په میدان وردګو ولایت کې د کوچي او ځای میشتو قومونو ترمنځ د شخړې د هوارۍ په موخه په دغه ولایت کې د محمد موسی هوتک په مشرۍ شل کسیزې کمیټې خپلې چارې په رسمي ډول نن ( سې شنبه) پیل کړې .
یاد کمیتې د خپل کار په لومړۍ ورځ د میدان وردګو والي سربیره د دغه ولایت نظامي مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې او ټاکل شوي د چهارشنبې په ورځ په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې د یوې جرګې له لارې خبرې اترې پیل کړي .
د یادې کمیټې مشر حاجي محمد موسی هوتک وویل د دوی لومړۍ موخه د کوچي او ځای میشتو قومونو ترمنځ د نښتې د بندیز پرېکړه ده،چې له هغې وروسته به هغه کسان چې د دواړو لورو نیول شوي دي ازاد کړي .
ښاغلي هوتک زیاته کړه، که اړتیا پیدا شوه او یاده ستونزه حل نشوه،بیا به له مرکزي ادارې څخه حایله امنیتي قوه راوبلي،ترڅو د دواړو لورو ترمنځ د نښتې د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د جمهور رئیس څخه مننه وکړه،چې د ژمنې سره سم یې د کوچي او ځای میشتو ترمنځ د شخړې هواري به موخه ټاکل شوي کمیسون ته دنده ورکړه ،ترڅو خپلې چارې په رسمي ډول پیل کړي .
نوموړی زیاته کړه، د دغه کمیټې د بریالیتوب په موخه یې په سیمه کې د دواړو لورو مخور هم رابللي او د چارو د سمون په موخه یې ټول تدابیر نیولي .
ده هیله څرګنده کړه،چې یاده کمیټه به خپلې چارې په بریالیتوب ترسره کړي او د شته اوږد مهالې سوداګریزې شخړې د هواري لامل به وګرځي .
په همدې حال کې د کوچیانو امر همایون وایي تېره ورځ د حصه اول بهسودو ولسوالۍ په پنجوایي او اب نقره سیمه کې د دوی درې تراکتورونه او ۲۴ کورونه د ځای میشتو له لورې سوزول شوي دي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر