کابو دوه سوه کاله سيمه د پرنګیانو تر استعمار لاندې وه. 1857 کې له يوه ناکام بغاوت وروسته د مسلمانانو لخوا د کومې څرګندې جګړې اثار ونه ليدل شول. په 1857 کې په سلګونو علما شهيدان کړای شول. مسلمانان له بد حالته تېرېدل. پرنګيانو د مسلمانانو د ګمراه کولو په پار په زرګونو ښوونځي او کالجونه جوړ کړي و چې د مشنري سکولز Missionary Schools په نامه به يادېدل.

د لارډ مېکالې په نوم يوه پرنګي خپل مشرانو ته وړانديز کړی و چې تر څو داسې يو تعليمي نصاب رامنځته کړي چې تر کلونو کلونو پورې د دې سيمې خلک پرنګي پلوه غلام ذهنيت ولري. په پېښور کې د اېډورډز کالج، مشنري سکولونه، په لاهور کې د اېډورډز پوهنتون او په سلګونه نور د همدې موخې لپاره جوړ شوي و چې اوس هم شته.

په دغسې حالت کې بايد څه شوي وای؟ ديني علماو له حکمته کار واخيست. مولانا قاسم محمود نانوتوي رح د انار تر يوې ونې لاندې کېناست او خپل لومړي شاګرد محمود الحسن يې درس پېل کړ. د محمود او محمود د درس دغه سلسله پراخه شوه او تر ننه چې شاوخوا يوه نيمه پېړۍ اوړي دوام وکړ. ديوبند ځنې جوړ شو. په سيمه کې د معتدل اسلام لپاره او د دين د بيا احيا لپاره چې څومره کار د ديوبند د فکري مکتب خلکو وکړ په تېرو دوه پېړيو کې هيچا نه دی کړی. د هندوانو سره په يوه کانګريس کې د ګډې سياسي مبارزې، د زغم، د عدم تشدد، له خرافاتو د پاک تصوف چې د سيمې په امن کې يې لوی رول لوبولی درس همدوی ورکړ.

د قاديانيت لويه فتنه يې خنثا کړه. د پرنګيانو خلاف د ازادۍ په تحريک کې يې پراخه ونډه واخيسته. شېخ الهند مولانا محمود الحسن د خدايي خدمتګار د ستر رهبر حضرت باچاخان رح کلک ملګری و. په عثماني خلافت د بريد لپاره له هندوستان د قايد اعظم او نورو مشرانو په موافقت 7 لکه مسلمان عسکر لومړۍ نړېوالې جګړې ته ولېږل شول چې د پرنګي په ننګه جګړه وکړي. د ديوبند علما له سخت مخالفت سره مخ شول او پر خلاف يې د خلافت تحريک پيل.

په هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو د ګډو ژوند پلويتوب يې وکړ او د بېلتون پلويان نه و. مولانا ابوالکلام ازاد د هندوستان د کانګرس غړی شو او مولانا حسين احمد مدني تر سخت ملاتړی و. مولانا شمس الحق افغاني رح په همدغه ډول. په لکونو ديني علما يې فارغ کړل. په زرګونو ديني مدرسې يې پيدا کړې. د دعوت په موخه يې د تبليغي جماعت په نامه ډله جوړه کړه. چې اوس په ټوله نړۍ کې په مليونونو پلويان لري. د زغم او عدم تشدد درس ورکوي.

د معتدله اسلام لپاره کار کوي. له بده مرغه چې د دغه ستر فکري مکتب پاکستان مېشتي او افغانستان مېشتي لارويان د سياسي اغېزو او جريانونو ښکار شول. د غرب د لویې لوبې (ګرېټ ګېم) د پلي کولو لپاره کار ترې واخيستل شو. د مسلمانانو د روزنې چارې يې تر ډېره تر جګړې او تشدده محدودې کړې. د القاعده او عربي لوچکانو په راتګ سره سلفيت ريښې پکې وکړې. د عراقيانو او فلسطينيانو د ځانمرګې جګړې کاپي کول يې پېل کړل. بې له دې چې د دې کار په اوږد مهالو اغېزو يې فکر کړی وای. همدې ځانمرګې جګړې او د سلفيانو له اغېزې ډکې ملګرتيا د ديوبند فکري مکتب لارويان معتدله پاتې نکړل او د يو موډيفايډ متشدد ورژن شکل يې غوره کړ.

نن ټول ګورو چې په هېواد کې د ديني درسونو چارې د همدوی د متشدده سياست له امله ټکنۍ دي. ملا سياسي شوی او د همدې سياسي ورژن ملا له امله خلک له ملایانو منفوره شوي. او نوی نسل مو په جومات کې د سم ملا د نه شتون له امله د دين څخه کامله اګاهي نلري. ځکه ملا يې سياسي شوی او د پاکستانۍ جګړې لپاره کار کوي. له عربو سره يې لېنکونه اچولي او د سلفي متشدده فکر ښکار شوی. دی نور هغسې نه دی پاتې لکه د ده اسلاف چې و.

د تدبير په نامه څه شی نه پېژني او بې له دې چې هېواد ته راشي او په سوله ايز ماحول کې د خلک ديني اګاهۍ ته کار وکړي، ټوپک يې غاړې ته کړی او استخباراتي جګړه پرمخ بوځي. جوماتونه، جنازې، حجرې، بازارونه… لنډه دا چې د مسلمانانو هېڅ ځای له دې وحشته او ځانمرګې جګړې څخه په امن پاتې نشول. د دوی ناسمو کړنو او بې تدبيره جګړې له امله هېواد دا دی د يو بل ستر ناورين چې د داعش غورځنګ دی سره مخ دی. داعش په عراق کې حضرت ذکريا ع، حضرت بي بي زينب رض او حضرت ياسر بن عمار رض قبرونه په بمونو والوزول. په سلګونو تاريخي مسجدونه يې ړنګ کړل. د اسلامي تاريخ هېڅ نښه يې هلته پرېنښوده. د مسلمانانو په ناموسونو تېری وکړ. دمسلمانانو خوېندې ميندې يې وينځې کړې او غرب په منډيو يې کې يې وپلورلې. نن د سوريې يوه مسلمانه خور د همدې بدنامې جګړې له امله د ترکيې، کويټ، فرانسې په بازارونو کې په 100 ډالره پلورل کېږي. 60 لکه انسانان مسلمانان يې کډوال شول. د پيغمبرانو دا سپېڅلی ټاټوبی اوس د فتنې او خونرېزۍ مرکز ګرځېدلی.

د اسټراليا، انګلستان، فرانسې، اترېش او نورو غربي هېوادونو د نايټ کلبونو لوچکان هلته د خپل جنسي هوس سړولو لپاره، مسلمانو ميندو د وېنځې نيولو لپاره د جهاد په نامه د امريکا د ګټو بدنامه جګړه پرمخ بيايي. د دغې سترې فتنې مخه نيول پکار دي. هغه به ډېره بده ورځ وي چې د پښتانه خور او لور وينځه نيول کېږي او عربي لوچکان پرې خپل هوس سړوي. افغانه مېرمن بيا له مجبورې ورځې د ايران د شيعه اخوندانو په لنډمهاله نکاحو (متعه) کې راځي. دا به د تاريځ تر ټولو بې پته وخت وي چې افغان انسان ته هېڅ د منلو وړ نه دی. راځې د همدې فتنې پر خلاف خپل رسالت ادا کړو او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړو. ترڅو زما کلی بيا د غرب د ګرېټ ګېم ښکار نشي.

زه چې دا ليکنه کوم خدای حاضر دی چې زړه مې ژاړي او په اوښلنو سترګو لګيا يم. زما د وطن له ټولو ديني علماو خواست دې چې د خدای په پار نور د جګړې او متشدده فکر په خلاف مبارزه وکړئ. دې مسلمانان د فکري انحراف او الحاد خوا ته ټېل وهل. خلک يې له دينه منفوره کړل. په پښتانه کې مې ملحد نه و ليدلی خو د همدې بدنامې جګړې له امله اوس په خواله رسنيو په سلګونو ځوانانو د دين خلاف سنګر نيولی.

ملا صيب! خير دی ټوپک دې وغورځوه. راشه د همدې شته دولت په شتون کې خپله ديني مبارزه مخ ته وېسه. د واک لپاره او په قانون کې تغيراتو راوستو لپاره هغسې سياسي مبارزه پيل کړه چې مفتي محمود رح، مولانا عبدالحق رح او د جمعيت علما اسلام نور مشران يې چې له پارلمانه کوي. خپل دولت نه ړنګوي. خلکو ته د امنيتي، روغتيايي، تعليمي او نورو خدماتو په وړاندې نه خنډ کېږي. بلکې مرسته يې کوي. د دين د احيا لپاره د دعوت، درس او تدريس، نشرانو او نورو لارو چارو نه کار اخلي. خپل نظام نه ړنګوي. ځکه مونږ د نظامونو د ړنګولو ډېرې ترخې تجربې لرو. هر وخت د واک انخلا رامنځته شوې او همدې د واک انخلا بيا يو سترې فتنې، وژنو او چور چپاول ته لاره هواره کړې. په دې هيله چې خبرې مې ستاسې زړه ته لاره کړې وي او په ورځ قيامت د خدای له هغه ګرفته مو ځان خلاص کړی وي چې درته وايي به ستاسې د جګړو او غفلت له وجې مسلمانانو له دين څخه انحراف وکړ. راځئ ځانونه د خدای له ګرفته خلاص کړئ او په خپل وطن کې د سولې او ارامۍ لپاره خپل ديني رسالت سر ته ورسوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *