بریدونه وروسته له دې کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند د ملي شورا پر ودانۍ د تېرې اوونۍ د دوشنبې د ورځې په حمله کې د آی ایس آی یو مامور په لاس لرلو تورن کړ او پاکستان عکس العمل وښود.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې په نننۍ حمله کې یو ملکي افغان وژل شوی او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.
د عامې روغتیا د وزارت چارواکي وايي چې د افغان ملکي ټپیانو شمېر ۲۴ ته زیات شوی دی.
اسوشیتیدپریس خبري اژانس وايي چې په دې پېښه کې دوه امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.
دا انتحاري حمله د حامد کرزي د هوايي ډګر په سړک د سترې محکمې ودانۍ ته نژدې د دوکانونو او پلورنځیو مخته وشوه.
د پېښې ځای ته څېرمه یو ښوونځی هم شته او ویل کېږي چې د پېښې په قربانیانو کې د ښوونځي زده کوونکي هم شامل دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.